د پوهنې د چارواکو په وینا د ښوونکو کمښت د دې لامل شوی، چې د دې ولایت لسګونه زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې پاتې شي.
په کوټه کې د بلوچستان خبریالانو اتحادیې د ځایي خبریال عبدالواحد رئیساني د وژنې پرضد د صوبایي اسمبلۍ ودانۍ مخې ته احتجاج کړی. احتجاج کوونکي وايي، له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې د بلوچستان ۴۵ خبریالان په بمي چاودنو، هدفي بریدونو او نورو پېښو کې وژل شوي خو تر اوسه په دې تور څوک نیول شوي نه دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
خو د ماربلو کارخانه لرونکي بیا شکایت کوي چې حکومت ورته د قراردادونه په ورکولو کې ډېرې ستونزې پیدا کړي دي.
سوات ته یو ځل بیا د نړیوالو سیلانیانو ورتګ پیل شوی چې پکې د بودا مذهب منونکي هم شامل دي. چارواکي وايي، د سوات لرغوني اثار یې د سیلګرۍ لپاره بیا پرانیستي دي. په سیمه کې په ۲۰۰۹ز کال کې د وسله والو پر ضد عملیات شوي ول خو پر هغې سربېره تر کلونو ورته بهرني سیلانیان نه ورتلل. ویډیويي رپورټ.