د بلوچستان سرکاري ملازمينو په خپلو تنخاګانو کې اضافې لپاره د اپرېل پر پنځمه د کوټې په ګډون د صوبې په زياتره برخو کې کاربندیز کړی دی. دوی غوښتنه کوي چې په هېواد کې روانې ګرانۍ ته په کتو دې د دوی په تنخاګانو کې ۲۵ فيصده زیاتوالی وشي. په پښین کې حکومتي کارکوونکو لویې لارې تړلې وې او پر حکومت یې د غوښتنو پوره کولو غږ وکړ. خو د بلوچستان اعلا وزير جام کمال ويلی، چې حکومت دا مهال په تنخاګانو کې د ۲۵ فيصده زیاتوالي توان نه لري. نور حال په وېډیويي راپور کې وګورئ.
د مشال راډيو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته مو له پېښوره سندرغاړی شوکت محمود مېلمه کړی وو. دی د سندرو ويلو ترڅنګ سرکاري نوکري هم کوي. محمود وايي، غزل يې زيات خوښېږي خو کله نا کله مستې سندرې هم وايي. نوموړی زیاتوي، له هغه راهيسې چې د کورونا وایرس جهاني وبا خپره شوې، د پښتونخوا د زياتره هنرمندانو کارونه ختم شوي او ژوند يې ګران شوی دی. د شوکت محمود دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
ملازمينو نه يوازې د کوټې او صوبې د نورو برخو ترمنځ سړکونه تړلې دي بلکې له پنجاب، سيند او خيبرپښتونخوا سره هم دګاډو تګ راتګ درېدلی او ان د کراچۍ او چمن له لارې افغان ټرانزټ تجارت هم اغېزمن شوی دی.