Мы в Telegram
Добавить новость

Беспроводной сканер штрих-кодов Heroje S-H29W

15 граждан Узбекистана депортируют из России за массовую драку

"Два золота, серебро и две бронзы": Молодые борцы из Якутии отлично выступили на первенстве России

Эксперты дали советы по выбору идеального района для семейной жизни в Москве

World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2021

Новости за 26.07.2021

Pa.azadiradio.com 

د تونس د منحل شوي پارلمان مخې ته نښتې وشوې

وروسته له دې چې د تونس ولسمشر قیس سعید د حکومت صدراعظم لیرې او پارلمان‌یې منحل کړ، نن د دې هېواد د پارلمان مخې ته د نښتو راپورونه ورکړل شول.  په همدې حال کې پوځ ته دنده سپارل شوې چې د دولتي ودانیو ساتنه وکړي. ولسمشر سعید، صدراعظم هشام المشیشي نن له دندې ګوښه او پارلمان‌یې د یوې میاشتې لپاره بند کړ، خو د تونس تر ټولو لوی اسلام‌پال سیاسي ګوند النَهضه دې اقدام ته د پوځي کودتا نوم ورکړ. د وروستیو راپورونو له مخې پوځیانو د پارلمان ودانۍ بنده کړې او دولتي ودانۍ یې کلابندې کړې دي او په عین حال کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د المپیک اړوند ۱۵۳ کسان په کرونا ویروس اخته شوي

د توکیو د المپیک تنظیموونکي وايي، د دې لوبو له پیل راهیسې د ۱۹ لوبغاړو په ګډون د المپیک اړوند ۱۵۳ کسان په 'کووېډ-۱۹' اخته شوي دي.  د المپیک نړیوالې کمېټې نن د جولای په ۲۶مه نېټه وویل چې له دې ډلې څخه ۱۶ کسان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې ناروغۍ اخته شوي دي. چارواکو ویلي دي چې په ویروس اخته کسان د توکیو د قرنطین مرکز ته بیول شوي دي. د المپیک د ۲۰۲۰ کال لوبې له یو کال ځنډ وروسته د جولای په ۲۳مه د جاپان په پلازمېنه توکیو کې پیل شوې. دا لوبې سږ کال د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د نندارچیانو له حضور پرته ترسره کېږي.

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت د پاکستان چترال ته د ۴۶ افغان پوځیانو د اوښتو راپورونه رد کړل

د افغانستان حکومت له کونړ څخه د پاکستان چترال سیمې ته د ۴۶ افغان پوځیانو د اوښتو راپورونه رد کړل.  د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواري نن په یوه خبري غونډه کې په دې اړه راپورونه بې‌بنسټه وبلل. دی وايي: "دا رښتیا نه‌ده چې زموږ پوځي پرسونل دې کوم هېواد ته پناه وړې وي، هغه هم پاکستان ته. هغه حساسیت چې د افغانستان خلک، په تېره زموږ پوځیان‌یې د پاکستان پر وړاندې لري ټولو ته ښکاره دی." له دې مخکې د پاکستان پوځ په یوه بیان کې وویل چې د ۵ افسرانو په ګډون ۴۶ افغان پوځیانو ته‌یې پناه ورکړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا مرکزي قوماندانۍ پر طالبانو د هوایي حملو د زیاتوالي خبرداری ورکړ

امریکا د راتلونکې اګسټ میاشتې له ۳۱مې وروسته هم پر طالبانو د هوایي حملو خبرداری ورکړی. د اګسټ ۳۱مه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بشپړې وتنې وروستۍ نېټه ده. ‎د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ مک‌کنزي ویلي چې د هېواد هوایي ځواکونو یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره په دې وروستیو څو ورځو کې د طالبانو څو پوستې هدف ګرځولي او که طالبانو د حملو د زیاتېدو هڅه وکړه، دغه حملې به لا زیاتې کړي. ‎د تېرې اوونۍ په وروستیو کې امریکایي هوايي ځواکونو په کندهار او هلمند کې طالبان... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د بلوچستان خبریالان وايي حکومت دې د خیر ښېګړې فنډ یو ارب روپیو ته لوړ کړي

د کمې تنخا لرونکي خبریالان وايي، حکومت چې د جرنلسټس وېلفېیر فنډ په نامه دې سکیم له مخې د مرستو لپاره څومره پیسې او د دې پیسو ترلاسه کولو کوم معیار ټاکلی دی هغه مناسب نه دی. د دوی په وینا، په ملک کې د اوسنۍ ګرانۍ په مقابل کې دا مرستې ډېرې کمې دي.

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت: له سقوط شویو ولسوالیو له ۳۰ زیاتې بېرته ونیول شوې

افغان حکومت وايي، له سقوط شویو ولسوالیو یې تر دا مهاله له ۳۰ زیاتې بېرته نیولې دي. د افغان وسله‌والو ځواکونو عمومي ویاند اجمل عمر شینواري د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۰۴» په کابل کې رسنیو ته وویل، له هغې ورځې چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د یرغلیزو عملیاتو د پیل امر شوی له طالبانو یې دا ولسوالۍ بېرته نیولې دي. شینواري وویل، سره له دې چې په ۲۵ ولایتونو کې جګړه روانه ده، خو په تېره یوازې یوه اوونۍ کې ۱۵۴ عملیات د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې ترسره شوي چې په پایله کې یې نږدې ۱،۵۰۰ طالبان وژل شوي او شااوخوا ۱،۰۰۰ نور یې ټپان شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ وايي چترال سیمې ته اوښتو ۴۶ افغان پوځیانو ته‌یې پناه ورکړې

د پاکستان پوځ هغو ۴۶ افغان پوځیانو ته پناه ورکړې چې د پاکستان چترال سیمې ته اوښتي وو.  د پاکستان پوځ په یوه بیان کې ویلي، د افغان پوځ ۴۶ سرتېري چې پنځه افسران هم په‌کې دي پرون شپه چترال ته واوښتل. د کونړ د ولایتي شورا غړي شېر زمین خان ازادي راډیو ته وویل، د سرحدي ځواکونو او ملي اردو دا سرتېري د کونړ ولایت له ناړۍ ولسوالۍ څخه د چترال ارندو سیمې ته تښتېدلي دي. د پاکستان پوځ وايي، افغان پوځیانو ته‌یې ډوډۍ، استوګنځای او درمل برابر کړي دي. د پوځ په بیان کې راغلي چې دا سرتېري به د لازمو پړاوونو له بشپړولو وروسته افغانستان ته وسپارل شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مکنزي؛ د افغان ځواکونو ملاتړ په موخه پر طالبانو د امريکا هوايي بريدونه اغيزمن دي.

مکنزي؛ د افغان ځواکونو ملاتړ په موخه پر طالبانو د امريکا هوايي بريدونه اغيزمن دي. په منځني ختيځ کې د امريکا متحده ايالاتو مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال منت مکنزي په کابل وايي، هغه هوايي بريدونه چې اړتيا ده ترسره کوي يې ترڅو له طالبانو سره په روانه جګړه کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

Pa.azadiradio.com 

د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره: د افغانستان ملي امنیت ادارې ۴ خبریالان نیولي

د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره، نی وايي د افغانستان د ملي امنیت ادارې څلور خبریالان چې په کندهار کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو ته د راپور برابرولو په مقصد تللي وو، نیولي دي.  په کندهار کې د نی مسؤل عبدالسمېع غیرتمل ازادي راډیو ته وویل چې دا خبریالان د طالبانو تر ولکې لاندې بولدک ولسوالۍ ته تللي وو چې د راستنېدو پر مهال ملي امنیت ونیول. ښاغلي غیرتمل وویل چې د دې خبریالانو د خوشې کولو لپاره هڅې روانې دي. دی زیاتوي: "د ملي امنیت شورا ته خبر ورکړل شوی او خبرې ورسره روانې دي. موږ هڅه کوو چې ډېر ژر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوچا: د ۲۰۲۱کال دوهمه ربعه د بشردوستانه فعالانو لپاره تر ټولو خونړۍ وه

په افغانستان کې چې شااوخوا ۴۷ فیصده اوسېدونکي یې د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، مرسته رسوونکي په‌کې له ډېرو سختیو سره مخ دي حتی کله کله وژل کېږي هم. د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د ۲۰۲۱کال دوهمه ربعه، د بشردوستانه فعالانو لپاره تر ټولو خونړۍ ربع ګنلې ده. د دغه دفتر په تازه راپور کې راغلي چې که څه هم د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د تاوتریخوالي او ګواښونو اقدامات له ۱۱۵ موردو څخه په دوهمو درېیو میاشتو کې ۶۵ موردو ته کم شوي، خو په دغه موده کې ۱۶ مرسته رسوونکي وژل او ۳۹ ټبیان شوي دي. Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې سلګونه جريبه کروندو ته اوبه برابرېږي

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، په افغانستان کې سلګونه جريبه کروندو ته اوبه برابرېږي.  د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، دغه وزارت هلې ځلې کوي او ټاکل شوې ده د دغو کروندو اوبه د ۴۵ زېرمو د جوړولو له لارې برابرې شي. دغه زېرمې د لوګر، غزني، پکتيا، پکتيکا او د ميدان وردګو په ولايتونو کې جوړېږي.  د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې ټاکل شوې ده دغه زېرمې په راتلونکو درې مياشتو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. وزارت وایي، د دغو زېرمو په ګټې اخیستنې سره به د بزګرانو په سلګونو جريبه کروندې خړوبه شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بیجېنګ وايي امریکا هڅه کوي چین 'شر اچوونکی' وښيي

چین ته د امریکا د لوړپوړې ډیپلوماتې سفر په ترینګلتیا پیل شوی. بیجېنګ وايي چې د امریکا متحده ایالات چین "شر اچوونکی" معرفي کوي او دا چلند باید بدل کړي. دا خبره د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شي فینګ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وینډي شېرمن ته د دوشنبې په ورځ کړې ده. چین د هغه څه له کبله چې ویل کېږي د شینجن ایالت کې یې یو ملیون اویغوریان او نور مسلمان اقلیتونه د سیاسي زده‌کړو په نوم په کمپونو کې بندیان کړي، له نړیوالو انتقادونو او په ځینو مواردو کې له بندیزونو سره مخ دی. چین ټینګار... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ترکیه کې ۱،۶۰۰ ناقانونه افغان کډوال نیول شوي

په ترکیه کې په تېرو دوه اوونیو کې ١٦٠٠ ناقانونه افغان پناه غوښتونکي کې نیول شوي. دا افغانان چې د ایران له لارې ترکیې ته تللي غواړي د اروپايي ټولنې هېوادونو ته ولاړ شي. دوی وايي، په افغانسان کې د تاوتریخوالي، بې وزلۍ او بېکارۍ زیاتېدو هېواد پرېښودو ته اړ کړل. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

پیکېنګ: امریکایان له چین سره د 'خیالي دښمن' په څېر چلند کوي

د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي، د امریکا او چین په اړیکو کې د کړکېچ عمده علت دا دی چې امریکایان له چین سره د "خیالي دښمن" په څېر چلند کوي. شي فانګ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وینډي شرمن (Wendy Sherman) ته نن ویلي چې د امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې چین د اهریمن په توګه وښيي او په کار ده دا چلند یې بدل شي. د چین د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي شي او مېرمن شرمن سره تر کتنې وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي، امریکا دې د خپلو جوړښتي ستونزو ملامتي پر چین نه‌اچوي. وروسته له هغې چې واشنګټن... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د تونس ولسمشر د دغه هېواد صدراعظم له دندې لیرې او پارلمان منحل کړ

د تونس ولسمشر د سیاسي بحران د زیاتېدو په لړ کې صدراعظم له دندې لیرې او پارلمان منحل کړ چې د ده سیاسي مخالفانو دغه کار، کودتا بللې ده. د تونس ولسمشر قیس سعید، پرون په ټلوېزیوني وینا کې وویل چې د نوي صدراعظم په مرسته به خپل اجرائیه صلاحیت ته دوام ورکوي. تر دې اقدام څو ساعته مخکې د شمالي افریقا په دغه هېواد کې مظاهره‌چیانو د حکومت د استعفا او د پارلمان د منحلېدو غوښتنه وکړه. ولسمشر سعید ویلي، د ده د اقداماتو هدف د تونس خوندیتوب او د اساسي قانون په چوکاټ کې د هغوی دفاع ده. په دغه هېواد کې د اقتصادي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یوناما: د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله ۴۷ سلنه زیاته شوې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر، یوناما په خپل تازه راپور کې وايي، د ۲۰۲۰ کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله ۴۷ سلنه زیاته شوې. يوناما د ملکي تلفاتو په اړه د خپل شپږ میاشتني راپور په خپرولو سره ویلي، که روان حالت دوام وکړي روان ۲۰۲۱ میلادي کال به د ملکي تلفاتو له اړخه له ۲۰۰۹ کال راپدېخوا تر ټول خونړی کال وي. د یوناما په تازه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۰۴» یې خپور کړ راغلي چې د روان میلادي کال د جنورۍ له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هېواد: افغانستان کې د طالب او ترهګرو په جامه کې جګړو او بريدونو زور اخيستی

مسیر مسیر ورځپاڼې په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه لیکلي چې طالبان پرله‌پسې هڅه کوي چې لا زیاتې سیمې لاندې کړي او حکومت هم د سیمو د بېرته نیولو لپاره هڅې کوي او په ډېرو ولایتونو کې یې سخت هوايي بریدونه او بمبارۍ هم پیل کړې دي. خو لیکوال پوښتلې چې ولې دواړه لوري خبره د سولې کوي، خو تمرکز یې بیا پر جګړه دی؟  د لیکوال په اند دواړه لوري فکر کوي چې لا هم په اوس وخت کې سوله د دوی په ګټه نه‌ده او طالبان فکر کوي چې که اوس سوله کوي، نو اړ دي چې ډېر مسایل ومني، ځکه چې لا هم حکومت شته، جغرافیه لري، له سیمې او نړۍ سره اړیکې او مشروعیت هم لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران کې د اوبو د کمښت په اعتراض مظاهرې پراخې شوې

په ایران کې د اوبو د کمښت په اعتراض مظاهرې او اعتراضي غونډې پراخې شوې دي.  پر خوزستان سربېره د ایران له نورو سیمو هم د مظاهرو راپورونه ورکول شوي دي.  پرون یکشنبه د ایران په خوزستان ولایت کې مظاهرو د ۱۱مې ورځې لپاره هم دوام وکړ.  د خوزستان خلک لومړی د اوبو د کموالي په اعتراض کې سړکونو ته راوتلي و، خو وروسته مظاهرو سیاسي بڼه خپله کړه.  په وروستیو ورځو کې د مظاهرو لمن بوشهر، تهران، اصفهان، لرستان او کرمانشاه ولایتونو ته هم وغځېده.  مظاهره‌چیانو شعارونه ورکول چې "ایرانی مړ کېږي، خو ذلت نه‌قبلوي"... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جنرال مک‌کنزي: د افغان ځواکونو په ملاتړ د امریکا هوايي حملې دوام کوي

د امریکا متحده ایالاتو یوه مخکښ  قوماندان وویل چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په ملاتړ به د امریکا هوايي حملې دوام کوي. دغه امریکايي قوماندان دا خبره داسې مهال کړې چې له افغانستانه د امریکايي او نورو نړیوالو ځواکونو وتل روان دي. جنرال کېنت مک‌کنزي (General Kenneth McKenzie) چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان دی او د افغانستان په ګډون په سیمه کې د امریکايي ځواکونو مشري هم کوي، پرون ناوخته په کابل کې یوه کنفرانس ته وویل: "د امریکا متحده ایالاتو د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره په وروستیو ورځو کې خپلې هوايي حملې زیاتې کړې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې پارلمان روغتیايي کارکوونکو ته د کرونا ضد واکسین جبري کول تصویب کړ

د فرانسې پارلمان هغه قانون تصویب کړ چې روغتیايي کارکوونکو ته د کرونا ضد واکسین جبري کوي. د دې قانون له مخې د هغو ځایونو لېست پراخېږي چې خلک اړ دي د ورتګ لپاره په اصطلاح روغتیايي جواز ولري. دا بدلونونه وروسته له هغې راځي چې د حکومت له‌خوا د کرونا وبا له کبله د لګول شویو مقرراتو پر خلاف په ملي سطحه خلکو مظاهرې وکړې. د ولسمشر امانوئل مکرون هدف دا دی چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ په وړاندې د مبارزې لپاره واکسین د یوې عمده وسلې په توګه وکاروي. د ده حکومت غواړي زیانګالي خلک خوندي او په روغتونونو کې د بستر شویو د ګڼه ګوڼې مخه ونیول شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د امریکا سفارت: طالبان دې روان پوځي عملیات ته ژر تر ژره ودروي

په کابل کې د امریکا سفارت یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې روانو پوځي عملیاتو ته ژر تر ژره پای ورکړي.  دې سفارت پرون یکشنبه پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې دا پوځي تحرکات د خبرو له لارې یوه جوړجاړي ته د رسېدو هڅې شنډوي.  سفارت له طالبانو اوربند غوښتی او زیاته کړې ده چې روانې جګړې ملکیان زیانمنوي او له خپلو مېنو یې بې‌ځایه کوي.  بل‌خوا د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي ویلي، د افغانستان د سولې په اړه د نړیوالو ګډ دریځ به دا پروسه خوځنده کړي. ښاغلي ستانکزي دا خبرې پرون په کابل کې د اروپایي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لسګونه افغانانو په بروکسل کې د پاکستان سفارت مخې ته مظاهره وکړه

لسګونه بلجیم مېشته افغانانو پرون په بروکسل کې د پاکستان سفارت مخې ته مظاهره وکړه.  دوی په اسلام‌اباد کې د افغان سفیر د لور سلسلې علي‌خېل د تښتونې او شکنجې پر ضد شعارونه ورکول او پاکستان‌یې د طالبانو په ملاتړ او د افغانستان په چارو کې په لاسوهنه تورن کړ.  له دې وړاندې په افغانستان او خپله پاکستان کې هم د سلسلې علي‌خېل د تښتونې او ربړونې پر ضد مظاهرې شوې دي. نوموړې شاوخوا ۱۰ ورځې وړاندې په اسلام‌اباد کې وتښتول شوه او له شکنجې وروسته بېرته خوشې شوه.  له دې پېښې وروسته د دواړو هېوادونو ډيپلوماتیکې... Читать дальше...


Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Ru24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Ru24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Ru24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Проект из Архангельской области стал победителем четвертого сезона Всероссийского конкурса спортивных проектов «Ты в игре»

В Москве начали отключать отопление

Эксперты дали советы по выбору идеального района для семейной жизни в Москве

Беспроводной сканер штрих-кодов Heroje S-H29W

Музыкальные новости

Тема дня: На «Госуслугах» можно будет получить статус многодетной семьи с 2025 года

Концерт «7 хитов И.С.Баха» в Эрмитажном театре

Росгвардия обеспечила правопорядок во время футбольного матча «ЦСКА» - «Спартак» в Москве

Олимпиада по финансовой грамотности МГУ проходит при поддержке СберСтрахования жизни

Новости России

Суд снова оштрафовал авиакомпанию «Сибирь» за овербукинг

Проект из Архангельской области стал победителем четвертого сезона Всероссийского конкурса спортивных проектов «Ты в игре»

Нокаут от Русской Кувалды: Кудряшов сокрушил Робутти в первом раунде

В Москве начали отключать отопление

Экология в России и мире

День Земли - каждый день

Токсиколог Кутушов рассказал почему возникает похмелье

Компания ICDMC стала победителем престижной премии в сфере ЗОЖ – Green Awards 2023/24

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)

Спорт в России и мире

Линетт сыграет против Соболенко во втором круге турнира WTA в Мадриде

Арина Соболенко призналась в том, что не любит женский теннис

Самсонова победила Осаку и вышла в третий круг турнира WTA 1000 в Мадриде

Свёнтек: я чувствую, что с каждым годом получаю всё большую поддержку

Moscow.media

ТСД SAOTRON RT-T50: высокопроизводительный терминал сбора данных промышленного класса

Новый транспортный хаб начали строить Казахстан, РФ и Китай

Военный следователи провели в Инкермане очередной рейд по выявлению бывших мигрантов, не вставших на воинский учет

Тихий вечер...











Топ новостей на этот час

Rss.plus






Важен каждый этап: когда лучше всего высаживать огурцы в парник и грунт

Объем закупок на Портале поставщиков превысил 24 млрд рублей в 2024 году

Столичный завод наладил выпуск элемента для защиты кабелей

61 страна, 28 тысяч площадок: «Единая Россия» в шестой раз провела «Диктант Победы»