د خیبر پښتونخوا ټانک جنډوله سیمې اوسېدونکو د ډېره اسماعیل خان چاوڼۍ ته مخامخ جي پي او چوک باندې احتجاجي کېمپ لګولی او په ۲۰۰۹ز کال کې د راه نجات په نوم پوځي عملياتو پر مهال د خپلو ړنګو شويو کورونو او دوکانونو معاوضه غواړي. حکومت وايي چې جنډوله کې يې ړنګ شوي ۵۰ سلنه دوکانونه جوړ کړي او د پاتې ۵۰ سلنې د تعميرولو پرېکړه يې کړې ده. نور تفصيل په ويډيويي راپور کې.
د پاکستان کرکټ بورډ وياند حماد حميد وايي چې د پي اېس اېل پاتې سيالي به د ۲۶مې څخه تر ۱۶ جون په منځ کې پیل شي.
ډاکټر نامورا د ۲۰۱۹ز کال د ډیسمبر پر څلورمه نېټه د خپلو څلورو ساتوونکو او یو موټر چلوونکي سره یو ځای په جلال اباد ښار کې د ناپېژاندو وسله والو له لورې ووژل شو.
د ګلالۍ مور نسیمې بي بي د مارچ پر ۱۲مه مشال ریډیو ته وویل، نه یوازې د هغې لور ګلالۍ بلکې پخپله هغه او یوه بله لور یې هم دغو کسانو (شازیې او اصف) دوکه کړي ول:
د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وايي، د سېنېټ د مشر او مرستیال د ټاکلو پر مهال ورسره درغلي شوې او پر ضد به یې هغوی د مارچ پر ۱۳مه عدالت ته ځي.
د پښتونخوا زده کوونکو سازمان له لوري په بلوچستان کې له تېري یوې اوونۍ څخه د کتابونو ننداتون او د کتاب ارزښت په اړه په غونډې روانې دي. دوی غواړي چې زده کوونکي او د کتاب مینه والو ته په ارزانه بیه کتابونه ورسېږي، په راروانو وختونو کې به په بېلا بېلو تعلیمي ادارو کې دستورې او د کتابونو ننداتونونه جوړوي. نور حال د صمد شبنم په وېډیویي راپور کې وګوری.