د حکومت په دې اعلان په کاګان کډوالو کېمپ کې د یوه ښوونځي استاد عبدالواحد چې په خپله هم کډوال دی وايي، دا ډېره ښه فیصله ده. په دې سره اوس دوی کولی شي لکه د پاکستاني شناختي کارډو لرونکېو غوندې ځینې سهولتونه واخلي.
په پاکستان کې د مارچ پر درېيمه نېټه د قامي اسمبلۍ او د خیبرپښتونخوا، سيند او بلوچستان د صوبايي اسمبليو غړي د سېنېټ په ۳۷ چوکيو نوي سنېټران ټاکي. په پدې هېواد کې په عمومي توګه د سېنېټ انتخابات دومره اهميت نه لري خو دا ځل ټول پام د دې ټاکنو پر لور دی. لامل يې څه دی او دا به د پاکستان پر راتلونکې سياسي منظر نامه څومره بدله کړي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې څېړل شوې دي.
ادارې د ۲۰۲۱ز کال د مارچ پر دریمه ( په نړۍ کې ازادي ) په نوم په خپل نوي رپورټ کې په ۲۰۲۰ز کال کې په ۱۹۵ هېوادونو او ۱۵ سیمو کې د سیاسي حقونو او ولسي خپلواکۍ ارزونه کړې ده.
نامعلومه وسله والو پرون په جلال اباد کې له غرمې وروسته په دوو جلا بريدونو کې د انعکاس په نوم د يو شخصي راډیو ټېليويژن درې کارکوونکې مرسل حبيبي، سعديه او شهناز ووژلې.
د مشال راډیويي مجلې قدرمنو اورېدونکو په دې خپرونه کې د پښتو د خوږ ژبي شاعر عبدالرحیم روغاني په یاد غږېږو. هغه سږ کال د فبرورۍ پر ۲۴مه له ورپېښې ناروغۍ وفات شو، خپل مینه وال یې غمجن کړل او د تللو د قافلې ملګری شو. نوموړي خوا شا ۷۰ كاله وړاندې په مټه سوات کې نړۍ ته سترګې غړولې وې خو د هغوی مشران کلونه پخوا د دیر له ډوکدرې سوات ته کډه شوي وو. په دیر کې اوس هم د روغانیانو کلی موجود دی او هغوی هلته استوګنه لري. د هغه د نظم او نثر ګڼ کتابونه چاپ شوي. لومړی کتاب یې په ۱۹۹۲ کال کې چاپ کړی و چې اول یې... Читать дальше...