دوی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د ناروې د کډوالو شورا یا NRC وزیرستانیو کډوالو لپاره خپل تعلیمي پروګرام د مارچ په ۳۱مه پای ته ورساوه، چې له کبله يې تر پنځم ټولګي پورې د دوی نجونې او هلکان له زده کړو پاتې شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ (یو این ایچ سي ار) په خیبر پښتونخوا کې مرستندویه ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ ته ۱۴ اېمبولنسونه ورکړي دي. دا اداره د کورونا وایرس ناروغۍ له کبله په راپیدا شوي حالت کې پر ځايي ولس سربېره د افغان کډوالو مرسته هم کوي. نور حال په ويډيويي راپور کې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د اکثرو نیولو شوو کسانو د خلاصون لپاره وکیل قادرخان ایډوکیټ هلې ځلې کوي، نوموړي د اپرېل په دویمه د دې خبرې پخلی وکړ چې د پي ټي اېم ۳۳ نور غړي په ضمانت خوشې شوې دي.
د بلوچستان په مرکز ي ښار کوټه کې د سرکاري ملازمینو احتجاج د اپرېل پر درېیمه نېټه هم دوام لري. دوی د خپلو معاشونو د زیاتولو غوښتنه کوي او له تېرو پينځو ورځو راهېسې یې پرلت وهلی دی. پرلت وال وايي، حکومت دې د هغوی تنخواګانې ۲۵ سلنه زیاتې کړي ځکه چې په اوسنیو هغو کې یې ګوزاره نه کېږي. پر حکومت د خپلو غوښتنو د منلو په خاطر دغو حکومتي مامورینو د اپرېل پر دویمه نېټه په کوټه ښار کې لاریون هم وکړ چې پکې یې شعارونه ورکول چې د هغوی خبره دې ومنل شي. د بلوچستان د سرکاري ملازمینو د ټولنې مشر عبدالمالک کاکړ... Читать дальше...
د بنو د مازیګر رنګیني په پښتون میشته سیمو کې ډېر نوم لري. يو شمېر بنوڅیان هره ورځ مازیګر پر ډول اتڼونه کوي، خو د يکشنبې (اتوار) مازیګر يې تر نورو ورځو زيات رنګين وي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.