د غزني د روغتیا سیمه ییز چارواکي وايي، په دې ولایت کې بیا د کرونا مثبتې پېښې زیاتې شوي. د عامې روغتیا رییس ډاکټر ظاهرشاه نېکمل ازادي راډیو ته وویل، تېر اختر کې د خلکو بې احتیاطي او د روغتیا ادارې لارښوونو ته نه پاملرنې هغه څه دي چې د غزني مرکز ترڅنګ په ولسوالیو کې یې د یادې ناروغۍ ګراف لوړ کړی دی چې له امله یې ځینې کسان مړه شوي هم دي. ښاغلي نېکمل زیاته کړه: "د کرونا وبا درېیمه څپه په ټول افغانستان په ځانګړي توګه په غزني کې هم په تیزۍ سره مخ پر وړاندې روانه ده، همدا اوس زموږ دا وروستۍ پایلې چې... Читать дальше...
په تېرو شااوخوا ۴۰ ساعتونو کې په جلال اباد ښار کې درې تنه د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوي او دوه تنه ټپیان شوي دي. نن هم د جلال اباد په کهنه فروشۍ سیمه کې په ډزو یو تن ووژل شول او دوه لارویان ټپیان شول. د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي په دې اړه زیات جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې وژل شوی کس امنیتي او ټپیان شوي کسان ملکیان دي چې عاملان یې تښتېدلي خو د نیولو هڅې یې روانې دي. همداشان تېره او وړمه ورځ هم د جلال اباد ښار په دوو جلا پېښو کې دوه تنه چې یو یې انجینر و، د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوي دي. Читать дальше...
په بلخ ولایت کې ۲۰۹ شاهین قول اردو په هوايي حملو کې د ۱۵ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ. د دې قول اردو ویاند حنیف رضايي، نن شنبه (د زمري ۹مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه حملې نن په چمتال ولسوالۍ کې شوي دي: "پنځلس تروریست طالبان وژل شوي، ۱۱ عرادې موټرسایکلونه او اووه بېلابېل ډوله وسلې او قرارګاه یې کاملاً له منځه وړل شوي دي." وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي. راپورونه وايي، د چمتال په ګډون د بلخ ولایت اته ولسوالۍ دا مهال د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.
د نورستان والي وايي، په وروستیو سېلابونو کې د مړو شمېر ۱۱۳ ته زیات شوی دی. حافظ عبدالقیوم نن ازادي راډیو ته وویل، دغو سېلابونو په کامدېش ولسوالۍ کې د سر او مال درانه زیانونه اړولي: "اخري ګزارش کې ۱۱۳ کسان شهیدان شوي،۱۷ ټپیان دي،۱۷۳ کورونه مکمل ویجاړ شوي،۱۲ کیلو متره سرک هم بشپړ تخریب شوی دی،۱۱۰۰ جریبه ځمکه ۱۷ ژرندې ویجاړې شوي دي." د نورستان والي وایي، په سېلابونو کې د برښنا د تولید فابرېکې او نورې ټولګټې پروژې هم ویجاړې شوي دي. تر دې مخکې په سېلابونو کې د مړینو شمېر ضد و نقیض ښوول شوی و.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايي، سيلابونو د کامدېش ولسوالۍ په مېردېش کلي کې لږ تر لږه ۱۷۳ کورونه په اوبو لاهو کړي چې له امله یې ۱۱۳ تنه مړه شوي دي.
د طالبانو له لوري د افغانستان د شپږو ګمرکونو په نیول کېدو سره په ملي عواید کې کم والی راغلی دی. د دغه هېواد د مالیې وزارت وياند رفيع تابع نن شنبه (د زمري ۹مه) ازادي راډيو ته وويل، د ماليې وزارت نه لاس رسی دې ګمرکونو ته د دې لامل شوی چې د چنګاښ مياشتې عواید د جوزا مياشتې پرتله ۲،۷ ميليارده افغانۍ راکم شي. ښاغلي تابع زیاته کړه: "روانو حالاتو د هېواد په عوايدو زيات منفي اغېز کړی، ماليې وزارت په جواز مياشت کې ۷،۳ ميليارده افغانۍ عوايد ترلاسه کړي وو، خو سرطان مياشت کې شااوخوا ۴،۶ عوايد تر لاسه شوي... Читать дальше...
افغانستان د ۲۰۲۰ کال د توکیو د المپيکي سیالیو په درشل خپله ورستۍ لوبه ترسره کړه. له افغانستانه دغه سیالیو ته ۵ لوبغاړي ورغلي وو. فهیم انوري د لامبو وهلو برخه کې، فرزاد منصوري په تکواندو، شاهمحمود نورزی او کیمیا یوسفي په منډه کې او مهدي یاوري د نښې ویشتلو په برخه کې ولوبېدل. د افغانستان د ملي المپیک کمېټې سکرټر جنرال یونس پوپلزي له توکیو څخه ازادي راډیو ته وویل، هر لوبغاړي په خپله برخه کې پوره وړتیا وښوده: "په المپیکي سیالیو کې د افغانستان ګډون په رښتیا عالي و، خو موږ ونه شو کړای چې مډال... Читать дальше...
نورجلال د پُل تخنیک پوهنتون د ساختماني څانګې د لومړي ټولګي محصل وايي، دوه ورځې مخکې یې د جانسن اېنډ جانسن د کرونا واکسین وکړ، خو له روغتیايي ستونزو سره یې مخ کړ. ده ازادي راډیو ته وویل، دغه واکسین دوی ته په جبري توګه کېږي: "ما دوه ورځې مخکې واکسین وکړ، کله چې کور ته راغلم لومړی مې پښې درنې شوې او زړه مې خوييدو، نیمه شپه کې ضعف شوم، بخار راته پیدا شو. زما په نظر هغه کسان چې واکسین لګوي مسلکي نه دي، د واکسین کولو پر مهال ان زموږ نه وینې تللې." خو تر اوسه هېڅ روغتیايي مرجع نه ده منلې چې د نورجلال... Читать дальше...
دا اوونۍ مو په سروې خپرونه کې له پېښوره انیله ناز مېلمنه ده. نوموې د پېښور ډي اېس پي یا ډپټي سپرنټنډنټ اف پولیس ده. انیله په خېبر پښتونخوا کې د ټرافیکي پولیسو لومړۍ ښځېنه افسره ده. له انیله ناز سره ملیحې امیرزاده خبرې کړې دي. خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.
ویډیويي نوې ټکنالوژي د المپیک په سیالیو کې لوبغاړو ته دا امکان چمتو کوي، چې خپل بریالیتوب، ماته او ناراحتي په همغه شیبه کې له دوستانو، کورنۍ او خپلوان سره شریک کړي. د المپیک د ۲۰۲۰ کال سیالۍ په توکیو او د جاپان په نورو ښارونو کې د کرونا ویروس د چټک خپرېدو د مخنیوي له امله په لومړي ځل د لوبغاړو له خپلوانو او کورنیو د غړیو له ګډون پرته پیل شوې دي. دغه نوې ټکنالوژي د دې لامل شوې چې د لوبغاړو دوستان او کورنۍ وتوانېږي، په مجازي نړۍ کې له نېږدې وګوري او د لېري والي تر څنګ خپل احساسات، په ژوندۍ بڼه او ډېر ژر له خلکو سره شریک کړي.
افغان لامبو وهونکي فهیم انوري د توکیو د المپیک په روانو سیالیو کې نوی ریکارډ جوړ کړ. د افغانستان د ملي المپيک کمېټې د مطبوعاتي غړي مجیب قاري زاده نن شنبه (د زمري په ۹مه) ازادي راډيو ته وویل چې انوري د ازادې لامبو په سبک کې ۵۰ متره واټن په ۲۷ ثانیو او د یوې ثانیې په ۶۷ برخه کې وواهه او په مقدماتي سیالیو کې یې په خپل ګروپ کې پنځم مقام ترلاسه کړ، خو بل پړاو ته یې لاره ونه موندله. نوموړی زیاتوي چې له دې وړاندې د فهیم انوري پخوانی ریکارډ څه باندې ۲۷ ثانیې و چې پرمختګ یې ښيي. د ښاغلي قاري زاده په... Читать дальше...
د افغانستان تېز منډه جوړونکي شاه محمود نورزي د المپیک په لوبو کې له اتو هېوادونو مخکې شو. د افغانستان د ملي المپيک کمېټه په خپل رسمي فیسبوک پاڼه کې لیکلي ښاغلي نورزي ۱۰۰متره واټن منډه په ۱۱ ثانیو او د یوې ثانیې، څلورمه برخه کې ووهله او د اتلتیک سیالیو د ۱۰۰مترو په واټن سیالیو په لومړي پړاو کې په خپل ګروپ کې د ۹منډو وهونکو په منځ کې اووم ځای خپل کړ. د دغې کمېټې د معلوماتو له مخې، دغه افغان منډه جوړونکي له سیالیو وروسته ، د ۲۷ هېوادونو ترمنځ په دې سیالیو کې ۱۹ مقام ترلاسه کړ. دا په داسې... Читать дальше...
پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې يوې ویډیو کې ښودل کېږي چې وسله والو طالبانو نظر محمد چې په "خاشه ځوان" مشهور و، په يو موټر کې کېنولی، لاسونه یې شا ته ورتړلي او یو وسله وال یې پر مخ په څپېړو وهي او ښکنځل ورته کوي.
د تخار ولایت امنیه قومانداني وايي، د مرکز تالقان اړوند شااوخوا ۲۰ کلي له وسله والو طالبانو تصفیه شوي او حملې یې په شا تمبول شوي دي. د امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر وویل، د امنیتي ځواکونو په پرونیو عملیاتو کې چې ولسي پاڅونوالو یې هم مرسته کوله، د تالقان شااوخوا ۲۰ کلي له وسله والو تصفیه شوي دي. ښاغلی اسیر وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه هم د تالقان پر ځینو حوزو او سیمو حملې پلان کړې وې چې شنډې کړای شوي دي، خو وسله والو طالبانو دا موضوع رد کړې ده. په وسله والو نښتو کې د یوه پاڅونوال د... Читать дальше...
د جرمني په فرانکفورت ښار کې پرون ناوخته په لسګونو افغانانو د پاکستان د قونسلګرۍ مخې ته لاریون وکړ. د لاریون یوه تنظیموونکي خالد یوسفي، د دې حرکت د موخې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "لومړۍ موخه مو دا وه چې د افغانستان له ملي اردو او جمهوري نظامه خپل ملاتړ څرګند کړو. دویمه موخه مو دا وه چې د پاکستان لاسوهنه او دوه مخیتوب وغندو او خلکو ته یې ښکاره کړو." پاکستان تردې مخکې د طالبانو د ملاتړ تورونه رد کړي او ویلي یې دي، د افغانستان جګړې اسلام اباد هم اغېزمن کړی دی. بل خوا ټاکل شوې سبا یکشنبه (د زمري... Читать дальше...
په چین کې کرونا ویروس یو وار بیا دومره زیات خپور شوی چې په وروستیو میاشتو کې یې ساری نه و لیدل شوی. لومړۍ پېښې په نانجینګ ښار کې ثبت شوې چې وروسته د پلازمېنې پیکنګ په ګډون ګڼو نورو سیمو ته خپور شو. نن شنبه (د زمري په ۹مه) په ملي سطحه د کرونا ویروس د څه باندې ۲۰۰ پېښو ثبتېدل په نانجینګ کې د ویروس له خپرېدو سره تړاو لري. د کرونا ویروس ډېلټا بڼه چې په چټکۍ په خلکو کې خپرېږي په جغرافیوي لحاظ اوس په چین کې په چټکۍ په خپرېدو دی. د ویروس ډېلټا بڼه د چین د کرونا ویروس د سټراتیژۍ لپاره یوه ازموینه ګڼل کېږي. Читать дальше...
له څو میاشتو ځنډ وروسته پر لویو ښارونو د طالبانو حملو شدت موندلی، خو د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، له تېرې ورځې راهیسې یې پر هرات، کندهار، لښګرګاه او تالقان ښارونو د طالبانو حملې په شا تمبولې دي. د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د خلکو له بسیج شوېو ځواکونو په ملاتړ په هرات، کندهار، هلمند او تخار ولایتونو په ځانګړي توګه د دغو ښارونو په نږدې سیمو کې طالبان له ماتې سره مخ کړي، فعلاً زموږ ځواکونو په دې څلورو... Читать дальше...
د افغانستان په ختیځ کې د غرني نورستان کامدېش ولسوالۍ کې سېلابونو نه یوازې دا چې لسګونه کورونه په اوبو لاهو کړي، بلکې ځاني زیان یې هم لوړ دی. د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايي، سېلابونو د کامدېش ولسوالۍ په مېردېش کلي کې لږ تر لږه۱۷۳ کورونه په اوبو لاهو کړي چې له امله یې ۱۱۳ تنه مړه شوي دي. د ښاغلي عبدالقیوم په خبره، د ځاني زیان ترڅنګ، سېلابونو پراخ مالي زیان هم اړولی دی. د نورستان والي زیاته کړه: "۱۲ کیلومټره سړک په بشپړ ډول اوبو لاندې کړی، ۱۱سوه جریبه ځمکه یې تخریب کړې، د اوبو لس ژرندې... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، روان کال په لوګر ولایت کې د هندواڼو حاصلات لس سلنه زیات شوي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډيو ته وویل چې روان کال دغه ولایت کې په ۳۵۷ هکتاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوي چې ۱۵ زره ۶۱۸ مټریک ټنه هندواڼې حاصل یې ورکړی. د نوموړي په وینا د لوګر هندواڼې د کابل په ګډون د ګاونډیو ولایتونو په بازارونو کې ښه پلور لري چې د یو من هندواڼو بیه تر ۱۷۰ افغانیو پورې رسېږي. ښاغلي رستمي ونه ویل چې تېر کال په یاد ولایت کې د هندواڼو... Читать дальше...
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د چین په نندارتونونو کې افغاني صنعتي توکو ښه پلور او بازار درلود. د دغه وزارت ویاند فواد احمدي د دغو ننداتونونو په اړه نن شنبه (د زمري په ۹مه) ازادي راډيو ته وویل، یو د لانژو نړیوال سوداګریز نندارتون و چې د دغه هېواد په ګانسو ولایت کې د جولای په اتمه جوړ شوی و او څلور ورځې یې دوام وکړ. د نوموړي په وینا بل نندارتون د ورېښمو لار سیاحتي نندارتون و چې په شانشي ولایت کې د جولای په ۱۶مه جوړ شوی و چې دوه ورځې یې دوام وکړ. د ښاغلي احمدي په وینا دغو نندارتونونو... Читать дальше...
د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د 'دهراود غږ' راډيو په نوم د یوې خصوصي او سیمه ییزي راډيو غږ د تل لپاره غلی شو. د یادې راډیو مسوول محمد عمر وزیري ازادي راډيو ته وویل، د یادې راډيو خپرونې د روان کال د پیل راهیسې په سیمه کې د جګړو له امله دریدلې وې. نوموړی وايي، کله چې دا ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاسونو ته ولوېده، هڅه یې وکړه څو راډيو فعاله کړي خو په ټکو یې طالبانو يې مخه ونیوله او خپلې راډيو ته یې د ورتګ اجازه ور نه کړه. وزیري زیاته کړه: "طالبانو نه موږ ته اجازه راکوله، څو راډیو ته ورشو... Читать дальше...
د ترکيې چارواکي وايي، په دې وروستيو کې د ايران له لارې د کډوالو داخليدل زيات شوي دي. په دې کې د افغان کډوالو شمېر د اندښنې وړ بلل شوي. ترکيې په لوېديځ صوبې وان کې د ۴۰ میله اوږده دېوال د جوړولو کار پیل کړی دی. ويډيو: رويټرز خبري اژانس
د عراق پوځ په یوه اعلامیه کې وویل، د دغه هېواد په شمال کې د جنازې پر مراسمو په برید کې ځینې کسان وژل شوي دي. د عراق یوه امنیتي مسوول ویلي، د پولیسو او ملکیانو په ګډون اته کسان هغه وخت ووژل شول چې افراطي وسله والو د خلکو پر یوه ډله ډزې وکړې. دغه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ویلي چې دا برید داعش ډلې کړی دی. دوې اوونۍ مخکې د عراق په پلازمېنه بغداد کې پر یوه بازار په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او تر ۵۰ زیات نور ټپیان شوي وو. بله حمله په جنورۍ میاشت کې شوې وه چې ۳۲ تنه یې وژلي او ۱۱۰ تنه نور ټپیان کړي وو. Читать дальше...
د کابل- جلال اباد پر لویه لاره د موټرو د ټکر په دوو جلا پېښو کې ۲۰ تنه مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي. د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي نن شنبه (د زمري ۹مه) رسنیو ته وویل چې دغه ټکرونه په قرغیو ولسوالۍ کې شوي: "تېره شپه ناوخته د کابل- جلال اباد پر لویه لار د قرغیو ولسوالۍ اړوند په نارنج باغ سیمه کې د یوې سراچې او کاسټر موټرو د ټکر له امله ۸ تنه شهیدان شوي او ۱۰ ټپیان دي. دغه راز نن سهار د قرغیو ولسوالۍ په عزیز خان کڅ سیمه کې د یوې ټوډي او دوو سراچه ډوله موټرو په ټکر کې ۱۲ تنه شهیدان او ۸ کسان... Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره په افغانستان کې د جګړې پې زیاتېدو او د سولې نامعلوم برخلیک او په روانو جګړو کې د ملکي تلفاتو، په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي. د ازادي راډیو خبریال د دغه ورځپاڼو غورچاڼ په یوه راپور کې رانغاړلی دی. هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې په روان تاوتریخوالي او جګړه کې چې د ملکي تلفاتو په اړه وروستي خپاره شوي ارقام ټکان ورکوونکي دي. په سرمقاله کې راغلي، د سولې په چارو کې د دولت وزارت د راپور له مخې، په تېرو څلورو میاشتو کې په دغه هېواد کې له دوه نیم زرو زیات ملکیان وژل شوي. Читать дальше...