په پاکستان کې د کورونا وايرس د درېيمې څپې راتلو سربېره هم د دې هېواد په سيند صوبه کې دوديزې ميلې پيل شوې دي. دا ميلې پروسږ کال د کورونا وايرس د خپرېدو له کبله درېدلې وه. ګډونوال د غېږو اېستلو او اسونه ځغولو په سياليو کې زياته دلچسپي اخلي. د اشوشييټډ پريس اژانس ويډيويي رپورټ عبدالحي کاکړ پښتو کړی دی.
لاوروف په خپله وينا کې پر نړيوالو هم غږ وکړ چې په افغانستان کې د سولې په راوستو کې همکاري وکړي
پاکستان حکومت وايي که چیف الیکشن کمېشنر او د انتخاباتي کمېشن غړیو استعفی ور نه کړه نو د دوی خلاف به د توهین عدالت کېس جوړ کړي. دا بیان له هغه وروسته راغلی چې وزیراعظم عمران خان په الیکشن کمېشن د سېنېټ او ډسکه په ضمني انتخاباتو کې د غیر ذمه دارانه رویې تورونه ولګول. د ساینس او ټیکنالوجۍ وفاقي وزیر فواد چودري د مارچ پر ۱۶مه د صنعت له وفاقي وزیر حماد اظهر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې الیکشن کمېشن هغه څه نه کوي چې د کوم مقصد لپاره جوړ شوی دی. چودري وویل د پاکستان د ایین له مخه د هېواد الیکشن... Читать дальше...
افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني ويلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ترانزیټي اړیکې په دې وروستیو کې پراختیا موندلې ده. نوموړي د مارچ پر ۱۷مه نېټه (پرون) په کابل کې له پاکستانه ورغلي سوداګريز پلاوي سره د غونډې پر مهال زياته کړه چې په دوه اړخيزې همکارۍ سره بايد د دواړو هیوادونو خلکو ته د سوداګرۍ او ترانزیټ لا زياتې موقع رامنځته کړل شي. د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیټ تړون ((اپټا)) د غځونې په اړه غورياني وويل چې د پاکستان لوړپوړو چارواکو د دې تړون د نوي متن په جوړولو کې چمتووالی ښودلی دی. Читать дальше...
نوموړي وویل چې د پاکستان پيپلز ګوند د مشرانو دا خبره سمه نه ده چې ګنې استعفاګانې ورکول به د هغوی تر ټولو وروستۍ تګلاره وي.
تېره دوشنبه هم په کابل کې په یوه چاودنه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو کار کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.