د ښځو نړيوالې ورځې په مناسبت د مارچ پر اتمه نېټه د پاکستان په لويو ښارونو کې ښځو لاريونه وکړل او د خپلو حقونو په حق کې يې شعارونه ورکړل او ویناګانې يې وکړې. د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په پاکستان کې هم له لسیزو راهيسې د ښځو نړيواله ورځ لمانځل کېږي خو له تېرو څلورو کلونو کې نه يوازې د دې ورځې د لمانځلو طريقه بدله شوې بلکې تنظيمې ساخت، شعارونه او د لاريونونو په ساحه کې يې هم بدلون راغلی دی. پخوا به په دې هېواد کې د ښځو نړيواله ورځ په ټيټه کچه لمانځل کېده او په محدوده ځایونو لکه په تالار يا د پرېس... Читать дальше...
د مارچ پر اتمه نېټه ماښام مهال د نوښار په خېشکو کې د "باچا خان بابا" په نوم د والیبال اتلولي پای ته ورسېده چې پکې د خیبر پښتونخوا د بېلا بېلو سیمو لوبډلو برخه واخیسته. پایلوبه د ازاخېلو او ارمړو ډلو ترمنځ وه چې ازاخېلو وګټله. نور تفصیل په دې ویډیويي راپور کې.
په سروې خپرونه کې له باجوړه فاطمه اقبال او د هغې خاوند ثنا الله مو مېلمانه دي. فاطمه اقبال په فزکس کې د سرو زرو تمغه اخیستونکې هغه جینۍ ده چې د خاوند په مرسته یې په باجوړ کې د نجونو لپاره یو ښونځی پرانېستی دی. فاطمه ته په دا وررستیو کې یوت اف باجوړ په نوم د ځايي ځوانانو یو سازمان د ( وومن اف د اییر ایوارډ ۲۰۲۰) ورکړې دی. په پروګرام کې له دوی سره د ګډو کوښښونو په اړه خبرې کوو. د پروګرام کوربنه ملیحه امیرزاده ده.
د روانې میاشتې په درېیمه په دې هېواد کې د سېنېټ انتخابات شوي او د مارچ په دولسمه به د سېنېټ چېرمېن او ډپټي چېرمېن ټاکل کېږي.
د بلوچستان د پښین په سرانانو پنډغالي کې د افغان کډوالو له زده کوونکو سره یوه ناحکومتي خیریه سازمان د کتابچو او بستو مرسته کړې. په دې کیمپ کې ۷،۰۰۰ هلکان او نجونه زده کړې کوي چې د ډېریو کورنۍ په بېوزلۍ کې ژوند کوي. تفصیل په ویډویي رپورټ کې.