د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د پاکستان مېډیکل کمېشن ودانۍ مخې ته د خيبر پښتونخوا قبایلي ضلعو او بلوچستان زده کونکو احتجاجي پرلت روان دی چې د اپرېل له اتمې يې د نه خوړولو احتجاج هم پیل کړی دی. دوی غوښتنه کوي چې د پاکستان په طب کالجونو کې دې د دوی پخوانۍ ځانګړې څوکۍ بحالې کړل شۍ. نور حال په ويډيويي راپور کې.
د افغان ولسمشر له دفتر - ارګ - څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر اشرف غني د اپرېل پر ۱۰مه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.
د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند زاهد حفیظ چوهدري وایي، د بهرنیو پوځیانو په بېړه وتل به ویجاړونکو یا ګډوډونکو کسانو ته د فعالیت موقع ورکړي.
په پاکستان کې ډاکټران وايي، دا صرف د هغو کسانو شمېر دې چې ټېسټونه يې شوي، کره شميرې له دې ډيرې زياتې دي ځکه چې په پاکستان کې اوس هم خلک کورونا جدي نه نيسي.