په افغانستان کې له یو نا معلومه برخلیک څخه د اندېښنو په حال کې افغان مشهوره سندرغاړې اریانا سعید افغان مېرمنې اقتصادي ځان بسیاینې ته هڅوي. اریانا سعید له افغان مېرمنو وغوښتل چې د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره هڅه وکړي. مېرمن سعید د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۳» د افغاني برنډ جامو د یو سوداګریز مرکز د پرانیستلو پر مهال ازادي راډیو ته وویل، د یوې روښانه راتلونکې په هیلهیې په افغانستان کې پانګونه کړې ده. اغلې سعید زیاتوي: "زما هیله دا وه چې د هنر ترڅنګ په افغانستان کې پانګونه هم وکړم، زما... Читать дальше...
ملګري ملتونه وايي چې د سږ کال له پیله په افغانستان کې تر دوه سوو زرو ډیر خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. دې سازمان مرستیال ویاند سه شنبه ماښام وویل چې په افغانستان کې د کورني بې ځایه شویو شمیر اوس مهال شاوخوا درې نیم ملیون کسانو ته رسیدلی. ملګرو ملتونو دا هم ویلي چې که وضعیت همداسې دوام وکړي نو افغانستان به له یو بشري ناورین سره مخ شي. په تیرو دوه میاشتو کې په افغانستان کې جګړو زرګونه تنه د خپلو اصلي مېنو پریښودو ته اړ کړي دي.
د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاند وایي، هر څوک چې په وینا یې له دښمن سره همکاري کوي هغوی ته به سخته سزا ورکړل شي. اجمل عمر شینواري د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۳» کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له دې امر څخه هېڅوک مستثنی نهدي او له دښمن سره هر ډول مرسته کوونکي به د افغانستان د قوانینو له مخې محاکمه شي. ښاغلی شینواری زیاتوي: "هر څوک چې په جنګي شرایطو کې له دښمن سره مرسته کوی، ملي خیانت کوي او باید د ملي خیانت په جرم محاکمه شي. دا د محکمې صلاحیت دی چې دا ډول کسانو ته څه ډول... Читать дальше...
له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو له بهیر پیلېدو سره سم، په هغه هېواد کې جګړو زور اخیستی دی. طالبانو یو شمېر ولسوالۍ نیولي چې پکې ځینې ورڅخه افغان ملي اردو بېرته اخیستې دي. خو له دې سره سره په رسنیو کې تبلیغاتي جګړه هم روانه ده. د مشال تر رڼا لاندې کې له کارپوهانو سره د تبليغاتي جګړې مختلف اړخونه څېړل شوي دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
بریتانیا وايي، که طالبان په افغانستان کې د واک شریکان شي، دا هېواد چمتو دی چې د افغان دولت د رهبرۍ په کچه له دې ډلې سره کار کولو ته دوام ورکړي. د بریتانیا دفاع وزیر بن والاس د سې شنبې په ورځ له ډېلي ټلګراف سره په یوه مرکه کې وویل، که په افغانستان کې هر دولت په واک کې وي، نو یوازې په دې شرط به ورسره همکاري وکړي چې نړیوالو ارزښتونو ته ژمن وي. بن والاس خبرداری ورکوي چې انګلستان به هر ډول اړیکه "چې د بشري حقونو سره په ټکر کې وي"، وڅېړي. هغه وویل: "د سولې لپاره تاسو باید ملګری اوسئ، که نه نو تاسو... Читать дальше...
ملګرو ملتونو په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د جدي سرغړونو او د جګړو په سیمو کې پر خلکو د تېریو د ادعاوو په اړه د یو شمېر راپورونو په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر، یوناما نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په پراخه کچه د وژنو، ناسم چلند او تبعیض په اړه ځوروونکو راپورونو وېره او ناامني رامنځته کړې او د دغه ډول کړنو له ترسره کوونکو سره باید حساب وشي. ملګري ملتونه ټینګار کوي چې ښکېلې غاړې مسؤلې دي چې د افغانانو وقار او بشري حقونو ته درناوی... Читать дальше...
چین له پاکستانه غوښتي چې د هغه بس چادونې عاملانو ته سخته سزا ورکړي چې د پاکستان په شمال کې د چین پولې ته نږدې د اوبو د برېښنا د یوې پروژې یو شمېر چینایي انجنیران او کارګران پهکې ووژل شول. په خېبر پښتونخوا ایالت کې د داسو پروژې تطبیق د چین د «یوه کمربند، یوې لارې» د سترې پروژې یوه برخه ده. د پاسني کوهستان ولسوالۍ د پولیسو یوه افسر ازادي راډیو ته وویل چې دغه چادونه پر هغه بس شوې چې چینایي کارګرانیې داسو بند ته لېږدول. تر اوسه نهده څرګنده دا په لاره کې خښ شوی بم و چې پر دې بس چاودلی او که... Читать дальше...
د ننګرهار په یو شمېر رسنیو کې د ګوتو په شمېر پاتې ښځینه ژورنالېستانې چې په شکل د اشکالو له رسنیو سره کار کولو ته دوام ورکوي، وایي چې له امنیتي ننګونو خوندي نهدي. په ننګرهار کې د خبریالانو د خوندیتوب یو شمېر ټولنې هم چې د خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځينه ژورنالېستانو پر وړاندې ګواښونو اندېښمنې کړي، له ټولو اړخونو غواړي چې د ژورنالېستانو خوندیتوب ته پاملرنه ډېره کړي. د دغو ټولنو د معلوماتو له مخې، د ننګرهار په رسنیز ډګر کې شااوخوا ۲۰ ښځينه ژورنالېستانو کار کاوه چې دمګړۍ یې ټولې په کور ناستې دي. Читать дальше...
د چين بهرنيو چارو وزارت وايي، پاکستان ته یې ويلي چې د دوی د وګړو او پروژو خوندېتوب په موثر ډول ترسره کړي. دا تر هغې وروسته ده چې د جولای پر ۱۴مه په بر کوهستان کې په یوه بس کې چاودنې لږ تر لږه ۹ چينايان او ۳ پاکستاني وګړي ووژل. دوی د داسو ډیم د برېښنا جوړونې پر پروژې کار کاوه. پاکستاني چارواکو ويلي چې د چينايي وګړو حفاظت ته یې پام دی او د پېښې پلټنې کوي. په دې اړه د رويټرز خبري اژانس له ويډيو دا راپور جوړ کړی دی.
د شانګهای د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو نن د غونډې په دوهمه ورځ په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه وکړه. د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې دوی د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د ثبات لپاره دې خپل دریځ پیاوړی کړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د دې غونډې چې د تاجکستان پلازمېنه دوشنبهیې کوربنه ده، یو ګډونوال دی. افغانستان، ایران، بلاروس او منګولیا د دې سازمان څارونکي غړي دي. چین، هند، روسیه، تاجکستان، پاکستان، قرغزستان، ازبکستان او قزاقستان د دې سازمان دایمي غړي دي. Читать дальше...
د بریتانیا دفاع وزیر بین والس وایي، بریتانیا به له طالبانو سره کار وکړي که دا ډله په افغانستان کې په قدرت کې شریکه شي او د بشري حقونو درناوی وکړي. والس دا خبره بریتانوۍ ډيلي ټیلګراف ورځپاڼې ته کړې او ویلي یې دي، له دې پرته چې راتلونکی حکومت به څه بڼه ولري، که هغه د مهمو نړیوالو نورمونو رعایت وکړي، د بریتانیا حکومت به ورسره کار وکړي. والس دغه راز ویلي چې د سولې ټولې پروسې بالاخره دا اړتیا په ډاګه کوي چې له دښمن سره روغه وشي. په عین حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان له دولت... Читать дальше...
په هرات کې د سلما بند د امنیتي چارو یو مسول وایي، له تېرې ورځې راهیسې وسله والو طالبانو پر دې بند د هاوان ۳۵ مرمۍ ویشتي دي. دغه چارواکي چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم یې واخېستل شي، ازادي راډیو ویلي چې که طالبان دغو بریدونو ته دوام ورکړي، د سلما بند د تاسیساتو د وراني خطر زیات دی. د سلما بند چې د هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې پروت دی، له څلورو خواوو وسله والو طالبانو محاصره کړی. په وروستیو ورځو کې د دې بند شااوخوا له لسو زیاتې امنیتي پوستې طالبانو نیولي دي. دغه امنیتي چارواکي... Читать дальше...
ټاکل شوې چې له یو شمېر افغان چارواکو او مطرحو سیاسي شخصیتونو جوړ یو پلاوی طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته سفر وکړي. په افغان حکومت کې دننه ځینو باخبرو سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې ټاکل شوې دا پلاوی د جمعې په ورځ دوحې ته ولاړ وشي. سرچینو د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه ښودلو په شرط زیاته کړه چې د دې سفر هدف په لوړه کچه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو بېرته پیل او چټکتیا ده. سرچینه زیاتوي، دغه پلاوي کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، مخکینی... Читать дальше...
فغان حکومت د شکور د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي. البته د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکو په بیا بیا ویلي دي چې د افغانستان په جګړه کې د هېڅ ډلې پلوي نه کوي او خپله خاوره د افغانستان ضد کارېدو ته نه پرېږدي.
د پاکستان په شمال کې چین پولې ته نژدې د اوبو د برښنا د یوې پروژې د چینایي انجینرانو او کارګرانو د سپرلۍ پر یوه بس چاودنه شوې او څو تنه په کې وژل شوي دي. په خېبر پښتونخوا ایالت کې د 'داسو پروژې' تطبیق د چین د یوه کمربند یوې لارې د سترې پروژې یوه برخه ده. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په دې پېښه کې د شپږو چینایانو او دوو پاکستاني پوځیانو په ګډون لږ تر لږه لس تنه وژل شوي دي. په سیمه کې یوه پاکستاني جګپوړي چارواکي د خپل نوم نه افشاکېدو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دغه بس له ۳۰ زیات... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت وايي، روان کال د بادرنګو په تولیدات کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او ښه بازار هم لري. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل، د روان کال تردې دمه چې لاهم د حاصل وخت یې دی د ټول هیواد په کچه یو لک او اتیا زره مټریک ټنه بادرنګ تولید شوي دي. د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې تېر کال افغانستان د څه باندې شپږ نیم میلیونه ډالرو په ارزښت، نږدې ۵۱ میلیونه ټنه بادرنګ پاکستان، تاجکستان او عربي متحده اماراتو ته صادر کړي وو او د سږ کال د صادراتو کچه لا تر اوسه نه ده معلومه. Читать дальше...
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د تېرکال د لومړۍ ربع پرتله روان کال په همدې موده کې له افغانستانه چین ته په صارداتو کې ۶۴ سلنه زیاتوالی راغلی. د دغه وزارت ویاند فواد احمدي ازادي راډيو ته وویل، له افغانستانه چین ته وچه مېوه، قمیتي او نیمه قیمتي ډبرې، چلغوزي، طبي بوتي، لاسي صنایع او نور تولیدي توکي صادرېږي. ښاغلی احمدزي زیاتوي، د افغان حکومت په ځانګړي توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت هڅه او پالیسي دا ده چې بهر ته خپل صادرات زیات کړي. دا یوازې چین نه دی چې روان کال ورته له افغانستانه صادارت... Читать дальше...
د نړۍ ځینو هېوادونو کې په هغو کسانو کې چې نه دي واکسین شوي د کرونا ویروس د هندۍ بڼې یا ډیلټا د سرایت راپورونه ورکړل شوي. د کولمبیا، اندونیزیا، بریتانیا، اسپانیا او امریکا روغتیايي چارواکو پرون د ورځې له ۳۰ زرو زیات نوي مواردو تایید کړل. د دې هېوادونو چارواکي له خلکو په ټینګار سره غوښتي دي چې ځانونه واکسین کړي او وايي چې د کرونا د ډېلټا بڼې ډېری نوي موارد په هغو سیمو کې لیدل شوي چې د واکسیناسیون کچه په کې ټیټه ده. په امریکا کې په تېرو درېیو اونیو کې د کرونا د مثبتو مواردو شمېر دوه چنده زیات... Читать дальше...
په کیوبا کې چارواکو د روانې اوونۍ په پیل کې د حکومت پر ضد د اعتراضونو پر مهال د یوه کس مړینه تایید کړې ده. د کیوبا د کورنیو چارو وزارت پرون سې شنبې (د چنګاښ ۲۲مه) په یوه بیان کې وویل چې د دوشنبې په ورځ پلازمېنې هاوانا ته په یوه نژدې ناحیه کې د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ په اخ و ډب کې یو تن وژل شوی دی. په بیان کې د وژل شوي ۳۶ کلن سړي نوم دیوبیس لاورینسیو تیجیدا ښودل شوی. په بیان کې همدا راز د نامعلوم شمېر معترضانو د نیولو یادونه هم شوې ده. ولسمشر میګویل دیاز کانیل ویلي چې په روانو مظاهرو کې د امریکا لاس دی. Читать дальше...
د کاپیسا ولایت پولیس وايي، نامعلومو کسانو د دې ولایت یو دیني عالم په ډزو وژلی دی. د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش ازادي راډیو ته وویل چې د امام اعظم د دارالعلوم او مدرسې استاد او د کاپیسا د کوهستان د دوهمې حصې د ولسوالۍ د ظفرخېلو کلي امام قاري جان اغا نن چهارشنبه (د چنګاښ ۲۳مه) سهار وختي جومات ته روان و چې پر لاره، وسله والو کسانو برید پرې وکړ او ویې واژه. د دې برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو د کندهار پر سپین بولدک بندر د طالبانو برید په شا وتمباوه. د دې وزارت ویاند طارق ارین فرانس پرېس اژانس ته ویلي چې وسله والو طالبانو بندر ته نژدې سیمه کې یو څه تحرکات درلودل، خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله. د کورنیو چارو وزارت پر دې بندر د طالبانو د برید د په شا تمبولو خبره وروسته له هغې کوي چې طالبانو نن سهار وختي ادعا وکړه چې سپین بولدک بندر یې تر کنټرول لاندې راوستی. د سپین بولدک او چمن ترمنځ لاره یوه د سوداګرۍ مهمه لاره ده چې د چارواکو... Читать дальше...
د وسله والو طالبانو له لوري له پرله پسې څلورو کالو بندېدو وروسته د غزني ـ پکتیکا ترمنځ لاره خلاصه شوه. د پکتیکا او غزني یو شمېر اوسیدونکي وايي، اوس د خامه لارو پرځای پر پاخه سړک تګ راتګ کوي. دغه سړک څلور کاله وړاندې وسله والو طالبانو له هغه وروسته د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتاړه چې د غزني اندړو ولسوالۍ مرکز میری یې ونیو. خو د سیمې او دواړو ولایتونو ولسي خلکو ته یې په کلیو او خامه لارو د تګ راتګ اجازه ورکړې وه. د غزني اندړو ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالباري حميدي چې پردغه لارې له خلاصون وروسته... Читать дальше...
د قبایلي ضلعې خیبر سبیل خان په ژورنالېزم (صحافت) کې ماسټري کړې. دی وايي، خبریالي یې خوښه ده خو پر تعلیم سربېره یې دنده ترلاسه نه کړای شوه. نوموړی اوس په پېښور کې رکشه چلوي خو وايي، کله چې وخت پیدا کړي نو پر ټولنیزو رسنیو د خلکو پر مسلو خبرونه هم خپروي. ویډیويي رپورټ.
په کندز ولایت کې له یوې میاشتې راهیسې د ښار په نږدې څنډو کې سختې جګړې روانې دي چې له امله یې زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو کډوالۍ ته اړې شوي دي. د کندز ښار اړوند د ناصریو سیمې اوسېدونکې ۴۰ کلنه نسیمه وايي، روانې جګړې ور څخه خاوند اخیستی چې په وینا یې له ۶ ماشومانو سره له نامعلوم برخلیک سره مخ ده: "نارینه مو نشته، جګړې پر موږ رڼا ورځ توره شپه کړه، د خدای هېلې ته پراته یو." دغه مېرمن د جګړو شدت له کبله له خپلې اصلي مېنې د کندز ښار ته را کډه شوې او دا مهال د دورې سر ښارګوټي کې د څلورو دیوالونو ترمنځ اوسېږي چې نه خونې لري او نه هم اوبه... Читать дальше...