د تېرو کلونو په څېر به د مارچ پر اتمه نېټه د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې د ښځو نړېوالې ورځې په مناسبت غونډې او دستورې جوړېږي.
د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون د شمېرو له مخې، په نړۍ کې تر ۱۱۶ میلیونه او ۵ لاکه زیات کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
په اسلام اباد کې د عصري ژبو ملي پوهنتون (نیشنل یونیورسټي اف ماډرن لینګوېجېز یا نمل) زده کوونکو د خپل یوه ملګري وژنې ضد مظاهره کړې. د مارچ پر څلورمه په پوهنتون کې د زده کوونکو د دوو ډلو ترمنځ په نښته کې یو زده کوونکی ووژل او پینځه ژوبل شول. وژلی زده کوونکی د کرک اوسېدونکی وو. د مارچ پر شپږمه د خبریالانو مرکز مخې ته په مظاهره کې زده کوونکو په تاوتریخوالي کې د ککړو کسانو ضد د اقدام غوښتنه وکړه. د اسلام اباد انتظامیې او پولیسو د نښتې لامل نه دی ښوولی خو پولیسو په بیان کې ویلي چې د ککړو کسانو د ګرفتارۍ هڅې کوي. Читать дальше...
په کراچۍ کې د پولیسو د ځانګړي امنیت څانګه یو شمېر سرتېري په نوې طریقه روزي. چارواکي وايي، دا پولیس به په ښویېدونکو بوټانو (رولربلېډز) د ښار په ځینو برخو کې ګشت (ګزمه) کوي چې په تنګو کوڅو کې په اسانۍ په جرمونو کې ککړ کسان ونیولای شي. دوی د ښویېدا یا سکېټېنګ پر مهال د ډزو چل هم زده کوي. نور د رویټرز اژانس په ویډيويي رپورټ کې.