په کراچۍ کې په احتجاج ناست اهل تشیع وايي، حکومت او امنیتي ادارې ورته د کورنۍ ورکو غړو په اړه معلومات نه ورکوي. دې شیعه ګانو د اپرېل پر دویمه پرلت پیل کړی او وايي، د ځينو کورنیو غړي له کلونو راهیسې ورک دي. د سیند د اطلاعاتو او خپرونو چارو صوبايي وزیر ناصر حسین شاه د اپرېل پر ۲۴مه احتجاجي کیمپ ته ورغلی وو او هلته یې پرلتوالو ته وویل چې حکومت یې هڅه کوي چې ورک کسان معلوم شي. امنیتي چارواکي وايي، ډېری ورک کسان له بېلا بېلو ناقانونه مذهبي ډلو پورې تړاو لري چې ځینې یې د هېواد دننه او ځینې یې بهر پټ دي. Читать дальше...
پاکستان او افغانستان سلا شوي چې د سولې لپاره د بېن الافغاني خبرو په لړ کې د استنبول غونډې جوړولو هڅې زیاتې کړي. په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د اپریل ۲۶ مه مشال رېډیو ته وویل چې د افغانستان لپاره د پاکستان د وزیراعظم ځانګړي استازي محمد صادق خان په مشرۍ کابل ته تللي پلاوي د افغانستان بهرنيوو چارو مرستيال وزیر میرویس ناب او د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب سره د امنیت او تجارت په اړه غږېدلی دی. د منصور احمد خان په وینا محمد صادق افغان حکومت ته د سولې په بهیر کې د اسلام اباد لخوا د مکمل ملاتړ ډاډ ورکړ. Читать дальше...
دخيبر پښتونخوا د غرنۍ سیمې بونیر نوموتی شاعر منیربونیري ته نه وه معلومه چې د نوي دور د ټیکنالوژۍ د راتګ سره د هغه شعرونه دومره ډېر مشهور شوي چې خلک یې په پېغامونو کې یو بل ته لېږي. پر ټولنیزو رسنيوو شهرت یې د کتاب تر چاپ وروسته هم په کار راغی.کله چې ۳۰ کلن بونيري په ۲۰۲۰کال کې د "سپينې سپينې مه وايه" په نامه لومړۍ شعري ټولګه چاپ کړه نو ډير ژر یې لس زره ټوکه (کاپيانې) خرڅې شوې. د بونیری د يوټيوب چېنل خوا اوشا ۲۵۰۰۰ سبسکرایبرز لري. نيزدې هره يوه ويډيو یې په لکونو ځل کتل شوې. د هغه شعرونه ګڼو سندرغاړو... Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا د مردان انتظامیې د کورونا وایرس خپرېدو مخنیوي لپاره په ښار کې ټولبند لګولی دی. د اپرېل له ۲۶مې څخه د خوراک څښاک، دواګانو او ځینو نورو اړینو شیانو پرته، ټول کاروبارونه او سفري خدمات تړل شوي دي. انتظامیه وايي، په مردان کې د کورونا وایرس پېښې خورا زیاتې شوې دي نو کېدای شي چې ټولبند بلې هفتې ته هم وغځوي. د ګل (دوشنبې) پر ورځ پر ټولبند سربېره ځینې دوکانونه پرانیستي ول او خلکو هم لارښوونې نه عملي کولې. خو چارواکي وايي، د سرغړونو په تور یې تر ۱۳۰ زیات کسان ګرفتاره کړي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د بلوچستان خبریالانو اتحادیې، بلوچستان یونین اف جرنلسټس د خبریال عبدالواحد ریساني د وژنې پرضد نن د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته احتجاج وکړ. دوی غوښتنه وکړه چې حکومت دې د عبدالواحد ریساني وژونکي ونیسي او خبریالانو ته دې تحفظ ورکړي او د ریساني د وژنې د تحقیقاتو لپاره دې د بلوچستان های کورټ په ججانو مشتمل، یو کمیشن جوړ شي. دا له هغه وروسته ده چې د کوټې پولیسو د اپرېل پر ۲۵مه وویل چې وسله والو یو ځايي خبریال په ډزو وژلی دی. د پولیسو په وینا د ازادي نیوز ورځپاڼې خبریال عبدالواحد ریسانی د اپرېل پر ۲۴مه ماښام... Читать дальше...
د پاکستان حکومت اعلان کړی چې هر هغه څوک چې عمر یې څلويښت کاله یا له څلويښتو کلونو زیات وي، سر له نن څخه د کورونا وایرس واکسينو لپاره ځان رجسټرډ کولی شي. د پلان وزیر اسد عمر د اپرېل په ۲۶مه پر ټويټر ليکليچې دا پرېکړه نن د کورونا وایرس سره د ملي مبارزې په مرکز کې شوې ده. تر دې مخکې شپېته کلنو او بيا پنځوس کلنو ته د واکسينو کول پېل شوي وو. بلخوا د خیبرپښتونخوا له مردان ضلعې څخه د ډېرو کیسونو راتللو له وجې حکومت هلته د نورو بندیزونو لګولو پرېکړه کړې ده. د مردان ډپټي کمیشنر حبیب الله عارف د اپرېل... Читать дальше...
په افغانستان کې د بهرنیوو ځواکونو قوماندان جنرل سکاټ ميلر وایي له دې هېواده د امریکایي ځواکونو د بشپړ وتلو بهیر پیل شوی دی. جنرل ميلر د اپرېل په ۲۵مه په کابل کې د افغان خبریالانو یوې ډلې ته وويل چې که څه هم د مې له لومړۍ نېټې به له افغانستانه د ځواکونو د وتلو بهیر رسماً پیلېږي، خو په ځايي کچه د دغه بهیر لپاه تیاری پیل شوی دی. هغه زیاته کړه چې ټولې هغه اډې به افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاري چې دوی ترې وځي او هم به ځیني تجهیزات دغو ځواکونو ته ورکړل شي. جنرال ميلر وويل: "یو خاص تجهیزات دي چې موږ یې باید بېرته خپلو هېوادونو ته ولېږدوو. Читать дальше...
د ټکنالوژۍ کمپنيانو فېسبوک، ټويټر او ګوګل د پاکستان حکومت په غوښتنه د ټولنيزو رسنيوو ۱۹۷۲۷ اکاونټونه يا حسابونه او پاڼې ليري کړې دي. په پاکستان کې د ترهګرۍ سره د مبارزې ملي ادارې (NACTA) د اپرېل په ۲۴مه رسنيوو ته په لېږلو معلوماتو کې ويلي چې له دغو حسابونو مذهبي کرکې او سختدريځۍ زیاتولو لپاره مواد خپرېدل نو ځکه دوی او د پاکستان ټيلي کمېونيکېشن اتارټي یې د بندولو خواست وکړ. د ناکټا پر ویبپاڼې خپرو شوو معلوماتو ترمخه دا اداره پر انټرنيټ د معلوماتو د چاڼولو لپاره يو طريقه کار لري چې له مخې یې... Читать дальше...
په صوابۍ کې یوې ښځې د خپل کور په یوه برخه کې د کلي ښځو لپاره د جامو ګنډلو مرکز پرانیستی دی. حلیمه وايي، غواړي خپلې کلیوالې د هنر له لارې د ګټې جوګه کړي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.