دوی یادې څرګندونې د مارچ پر ۱۶مه "د اسلامي معارف، افغاني معارف او غیر سیاسي معارف" تر شعار لاندې د عامه پوهاوي د کمپاین لپاره د دیني عالمانو او د پوهنې د چارواکو به ګډه غونډه کې وکړې.
د افغان دولتي پلاوي مشري به د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د طالبانو د پلاوي مشري په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وکړي.
د کان کېدونکيو اتحاديه پر مالکانو تور پورې کوي چې په کانونو کې له حکومتي لارښوونو سره سم سهولتونه نه ورکوي چې له کبله ېي دغسې پېښې کېږي.
حکومتي وزیرانو تور پورې کړ چې انتخاباتي کمیشن د سېنېټ د مارچ درېيمې نيټې ټاکنې په شفافه توګه کولو کې ناکامه شوی دی.
د کراچۍ د پولیسو مشر غلام نبي مېمن د مارچ پر ۱۵مه نېټه په بيان کې ویلي چې د رېنجرز ځواکونو پر موټر دغه بريد په کورنګۍ ټاون کې شوی دی.
پاکستاني چارواکي وايي د مرکزي اسيا هېوادونو سره د دوه اړخيزو اړيکو پراخوالی غواړي. د دې اړيکو په سر کې تجارتي راکړه ورکړه ده چې د مارچ په نهمه اسلام اباد ته د ازبکستان د بهرنيوو چارو وزیر، عبدالعزیز کاملوف د دوه ورځني سفر د سر موضوع وه. تر دې سفر وروسته، خپره شوې هغه خبرپاڼه چې د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت د مارچ په ۱۵مه مشال راډيو ته لېږلې، وايي پر ازبکستان سربېره د مرکزي اسيا نورو هېوادونو سره هم د تجارتي اړيکو پر زیاتولو ټینګار کوي. کاملوف د پاکستان وزیراعظم عمران خان او ځينو سوداګرو سره هم ملاقات کړی دی. Читать дальше...
دا په داسې حال کې ده چې د تحریک مشر مولانا فضل الرحمن ويلي، که له اسمبليانو استعفاګانې ورنکړل شي نو ښايې د حکومت پرضد کېدونکی لانګ مارچ ګټه ونلري.