په خیبر پښتونخوا کې په روان مارچ مياشت کې په يوه اوونۍ کې دوه کسان له پوليسو سره په تړلو پېښو کې مړه شوي دي. د پولیس ځواک مشرانو ویلي دي چې په يادو پېښو کې یې د تورن پوليس چارواکو خلاف پلټنې پېل کړي دي. خو مدني فعالان وايي چې د داقسمه پلټنو اعلانول يوازې ولس دهوکه کول دي او د کراچۍ د ملير پخواني پوليس افسر راو انوار په ګډون ډېری پوليس چارواکي چې د بې ګناه ولسي وګړو په وژنه تورن دي تر دې دمه پکې هېچا ته سخته سزا نه ده ورکړل شوې. د مارچ په اوومه د بنو مبشر وزیر چې زده کونکی و په مبينه توګه د پېښور... Читать дальше...
فريدې ترين د مارچ پر ۱۹مه مشال راډيو ته د خپلې وظيفې په وار وار بدلېدو خبره تاييد کړه.
بایډن ویلي دا به د امریکا لپاره "سخته" وي چې له ټاکلي نېټې سره سم له افغانستانه خپل ټول عسکر وباسي.
مولانا فضل الرحمان د پاکستان مسلم لیګ ن له رهبر نواز شریف سره د ټیلیفوني خبرو له لارې پر دې سلا شوي چې د پيپلز ګوند نه بغیر به هم دوی د پي ډي اېم تحریک جاري ساتي.
دا غوښتنه ترهغه شپږ اوونۍ وړاندې کېږي چې له ژمنې سره سم به ټول امریکایي ځواکونه نژدې شل کاله پس له افغانستانه وځي.
د بلوچستان د ګډاني ساحل پر غاړه د موټر سایکلونو او جیبونو د ځغاستې مقابلې وشوې چې پکې د سړو تر څنګ ښځو هم ګډون وکړو. په مسابقو کې برخه اخېستونکي وايي، له دې سره سیاحت وده مومي او خلک دغو سیمو ته د سیل او تماشې لپاره ورځي. نور حال د نیاز علي خان په وېډیويي راپور کې.