په پاکستان کې د څو ورځو تر مظاهرو او اخ و ډب وروسته د حکومت او تحريک لبيک ترمینځ د اپرېل پر ۲۰مه يو تړون وشو چې له مخې يې حکومت د تحريک لبيک غوښتنې منلې دي. په دې کې یوه هم له پاکستانه د فرانس سفير د اېستلو هم ده. د پاکستان حکومت په دې اړه وار له مخه په قامي اسمبلۍ کې پرېکړه لیک وړاندې کړی دی. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د دې موضوع په مختلفو اړخونو بحث شوی دی.
خبریال عبدالله مومند په معروف هسپتال اسلام آباد کې د ابصارعالم پوښتنې ته ورغلی وو، مشال راډیو ته د ډاکټرانو له خولې وايي چې د هغه له بدنه یې ګولۍ اېستلې او په ښه کېدو دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو تېره شپه یوه ټلوېزیوني پروګرام ته د خبرو پر مهال وویل چې دا غونډه د دې لپاره وځنډېده چې غونډې ته وخت لږ پاتې دی او یو شمېر برخه والو نه شوای کولی چې په راتلونکو درېیو ورځو کې دې غونډې ته چمتو شي.
د شام په القامیشیلي ښار کې کرديو چارواکو دغه ۳۴ ماشومان د اپرېل پر ۸ مه روسي پلاوي ته وسپارل. کردي چارواکي واييٍ چې ماسکو تر اوسه ۱۶۹ هغه ماشومان خپل هېواد ته ستانه کړي چې میندې پلرونه یې د داعش مشکوک غړي ول او په شام کې وژل شوي دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې. ویډیو: اې ایف پي