د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ويلي چې طالبان د ترکيې له لورې د کابل هوايي ډګر مدیریت په تړاو انديښنه لري خو انقره به له دې ډلې سره خبرې وکړي او طالبان ''بايد له ترکيې سره په راحتۍ مذاکره'' وکړي. اردوغان دا خبرې د جولای پر ۲۰مه شمالي قبرس ته د سفر پر مهال وکړې. د ترکيې ولسمشر همداراز وويل که چيرې امریکا ترې مالي، لوژیستیکي او سياسي ملاتړ وکړي هيواد به يې د کابل هوايي ډګر مدیریت په اړه فکر وکړي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ويلي چې طالبان د ترکيې له لورې د کابل هوايي ډګر مدیریت په تړاو انديښنه لري خو انقره به له دې ډلې سره خبرې وکړي او طالبان ''بايد له ترکيې سره په راحتۍ مذاکره'' وکړي. اردغان دا خبرې د سې شنبې په ورځ شمالي قبرس ته د سفر پر مهال وکړې. د ترکيې ولسمشر همداراز وويل که چيرې متحده ايالات ترې مالي، لوژیستیکي او سياسي ملاتړ وکړي هيواد به يې د کابل هوايي ډګر مدیریت په اړه فکر وکړي. له دې وړاندې طالبانو ويلي وو چې د کابل په هوايي ډګر کې د ترکي ځواکونو شتون به د ''اشغال دوام'' په مانا وي.
ګورايا د خپلې خوښې په جلاوطنۍ کې په نیدرلېنډز کې ژوند کوي. هغه پر مذهبي سختدریځو او پاکستاني پوڅ د تنقيد لپاره مشهوره دی.
د کابل اوسیدونکو د چاودنو له غږونو سره لوی اختر پیل کړ. د ښار په لومړۍ او دویمې ناحیې لږ تر لږه درې توغندي داسې مهال ولګیدل چې د جمهور ریس محمد اشرف غني په ګډون لوړپوړو چارواکو د ارګ په جومات کې د اختر لمونځ ادا کوه. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، په پیښه کې هیڅ چاته هم مرګ ژوبله نه ده اوښتې. نور په دې راپور کې وګورئ
د ازادي راډیو اوونیز ژوند په شېبو کې پروګرام په اختر کې د تګ راتګ تاریخچې ته ځانکړی شوی دی، په پیل کې به واورئ چې: خلک له څه وخت راپه دې خوا په اخترونو کې تګ راتګ کوي؟ دا تګ راتګ په اوسنیو حالاتو کې څه ډول دی؟ د ازادي راډیو له لوري دا جوړ شوی پروګرام د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي خبري غونډې ته وویل چې پاکستان دا ټول ثبوتونه له افغان حکومت او اړونده ادارو سره شریکولو ته تیار دی.
د وزیراعظم له دفتره پر ټويټر پاڼه په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې په دې ملاقات کې د افغانستان پر اوسني صورتحال او د سولې د عمل پر ګړندي کولو خبرې شوې دي.
ولسمشر اشرف غني د طالبانو د پنځه زره زندانیانو خوشې کول یوه تېروتنه وبلله او ویې ویل چې د دې تېروتنې ذمه وار بهرنیان او هغه کسان دي چې ویل یې حکومت د سولې اراده نه لري.
زرګونه خوست ښاریان پرته له دې چې د کرونا ویروس د خطرونو پر وړاندې روغتیایي لارښوونې په پام کې ونیسي، د خلکو له ګڼې ګوڼې څخه په ډکو ځایونو کې په عادي توګه د اړتیا وړ توکي پیري.
شیخ صغیر محمد صدیقي په کراچۍ کې د ګاډو د مینځلو او پاکولو مرکز یا سروېس سټېشن لري خو د لوی اختر په ورځو کې د قربانۍ څاروي مینځي. دی وايي، د دې کار موخه یې پیسې ګټل نه بلکې ثواب دی نو ځکه یوازې په ۱۰۰ روپۍ یو څاروی مینځي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
په اسلاماباد کې د افغانستان د سفیر نجیبالله عليخېل د لور د تښتونې او ربړونې په قضیې باندې ګڼو ورځپاڼو مقالې خپرې کړي. واشنګټن پوسټ له دې ډلې د واشنګټن پوسټ لهخوا په خپور شوي مطلب کې راغلي چې افغانستان له پاکستانه ډیپلوماتان وروغوښتل څو یې د پاکستان د برید په تړاو خپل اعتراض کړی وي. په مطلب کې راغلي ۲۶ کلنه سلسله عليخېل د جولای په ۱۶مه د پاکستان له پلازمېنې ماسپښین مهال تښتول شوې وه او سخت ګوزارونه پرې شوي و. واشنګټن پوسټ په دې مطلب کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اقداماتو په اړه... Читать дальше...
افغانستان کې هره ورځ پنځلس زره کسان د کرونا امريکايي واکسين تطبيقوي. د کابل په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې هره ورځ پنځه سوه کسان د جانسن او جانسن په نوم د کرونا ضد واکسين عملي کولو لپاره ورځي. د افغانستان عامې روغتيا وزارت وايي، په افغانستان کې د کرونا ويروس درېيمه څپه مخ په کمېدو ده، خو که عام خلک د اختر په ورځو کې احتياط ونه کړي يو ځل بيا د مثبتو پېښو زياتوالی شونی دی. بشپړ ویډیويي راپور یې دلته وګورئ: