د منصوبه بندۍ وفاقي وزير ويلي، د نېشنل کمانډ اپرېشن سېنټر غونډه وشوه چې پکې پريکړه شوې چې د کورونا وايرس زياتېدونکيو پېښو د مخنيوي لپاره به نور سخت ګاموونه اخيستل کېږي.
د مارچ ۱۲مې په ټاکنو کې د یوسف رضا ګېلاني او حکومتي اتحاد کانديد صادق سنجراڼي سيالي وه چې وروسته د نتیجو اعلانولو پر وخت پريزايډنګ افسر د ګېلاني اووه رايې رد کړې.
همدا ډول غټې اسماني ډبرې ۶۶ میلیون کاله مخکې پر ځمکه لګېدلې وې چې په دې کره کې یې په سلو کې ۷۵ ژوندي موجودات لهمنځه یووړل.
د امریکا د دفاع وزیر لایډ اسټن وایي، له افغانستانه د دوی د ځواکونو د وتلو پرېکړه له ولسمشر جوبایډن سره ده. اسټن دا خبره د مارچ پر ۲۱مه کابل ته د خپل لومړني نا اعلان شوي سفر پر مهال خبریالانو ته کړې ده. نوموړي ویلي، افغانستان ته یې د سفر هدف د روان حالت جاج اخیستل وو. لایډ اسټن د امریکایي ولسمشر جوبایډن د کابینې لومړنی غړی دی چې افغانستان ته یې سفر وکړ. د امریکا د دفاع وزیر دا سفر په داسې حال کې دی چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مهلت ته څلویښت ورځې پاته دي. نوموړي کابل... Читать дальше...
د میدان وردګو په بهسود ولسوالۍ کې د یوې پوځي هلیکوپټرې له رالوېدو وروسته په سیمه کې د جګړو او نښتو دوام. د بهسودو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، نن یکشنبه سهار له بامیان او یوشمېر نورو ګاونډیو ولایتونو افغان امنیتي ځواکونه د ځمکې له لارې له سلګونه پوځي ټانکونو سره دې ولسوالۍ ته رسېدلي دي. دوی وايي، اوس مهال په سیمه کې حالت عادي، خو وېروونکی دی. د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی صالحي وايي: "حکومتي ځواکونو له بامیان څخه حرکت کړی او اوس د بهسودو ولسوالۍ خاورې ته دننه شوي، د سیاهسنګ په سیمه کې چې د... Читать дальше...
د افغانستان په شمالي بلخ ولایت کې حضرت علي ته په منسوب زیارت کې د جنډې په پورته کولو سره د نوروز تر ټولو لوی جشن پیل شو.
د جمعیت علما اسلام یو صوبايي مخکښ او پخوانی صوبايي وزیر مولانا فېض الله مشال راډیو ته وویل چې له دوی سره بې له جرګو بله لاره نده پاتې شوې.