د اپرېل په اوومه د پاکستان د قامي اسمبلۍ د داخله چارو قايمه کمېټۍ د یو قانوني بيل منظوري ورکړې چې له مخې به يې هر هغه چاته دوه کال قېد او پينځه لکه روپۍ جرمانې سزا کېدلی شي چې پر پوځ نيوکې یا ټوکې وکړي. دا بيل په قامي اسمبلۍ کې د دفاعيچارو د قايمه کمېټۍ مشر، امجد علي خان د داخله چارو کمېټې ته لېږلی وو. په دې کې راغلي چې: ((هر څوک چې د پاکستاني پوځ یا د پوځ پر کوم غړي مسخرې وکړي، د دوی عزت او وقار ته زیان ورسوي یا یې بدناموي نو دغه تن دې مجرم وګڼل شي. بيا دې یې دوه کاله قېد يا پينځه لکه روپۍ جرمانه... Читать дальше...
د امریکا دفاع وزارت پر کندهار هوايي ډګر د طالبانو د توغنديوو برید غندلی او وايي دا ډول حملې به تاوتریخوالی زیات کړي. پينټاګان دا برید پارونکی بولي او زیاتوي دا ډول پېښې د افغانستان د سولې خبرې له ماتې سره مخ کولای شي. د پينټاګان ویاند جانکربي وايي دا توغندي له هوايی ډګر لېرې پرېوتي او مرګژوبله نلري خو زیاتوي:"موږ تل خپلو سرتېرو ته له ځان څخه د ساتنې یا دفاع حق لرو خو په افغانستان کې اوسمهال زموږ ټول تمرکز پر ډیپلوماټیکو هڅو راڅرخي څو هڅه وکړو چې دا روانه جګړه له سیاسي لارې پای ته ورسوو." ... Читать дальше...
د مشال راډيو په "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونه کې د سندرغاړي همايون خان خبرې اورئ. د هغه له نويو ټپو، د سندرو د ثبت له نوې سټوډيو یې او ځوانانو لپاره د موسيقۍ د زده کړو له هڅو به هم خبر شئ. هغه په پاکستان کې د کاپي رایټس (د خپراوي یا چاپ حقونو) قانون په اړه هم غږېدلی. خپرونه د غږ په کړکۍ کې اورېدای شئ.
د پاکستان پارليماني پلاوي کابل ته هغه سفر ځنډیدلی دی چې د اپرېل د اتمې لپاره پلان شوی وو. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د اپرېل پر اتمه، په ټوېټر پاڼه ليکلي چې د قامي اسمبلي سپيکر اسد قيصر په مشرۍ د ۱۶ کيسزه پارليمانی پلاوي الوتکې ته په کابل کې پر هواييمېدان د امنيتي وجوهاتو له کبله د کښېناستو اجازه ورنه کړل شوه. هغه زياته کړه چې د دې سفر لپاره به نوې نېټه به د دواړو خوا تر سلا وروسته ټاکل کېږي. د پاکستاني پلاوي مشر او د قامي اسمبلۍ سپېکر اسد قېصر هم پر ټويټر ليکلي چې... Читать дальше...
دغه وړاندیز د اپرېل پر اوومه په داسې حال کې شوي چې د اروپايي اتحادیې د درملو تنظیم کوونکو ویلي دي چې د اسټرازېنيکا واکسين له وجې د وینې غوټکېدل باید د خطر په فهرست کې واچول شي. خو دوی دا هم وويل چې د واکسین ګټې د ممکنه تاوان په نسبت زياتي دي.
د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن او د انساني حقونو لپاره نورو کارکوونکو د جنسي تيري په اړه د وزیراعظم عمران خان څرګندونې غندلې او له هغه یې غوښتنه کړې چې بخښنه دې وغواړي. د اپرېل په څلورمه پر ټيليويژن په ژوندۍ بڼه خپرېدونکي د خلکو پوښتنو ته د ځوابونو ورکولو په پروګرام کې د عمران خان کړو خبرو په اړه دې کمېشن ويلي چې دا څرګندونې د منلو وړ نه دي. د پاکستان بشري حقونو کمېشن د اپرېل په شپږمه پر ټويټر زیاته کړه چې له همدې امله بايد وزیراعظم خپلې خبرې واپس واخلي. وزيراعظم عمران خان ويلي وو چې که... Читать дальше...
۲۵ کلنه پېګا د جورجيا په پارکونو کې بنډارونه کوي، سندرې وايي او د خپلې خوښې جامې اغوندې. په خپل ملک ایران کې پرې د دې پابندي وه چې له امله یې زندان هم تېر کړی. په اړه یې دا ويډيو وګورئ. په جورجیا کې د هغې د ژوند او احساساتو په اړه د مشال راډیو د مرکزي څانګې یو رپورټ درته منورشاه وړاندې کوي.
افغان حکومت وايي په بدخشان کې په سلګونو کسان په غیر مسلکي ډول د سرو زرو کان کیندنه کوي. د غیر مسؤلو وسله والو ډلو له خوا د کانونو څخه د سرو زرو راویستل هم دوام لري. په دې ویډیويي راپور کې تاسو کتلی شئ چې د بدخشان یفتل ولسوالۍ یو شمېر ځايي اوسېدونکي د غره له تله سره زر څنګه راوباسي.