په خوست کې د ملي یووالي په اړه په جوړه شوې یوه غونډه کې ویناوالو وویل، که چیرې ځوانان یو لاس او یو موټی شي نو کولای شي د جګړې ښکیلې خواووې او نړیواله ټولنه په دې هیواد کې د جګړې بندیدو او دایمي سولې ته وهڅوي. نور حال په دې وېډیويي راپور کې. ولایتونو ځوانانو هم برخه په کې اخیستې وه. تفصیل په دې ویډیويي راپور کې.
غونډه د مارچ پر شپږمه غرمه څه د پاسه ۱۲ بجې پیل شوه چې د عمران خان په ګډون د قامي اسمبلۍ نور غړي په اسلام اباد کې د پارلېمان ودانۍ ته رسېدلي وو.
په پېښور کې د ځوانو ډاکټرانو د ټولنې یو غړی ډاکټر اشفاق خټک وايي، د فبرورۍ پر ۲۴مه چې په هیواد کې د کورونا د کنټرول ملي مرکز په ټولبند کې د نرمۍ اعلان وکړ نو ورپسې سم دستي د کورونا پېښې مخ په زیاتېدو شوې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې سږ کال د مارچ پر اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه یو شمېر زړورو ښځو ته اوارډونه ورکوي.
د لاطيني امريکا هېواد مېکسيکو په مېکسيکو ښار کې د مارچ له څلورمې نېټې د ولسي ټرانسپورټ لپاره د کېبل په واسطه چلېدونکې ګاډي کارول پيل شوي. د څه باندې ۲۱ میليونه نفوس لرونکي دې ښار کې ګڼې ګوڼې ته په کتو حکومت غواړي چې د څه باندې نهه کلوميټره اوږد کېبل بس نظام له لارې لږ تر لږه ۴۸ زره کسانو ته د تګ راتګ زمينه برابره کړي. ويډيو: رويټرز