مولود چاوشوغلو، حنیف اتمر او شاه محمود قریشي تر غونډې وروسته په ګډ بیان کې "په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر لوړې سطحې د خپګان" څرګندونه کړې ده.
د دې اوونۍ د "ځوانانو غږ" خپرونې ګډونوالو وویل، پښتانه به هغه مهال له نورو قامونو سره سیالېږي چې کتاب خپل کړي. د ځوانانو په خبره، بايد زده کونکي د خپلو نصابي کتابونو ترڅنګ د ساينس، تاريخ، سياست او نورو ټولنيزو موضوعاتو په اړه هم کتابونه ولولي. دوی دا څرګندونې د اپرېل پر ۲۳مه د کتاب او د خپراوي حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت وکړې. خو موږ په ځوانانو غږ خپرونه کې یوازې د کتاب پر لوست، ارزښت او له دې سره په تړلو نورو موضوعاتو په اروپا او خیبر پښتونخوا کې له ځوانانو سره خبرې کړي. د خپرونې برخوال وايي، ځوانان... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د تعلیم، ساینس او کلتور اداره (یونېسکو) هر کال د اپرېل پر ۲۳مه د کتاب او د دې چاپ یا خپراوي حقونو نړیواله ورځ لمانځي. یونېسکو پر خپله ووبپاڼه لیکلي
د کورونا وایرس برتانیوۍ بڼه چې له اصلي وایرسه بدله ده، په هند کې لویې ولسي غونډې او احتیاطي لارښوونو ته پام نه کول د کووېډ-۱۹ د زیاتېدونکو پېښو لاملونه بلل کېږي.
په پاکستان کې په ۲۰۲۰ز کال کې په زوره د مذهب بدلولو، د مذهبي سپکاوي مقدمې، او د شیعه ګانو، احمدیانو، هندوانو، عیسایانو او سیکانو په ګډون د مذهبي اقلیتونو پر ضد له کرکې ډکې ویناوې زیاتې شوې دي.
د امریکا د مرکزي کمانډ مشر جنرال مېکېنزي د اپرېل پر ۲۲مه د سېنېټ د پوځي خدماتو کمېټې غړو ته په څرګندونو کې وویل، "زما اندېښنه دا ده چې افغان ځواکونه به د نړیوالو ځواکونو له هغه ملاتړ پرته
د پېښور یو حکيم امرجيت سنګ په خپله دواخانه کې د روژې په مياشت کې خپلو ناروغانو ته وړیا علاج او په نيم نرخ دوايانې ورکوي. امرجيت سنګ وايي چې له ۱۸ کالو راهیسې خانداني دواخانه چلوي او هر کال د روژې په مياشت کې وړیا علاج او دوايانې ورکوي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.