پاکستاني چارواکو د مارچ پر ۲۰مه تایید کړه چې د دغه هیواد وزیراعظم پر کورونا اخته شوی او اوس مهال یې ځان قرنطین کړی دی. د روغتیا په چارو کې د وزیراعظم سلاکار ډاکټر فیصل سلطان په ټویټر پاڼه په لنډ پیغام کې لیکلي، وزیراعظم عمران خان کورونا شوی او دا مهال په خپل کور کې یې ځان له نورو ګوښه کړی دی. د عمران خان کور د اسلام اباد په بني ګاله سیمه کې دی. عمران خان ته کورونا وایرس په داسې حال کې لګېدلی چې نوموړي د مارچ پر ۱۸مه د کورونا واکسین هم لګولی و. د پاکستان د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر اسد عمر پر... Читать дальше...
یوې سرچینې چې په مسکو کې یې د افغان دولت او طالبانو په پرونیو غونډو کې ګډون درلود، مشال راډیو ته ویلي چې طالبان امریکايانو سره په یو ډول لنډ مهالي اوربند سره سلا شوي دي. دغه سرچینه چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې واخېستل شي، مشال راډیو ته ویلي، طالبانو امریکايانو سره په یوې نوې امنیتي طرحې هوکړه کې چې پر بنسټ به یې، دغه ډله تر درې میاشتو پورې د ښارونو په مرکزونو بریدونه نه کوي او دغه شان به د ولسوالیو مرکزونه هم نه نیسي. دا سرچینه وايي، له رسمي غونډې پرونۍ (د مارچ د ۱۹مې) غیر رسمي خبرې ښې وې. Читать дальше...
د امريکا ولسمشر جوبايډن او د هغه مرستيالې کاملا هېرس له توکمپالنې سره د مبارزې کولو هوډ څرګند کړی. جو بايډن او کاملا هېرس د مارچ په ۱۹مه د اټلانټا ښار د دلاسا کولو هڅه او توکمپالنې غندنه څو وروځې وروسته له هغې کړې چې يو وسله وال تن د شپږو اسيايې ښځو په ګډون اته کسان د مساج په درېو ځايونو کې ووژل. په جورجيا ايالت کې د امريکايۍ/اسيايۍ ټولنې له مشرانو سره تر خبرو وروسته بايډن په يو لنډه وينا کې وويل، په امريکا کې نفرت او تشدد اکثره له خاموشۍ سره مخ شوی خو د هغه په وینا دا دود بايد چې بدل شي ځکه... Читать дальше...
افغان حکومت او طالبان په ماسکو کې د سولې خبرو په ګړندۍ کولو سلا شوي دي. يو مشر افغان چارواکی وايې حکومت او طالبان پر دې سلا شوي چې د لسيزو جګړې ختمولو په هدف د سولې خبرو د ګړندۍ کولو يوه هڅه وکړي. د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د مارچ پر ۱۹مه، د روسيې ريا خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې له طالبانو سره په غونډه کې دوی په کومو مشخصو مسايلو خبرې نه دي کړي. خو نوموړی وايي چې افغان حکومتي ډلې د سولې پروسې ګړندۍ کولو لپاره چمتووالی وښود او طالبان هم په دې نظر وو چې دا خبرې باید چټکې شي. Читать дальше...