د مردان عبدالوليخان پوهنتون زده کوونکي مشال خان د وژنې ۴ کاله پوره شول. د هغه پلار اقبال خان وايي هيله لري چې له پوهنتونونو هغه سختدريځي ورکه شي چې د پښتنو ژوند ګواښي. د اقبال لالا د خپل دردېدلي زړه او ځوانيمرګ زوی کیسه په دې ويډيو کې د هغه له خولې واوارئ.
پېښور های کورټ د بشري حقونو فعال، پروفیسر محمد اسماعیل د خوشي کولو ضمانت منظور کړی دی. د هغه لور ګلالۍ اسماعيل چې پخپله هم د بشري حقونو لپاره د کړي فعاليت لپاره پېژندل کېږي، د اپرېل په دولسمه پر ټويټر ليکلي چې د پلار ضمانت یې په همدغه ورځ منل شوی. نوموړې د هغو ټولو خلکو مننه کړې چې د پروفیسر اسماعيل د خوشي کېدلو لپاره یې اواز پورته کړی وو. تر دې مخکې د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن او د بخښنې نړيوال سازمان ايمنسټي انټرنیشنل پر پاکستان غږ کړی وو چې هغه دې زر خوشې کړي. پروفېسر اسماعيل ۷۱ ورځې مخکې نيول شوی وو. Читать дальше...
د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري اعلان وکړ چې د عمران خان حکومت پر ضد جوړ شوي اتحاد، پاکستاني جمهوري تحريک کې نور نه پاتې کېږي. تر دې مخکې عوامي نېشنل ګوند هم له دې اتحاده وتلی وو. تر اوسه پي ډي ايم د پيپلز پارټۍ د وتلو په اړه څه نه دې ويلي البته د عوامي نېشنل ګوند په هکله یې ويلي وو چې د يوې پارټۍ په وتلو به یې تحريک ختم نه شي. بلاول بوټو زرداري د اپرېل په دولسمه په يوه خبري غونډه کې له دې تحريکه د وتلو پرېکړه یې د ګوند مرکزي کمېټې کړې ده او وجه یې د هغه شو کاز نوټس وښوده چې د پي... Читать дальше...
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شا محمود قريشي د جرمني د بهرنيوو چارو وزیر سره تر ملاقات وروسته ويلي چې د کورونا وایرس نور واکسين به تر لاسه کړي. قرېشي د اپرېل په دولسمه پر ټويټر ليکلي چې په جرمني کې د خپل سيال هايکو ماس سره تر خبرو وروسته ۱۵ ميليونه ډوزه واکسین به د کوواکس پروګرام له لارې لاسته راوړي. هغه دا نه دې ويليچې دا کوم واکسين دي او کله به اسلام اباد ته ورسېږي. د کوواکس پروګرام د ملګرو ملتونو د روغتيا نړیوالې ادارې له خوا پر لاره اچول شوی او مقصد یې غریبو هېوادونو ته هم د کورونا وایرس ضد واکسين ورسېږي. Читать дальше...
د افغانستان ملي روغې جوړې شورا وايي د بېلابېلو سياسي ګوندونو او حکومت له خوا وړاندې شوو طرحو څخه یې د سولې لپاره يوه طرحه جوړه کړې. سمدستي اوربند، انتقالي اداره او د جمهوري ارزښتونو خوندي ساتل یې بنیادي برخې جوړوي. د دې شورا مشر ډاکټر عبدالله د اپرېل په ۱۱مه پر ټويټر پاڼه ليکلي چې دی د دې طرحې په جوړولو کې د ټولو خواوو له ونډې مننه کوي. د ملي روغې جوړې د شورا ویاند فریدون خوځون ازادي راډيو ته ويلي چې دا طرحه به په ترکیې کې د افغانستان په اړه جوړېدونکي کنفرنس ته وړاندې کوي. "مهم موضوعات یې په... Читать дальше...
د پاکستان کرکټ بورډ پرېکره کړې چې د پاکستان پرېمير ليګ کرکټ پاتې سيالۍ به د جون له لومړۍ نېټې څخه د کراچۍ په نيشنل لوبغالي کې بيا پېل کړي. دا لوبې د کورونا له امله د مارچ په څلورمه ودرول شوې وي. د پاکستان کرکټ بورډ وياند حماد حميد د اپرېل په دولسمه مشال رېډيو ته وويل چې د مې مياشتې په ۲۲ مه به ټول کورني او بهرني لوبغاړي کراچۍ ته ځي. هغه زیاتوي: ((دوی به د ۷ ورځو لپاره په يو هوټل کې په قرنطين کې ساتل کېږي. فاینل لوبه به د جون په ۲۰مه کېږي.)) د پاکستان پرېمير ليګ (پيايس ايل) لوبې د فرورۍ په... Читать дальше...