د جنوبي وزيرستان په مکين کې د ځايي خلکو او پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالانو احتجاجي پرلت دوام لري. دوی د اپرېل له ۲۶مې د بي بي زی رغزی کلي د هغو دوو وژل شويو ځوانانو مړي هم په پرلت کې ايښي دي چې په وينا يې، د پاکستان امنيتي ځواکونو وژلي دي. دا احتجاج کوونکي له حکومته غواړي چې د وژل شويو ځوانانو قاتلين دې ګرفتار کړي، له اغېزمنو کورنيو سره دې مالي مرستې ورسره وشي او پوځ دې په سيمه کې کورونه خالي کړي. د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر وايي، د نامعلومه وسله والو پرضد يې راپور درج کړی او پېښې پلټنې يې پيل کړې دي. Читать дальше...
دا قرارداد د واکمن تحریک انصاف ګوند د اسمبلۍ غړي ضیاء الله بنګش وړاندې کړی وو چې اسمبلۍ په اکثریت سره منظور کړ.
په پاکستان کې يوه غير حکومتي تحقيقاتي اداره انسټيټيوټ فار ريسرچ، اېډوکېسي اېنډ ډيويلپمېنټ وايي چې په دې هېواد کې په ۲۰۲۰ز کال کې د انټرنېټ ازادۍ کې ډېر کمۍ راغلی دی. ادارې په کلني رپورټ دا هم ويلي چې په پاکستان کې د انټرنېټي جرمونو د مخنيوي قانون د خبريالانو او فعالانو پرضد استعمال شوی دی. د مشال تر رڼا لاندې کې په دې هېواد کې د انټرنيټي ازادۍ په اړه بحث شوی دی.
په پاکستان کې د افغانستان سفير نجيب الله عليخېل وايي د پاکستان لوری دوی ته وايي چې پر طالبانو اثر رسوخ لري نو ځکه افغان حکومت هيله لري چې دا اثر رسوخ به پر طالبانو د تشدد کمولو او مذاکراتو لپاره وکاروي. نوموړي پاکستانيانو ته د افغانستان د وېزو پر موضوع هم غږېدلی دی. له هغه سره د طاهر خان کړې مرکه وګورئ.
د پاکستان حکومت د کورونا وایرس مخنيوي لپاره د مې مياشتې له اتمې تر شپاړسمې پورې د صوبو ترمنځ په تګ راتګ بندیز لګولی دی. د کورونا وایرس د مخنیوي قامي ادارې (نېشنل کمانډ او اپرېشن سنټر) تر غونډې وروسته د اپرېل په ۲۸مه د کورنيوو چارو له محکمې خپاره شوي نوټيفیکېشن کې راغليچې د اختر په ورځو کې به پر سېلګرۍ هم بندیز وي. همداراز به د ضلعو ترمنځ د سورلۍ ګاډو ته د تګ راتګ اجازه نه وي. د پاکستان روغتيا وزارت له خلکو غوښتي چې د کورونا وایرس د لا نور خپرېدو مخنيوي لپاره ضرور ده چې ماسکونه وکارول شي، لاسونه... Читать дальше...
سناتوران له دې درکه اندېښمن وو چې که امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل او طالبان بیا واک ته ورسېدل، د ښځو حقونه به څنګه شي او ایا افغانستان به بیا د ترهګرو پر مرکز بدل نه شي!؟
افغان چارواکيوايي د هغو بهرنيوو داعش غړو په اړه یې د هغوی هېوادونو سره خبرې پېل کړي چې په افغانستان کې بندیان دي. د افغانستان استخباراتي ادارې، اين ډي ایس مشر احمد ضيا سراج د اپرېل په ۲۷مه په کابل کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې دوی سره دا مهال ۴۰۸ بهرني داعش وسله وال بنديان دي. د نوموړي په خبره په دوی کې د پاکستان ۲۹۹ وګړي شامل دي. هغه زیاته کړه: ((د چين، هند، روس او ازبکستان په شمول د ۱۴ هېوادونو وګړي موږ سره بندیان دي. دا ټول د داعش غړي دي چې موږ په بېلابېلو وختونو کې نيولي دي. د بندیانو سره د دوی ۱۷۳ماشومان هم دي. Читать дальше...