له کورونا وايرسه د حفاظت واکسين پاکستان ته هم رسېدلي او حکومت يې د يوه پروګرام له لارې د هېواد وګړو ته ورکوي. په باجوړ کې د کورونا واکسينو د ورکړې څه حال دی؟ حکومتي پروګرام کله پيل شوی او تراوسه هلته څومره کسان واکسين شوي دي؟ دا پوښتنه زموږ همکار هارون باچا د دې ضلعې لپاره د کورونا واکسينو د پروګرام له کوارډينيټر ډاکټر شفيق احمد څخه د دې مرکې په پیل کې کړې ده.
د عراق په بصره کې یوشمېر ښځې چمتو شوي چې له ګواښونو سره سره د اوسیدو سیمې له ماینونو پاکې کړي. دغلته د ماین پاکانو نورې ډلې هم شته خو اوس د لومړي ځل لپاره داسې یوه ډله دې چارې ته رزول شوې چې يوازې ښځې پکې دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د پاکستان چارواکيوايي د کورونا وایرس واکسينو کمپاين ښه روان دی او تر اوسه پورې یې له يو ميليون خلکو څخه زیاتو کسانو ته د دې ناروغۍ واکسین کړي دي. د پلان وفاقي وزیر، اسد عمر د اپرېل په شپږمه پر ټويټر ليکلي چې تر اوسه پورې له دوه ميليونو څخه زیاتو خلکو د دې واکسينو لپاره ځانونه رجسټرډ کړي دي. د هغه په وينا څه دپاسه يو ميليون واکسين شوو کې هغه ۷۶۰۰۰ کسان هم شامل ديچې په يوه ورځکې (د اپرېل په پينځمه) ورته ستنې شوې دي. هغه پر خلکو غږ کړی چې که عم مو له پنځوس کلونو زیات وي نو د واکسينو د ستنو لګولو لپاره خپل نومونه د حکومت سره وليکئ. Читать дальше...
غني دغه څرګندونې د اپرېل پر پنځمه په ارګ کې د افغانستان د یو شمېر ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره په غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې نړیواله ټولنه هم باید په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او د تل پاتې سولې د ټینګېدو لپاره لازم ضمانتونه ورکړي.
په همدې موخه د ننګرهار والي ضياالحق امرخېل له نورو ګڼو مسوولینو او د ولس د استازو په ملتیا د اپرېل په پینځمه نېټه د دره نور ولسوالۍ شيمل سیمه ته ولاړ او یاده لمریزه برېښنايي پروژه يې پرانیسته.
په پېښور کې د شخصي سکولونو سلګونه ښوونکو او مالکانو د تعلیمي ادارو تړلو پر ضد مظاهره وکړه. د اپرېل پر پینځمه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته ورغلیو مظاهره چیانو پر حکومت غږ وکړ چې نور دې ښوونځي پرانیزي. دوی دا احتجاج پر داسې مهال کړی چې په پاکستان کې د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو دي او وفاقي حکومت د اپرېل پر اوومه د تعلیمي ادارو د پرانیستو یا نه پرانیستو پرېکړه کوي. په صوبه کې وار له مخه د اپرېل تر ۱۱مې پورې ټول ښوونځي تړلي دي. د استادانو او د سکولونو مالکانو احتجاج په اړه ویډیويي رپورټ.
د کراچۍ ښار په کورنګي سيمه کې د نرښځيانو يو مشر یا ګورو نامالومه وسله والو په ډزو وژلی دی. د کورنګي عوامي کالونۍ د پوليسو ايس ايچ او همايون احمد خان د اپرېل په شپږمه مشال رېډيو ته وويل چې د نرښځيانو دا مشر ۶۵ کلن محمد صديق وو چې د ممتاز په نوم هم يادېده. د همایون احمد خان په خبره ممتاز د اپريل په پينځمه نامالومه وسله والو په خپل کور کې دننه په ډزو وژلی دی. د پوليسو په وينا ممتاز د پنجاب د بهاولپور اوسېدونکی وو او د کراچۍ په کورنګي بلال کالونۍ کې له تېرو ۲۰ کالو راهیسې د نورو نر ښځيانو سره په يو کور کې مېشته وو. Читать дальше...