Мы в Telegram
Добавить новость

Учащиеся Подмосковья могут бесплатно пройти курсы по ИИ и лингвистике

Опубликовано свидетельство о браке звезды «Дома-2» Лены Миро с американцем

Команда школы № 3 Балашихи стала победителем школьной лиги по шахматам

В Подмосковье дали старт мотосезону 2024 года



World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2021

Новости за 17.07.2021

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې جګړه؛ د کندز ځینې خلک هېواد پرېښودو ته خپل د کور توکي پلوري

په کندز ولایت کې یو شمېر خلک وايي، په دې ولایت کې وروستیو جګړو د عامو خلکو په ورځني ژوند او اقتصادي فعالیتونو منفې اغېز کړی. په دې ولایت کې د امنیتي وضعیت په خرابېدو سره یو ځل بیا ګڼو کورنیو هېواد پرېښودلو ته مخه کړې او هره ورځ لسګونه کورنۍ ګاونډیو هېوادونو ته ځي. ۴۵ کلن عبدالحنان چې د عمر نیمه برخه یې پاکستان کې تېره کړې وايي، ۸ کاله مخکې په دې هېلې بېرته هېواد ته راستون شو چې ګوندې امن راغلی، خو په وینا یې د کندز روان حالت دې ته اړ کړی چې بېرته پاکستان ته ولاړ شي: "دا وطن جوړ نه شو لا نور هم ورپسې بدتر شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دانش صدیقي هغه خبریال چې د جګړه ییزو خبرونو لپاره یې سر بایلود

په دغه ویډیويي راپور کې هغه صحنې ووینئ چې د رویټرز خبریال دانش صدیقي د هغو تصویر اخیستو لپاره خطر منلی و چې په پای کې یې ژوند له لاسه ورکړ. دغه خبریال په خټه هندی و او د کندهار په سپین بولدک کې له افغان کومانډو ځواکونو سره وو چې د جمعې په ورځ ووژل شو. طالبانو د هغه مړی نن د شنبې په ورځ د نړیوال سره صلیب کمېټې ته ورکړ. سره له دې چې افغان حکومت وایي، نوموړی د طالبانو له لوري وژل شوی خو طالبان دا خبره نه مني.

Pa.azadiradio.com 

د بلخ چارواکي: د مزارشریف-سمنګان لار له طالبانو تصفیه شوه

د بلخ امنیه قومانداني وايي، د مزارشریف- سمنګان ترمنځ لار له وسله والو طالبانو تصفیه شوه.   د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند، عادل شاه عادل ازادي راډیو ته وویل، د لارې د تصفیې لپاره پوځي عملیات نن پیل شول: "نن سهار د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډو تصفیوي عملیاتو کې د سمنګان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په همغږۍ دغه ساحې تصفیه شوې."  ښاغلي عادل وویل چې په دغو پوځي عملیاتو کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.   وسله والو طالبانو د دې موضوع په اړه تبصره نه ده کړې.   طالبانو پر دغې لار پرون تر حملې وروسته ولکه ټینګه کړې وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوالې شورا د لوبډلو ډلبندي اعلان کړه

د کرکټ نړیوالې شورا د راتلونکي شل اوورېزه نړیوال  جام لپاره د لوبډلو ډلبندي اعلان  کړه چې افغانستان به په (ب)ګروپ کې له پاکستان، نیوزیلنډ او هند سره ولوبېږي. د کرکټ نړیوالې شورا د خبر له مخې په (A) ګروپ کې به انګلستان، اسټرالیا، سویلي  افریقا او ویسټ انډسیز او په (B) ګروپ کې هندوستان، پاکستان، نیوزیلنډ  او  افغانستان ولوبېږي. د کرکټ د نړیوالې شورا د خبر له مخې، د کرکټ شل اوورېزه نړیوال جام سیالۍ به د روانمیلادي کال د اکتوبر میاشتې له ۱۷ مې نېتې پيل او د نوومبر تر مې۱۴به دوام وکړي. دغه لوبې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دطالبانو او دولت دخبرو پیل ، په اوربند خبرې کیږي

دافغانستان ددولت یو لوړرتبه پلاوی قطر کې طالبانو سرو خبرو ته کیناست. دسولې دعالي شورا مشر عبدالله عبدالله ددغه پلاوي مشري کوي او دطالب مرکچیانو مشري په قطر کې ددوی ددفتر درئیس ملا عبدالغنی برادر لخوا کیږي. تمه ده چې دواړه لورې داختر په شپو ورځو کې په اوربند موافقه وکړي.

Pa.azadiradio.com 

کونړ کې د معلولینو د کرکټ سیالۍ؛ د امو زون لوبډله اتله شوه

په کونړ ولایت کې د زونونو په کچه د معلولینو د کرکټ شل اوورېزې سیالۍ د امو زون په اتلوالي سره تېره ورځ پای ته ورسېدې. د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې  د نجیب الله تره کي په نوم د دغو سیالیو پای لوبو ته د امو او بُست زونونو لوبډلې  وتلې وې. ښاغلی هوتک زیاتوي چې د لوبې پچه امو وګټله او په ټاکلو شلو اوورونو کې  د ۶  لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۷۲منډې جوړې کړې او مقابل لوري ته یې د ۱۷۳ منډو هدف وټاکله. نوموړی زیاتوي، بُست لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو د لوبې په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

توکیو کې المپيکې لوبې؛ یو تن بهرنی سیلاني په کرونا اخته شوی

د جاپان په پلازمېنه توکیو کې  د المپیکي لوبو سمبالوونکو وايي چې د لوبو  له پیله ۶ ورځې وړاندې د لوبغاړو په کمپ کې د کرونا ویرویس لومړنۍ مثبته پېښه ثبت شوې ده. د نړیوالو ورزشي وېبپاڼو د خبر له مخې د توکیو د لوبو اجرائیه مدیر 'توشیرو موتو' که  څه هم د دغه کس هویت نه دی افشا کړی،خو ویلي یې دي چې دغه کس د لوبو  بهرنی سیالاني ده. په جاپان کې روانه جولای میاشت کې دا ۱۴مه د کرونا مثبته پېښه ده چې ثبتېږي.  په توکیو کې د المپیک لوبو د پیل په درشل کې د کرونا ویروس د خپراوی د مخنیوي لپاره بېړنۍ حالت اعلان شوی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د رویټرز د وژل شوي عکاس صدیقي ۱۱کلن کاري مزل

د رویټرز خبریال دانش صدیقي پرون جمعه (د چنګاښ په ۲۵مه) د افغانستان په سوېلي ولایت کندهار کې هغه مهال ووژل شو چې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو خبري پوښښ یې ترسره کاوه.

Mashaalradio.com 

د افغان سفير د لور تښتونې پلټني کوو: پاکستان

پاکستان وايي، د سفارتونو، سفارتکارو او د هغوی د کورنیو خوندیتوب ورته مهم دی او د افغان سفیر د لور د تښتول کېدو تر شا لاس لرونکي کسان به زر د قانوني کارروایۍ سره مخ شي. د پاکستان د بهرنیو چارو د ورارت لخوا د جولای پر ۱۷مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، د جولای پر ۱۶مه په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت لخوا ورته خبر ورکړل شو چې د افغان سفیر لور په داسې حال کې تښتول شوې چې په کرايي ګاډي کې یې سفر کولو. په خبرپاڼه کې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند په حواله ویل شوي، د دې خبر د ترلاسه کولو وروسته د اسلام اباد پولیسو فورا د لټون عملیات پیل کړل.

Pa.azadiradio.com 

د کندز کروندګر وايي، غنم یې پاکستان ته قاچاقیږي

کندز په شمال ختېځ زون کې د افغانستان له مهمو کرنیزو ولایتونو څخه شمېرل کېږي او د هېواد د غنمو د تولید ډېره برخه کندز ولایت تأمینوي. دا مهال کندز کې د ابي ځمکو د غنمو د راټولولو موسم پای ته رسیدلی او د للمي ځمکو د غنمو د راټولولو موسم پیل شوی چې د دې ولایت د غنمو د تولید ډېره برخه هم للمي غنم جوړوي. خو زیات شمېر کروندګر شکایت کوي چې له دې ولایته غنم پاکستان ته قاچاقېږي. د کندز د غنمو مارکیټ کې زیات شمېر بزګران او سیمه ییز سوداګر شکایت کوي چې په دې وروستیو دوو کلونو کې د غنمو د حاصلاتو د راټولولو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روغتیا وزارت: که اختر کې سپارښتونو ته پام ونه شي پایلې یې خطرناکه دي

د لوی اختر په را رسېدو او دغه شان په بېلابېلو مراسمو او غونډو کې د خلکو ګډون، یو ځل بیا د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د زیاتېدو په اړه اندېښنې راپارولي دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، که د اختر په ورځو کې خلک روغتیايي سپارښتونو ته جدي پام ونه کړي، پایله یې خطرناکه ده. د دې وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، خلک لا هم د دې ویروس پر وړاندې عادي چلند کوي: "اوس هم په افغانستان کې د کرونا ویروس پېښې په ډیرېدو دي او موږ د کرونا د درېیمې څپې د اوج په حالت کې یو،... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: ۱۷ سقوط شوې ولسوالۍ بېرته نیول شوي؛ طالبان: یوازې ۴ یې نیولي

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو د جګړو له شدت سره هم مهاله د دغه هېواد ملي دفاع وزارت وایي، یو شمېر ولسوالۍ یې له طالبانو بېرته نیولي او د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې لسګونه جنګیالي یې وژلي دي. ‎دغه وزارت ویلي، په تېرو دوو شپو ورځو کې یې ۴ ولسوالۍ، د پروان شیخ علي، په بامیانو کې یې سیغان او کهمرد او په نیمروز کې یې چخانسور ولسوالۍ له طالبانو نیولي او د نورو ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره هم هڅې روانې دي. ‎د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان د شنبې په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې امنیتي او دفاعي ځواکونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دوحې غونډه؛ عبدالله: اوسنۍ خبرې لوی فرصت دی، ضایع کول به یې بدې پایلې ولري

د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانود  لوړ پوړو پلاوو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوې. د دې خبرو د پرمخ وړو لپاره له کابله د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا د رییس په ګډون اووه‌ کسیز پلاوی پرون دوحې ته رسېدلی دی. د دې غونډې د پرانیستې په مراسمو کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وویل، په افغانستان کې جګړې زور اخیستی او اصلي قربانیان خلک دي. ښاغلي عبدالله د خبرو له لارې د اوسنۍ شخړې په پای د ټینګار ترڅنګ وویل، له نظامي لارې یوازې جګړه اوږدېدلای شي. د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جمهوریت ۴۸ مه کلیزه؛ افغانستان کې جمهوري نظام څومره عملي بڼه خپله کړې؟

له نن څخه ۴۸ کاله مخکې د ۱۳۵۲ لمریزکال د چنګاښ په ۲۶ سردار محمد داوود خان د خپل تره په زوی محمد ظاهر شاه کودتا وکړه، شاهي نظام یې له منځه یوړ او جمهوریت یې اعلان کړ. اقتصادي، سیاسي او ټولنیزې ستونزې، کورني اختلافات د سردار محمد داوود خان د کودتاه عمده لاملونه یاد شوي. خو ځينې تاریخ پوهان په دې باور دي چې سردار محمد داوود خان د خپل جمهوریت پر مهال، دموکراتیک ارزښتونه ونه شوای ساتلی. د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اریانا دایره المعارف رییس او د پوهنتون استاد فاروق انصاري وايي: "له ۱۳۵۲ څخه تر ۱۳۵۷... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د خبریالې رضیه محسود ژوند او کار ته کتنه

دا اوونۍ مو په سروې خپرونه کې له جنوبي وزیرستانه رضیه محسود مېلمنه ده. نوموړې په سیمه کې یوازینۍ ښځینه خبریاله ده. هغه له ټي اېن اېن راډیو، انډیپنډنټ اردو او ډان ورځپاڼو سره هم کار کوي. رضیه پر فیسبوک او یوټیوب چینلونو خپلې پاڼې هم لري او په ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي. هغه د دې تر څنګ یوه ټولنیزه فعاله هم ده او د خلکو د خېر ښېګړې لپاره هم کارونه کوي. نوموړې ته په ۲۰۲۱ کال کې د فخر وزیرستان او پاکستان انټرنېشنل هیومن رایټس ایوارډونه هم ورکړل شوي دي. د رضیه محسود د ژوند او کار په اړه خبرې په خپرونه کې واورئ.

Mashaalradio.com 

د چمن او سپین بولدک لاره د یوې ورځې لپاره پرانېستل شوه

دغه چارواکي مشال راډیو ته وویل، غونډه د پاکستاني سرحدي افسرانو او افغان طالبانو ترمنځ وشوه چې پکې دواړو خواوو د لارې د پرانېستو په اړه همغږي وښوده. یاد چارواکي دا تایید نه کړه چې د جولای پر ۱۸مه نېټه به لاره پراېستې وي او کنه؟

Mashaalradio.com 

پاکستان د چمن لاره د مساپرو لپاره پرانېسته خو د تجارت لپاره بنده ده

په سپین بولدک کې د جګړې له وجې پاکستان څو وارې د دوستۍ دروازه تړلې او پرانېستې ده. د جولای د ۱۷مې له سهاره د تګ راتګ لپاره دا لاره پرانېستل شوې خو تجارت لپاره لا هم بنده ده. یو پاکستاني چارواکي مشال ته وویل، هغوی څه نه شي ویلی چې د جولای پر۱۸مه به لاره پرانېستې وې کنه؟ د جولای پر ۱۷مه د لارې د پرانېستو نه وړاندې یو شمېر کسان چې دواړو غاړو ته بند پاتې وو، د لارې د پرانېستو غوښتنه یې کوله. نور حال په دې ویډیويي راپور کې. ویډیو: فرانس پریس اژانس   اېډېټ: ملیحه امیرزاده

Pa.azadiradio.com 

اروپا کې سیلابونو له ۱۵۰ زیات کسان وژلي ډېری یې جرمني کې دي

په لویدیځه اروپا کې وروستیو سختو سیلابونو تر ۱۵۰ زیات کسان وژلي دي، دې ویجاړونکي سیلابونو یوازې په جرمني کې ۱۳۳ کسان وژلي دي. جرمني د اروپا په هغو څلورو هېوادونو کې چې د دې اوونۍ په پیل کې د درنو ورښتونو وروسته سیلابونو په کې ویجاړۍ رامنځته کړي، تر ټولو زیات ځپلی دی. په بلجیم کې د سیلابونو له کبله لږ تر لږه د شل کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی،دا سیلابونه د سیمې د خلکو په وینا تر ټولو ناوړه او ویجاړونکي ګڼل شوي دي. اروپايي رسنۍ وايي، په جرمني او بلجیم کې لږ تر لږ شل ښارګوټي له سختو ورښتونو وروسته له ناڅاپي او چټکو سیلابونو اوبو لاندې کړل.

Mashaalradio.com 

کراچۍ کې د قربانۍ د اوښانو منډيي لګېدلې

په کراچۍ کې کاروباریانو د قربانۍ د اوښانو منډیۍ ته څه د پاسه ۴،۰۰۰ اوښان وروړي دي. کاروباریان د اوښانو د خرڅلاو لپاره د هغوی پر څرمنو ګلکاري کوي او ورباندې نکریزې هم لګوي خو وايي، د ګرانۍ له وجې یې خلک نه اخلي. په هغه ښار کې ځینې خلک یوازې د اوښانو قرباني کوي. ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح: د طالبانو په سیاسي دریځ کې چندانې بدلون نه تر سترګو کېږي

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره قطر ته د افغان دولت د لوړپوړي پلاوی د سفر، د سولې په اړه د طالبانو د مشروطو وړاندیزونو او جګړې په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.   هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، افغان دولت تېره ورځ قطر ته له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره یو لوړ پوړی پلاوی واستاوه، په داسې حال کې چې د لیکوال په باور د طالبانو په سیاسي دریځ کې چندانې بدلون نه تر سترګو کېږي. په سرمقاله کې راغلي، په قطر کې د طالبانو ناست پلاوي تازه د درې میاشتني اوربند او د اساسي قانون د نوې طرحې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې روانې جګړې؛ د وېرې دغه فضا کې اختر خلکو ته څه معنی؟

د لوی اختر په رانږدې کېدو سره په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.دغو جګړو د انساني تلفاتو ترڅنګ ګڼ مالي زیانه هم اړولي او ډېری افغانان یې له خپلو سيمو بې ځایه کړي دي. د وېرې او ډار په دغه فضا کې اختر خلکو ته څه معنی لري؟ لوګر چې له پلازمېنې کابل څخه ۶۵ کیلومتره واټن لري، ۳۲ کلن جان اغا له خپلې مېرمنې او دوه بچو سره په داسې سیمه کې ژوند کوي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده. د ژوند ناخوالو اختر ورنه هېر کړی وایي، هغه مهال اختر دی چې وطن ته سوله راشي او نور د هاوان باران او د اور لمبې نه وي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خلیلزاد: راروان لوی اختر کې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وشي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون جمعه (د چنګاښ ۲۵مه) په تاشکند کې په یو مهم سیمه ییز کنفرانس کې د ګډون پر مهال هیله څرګنده کړه چې په را روان لوی اختر کې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وشي. ښاغلي خلیلزاد پرون جمعه د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د سیمه ییزو اړیکو د کنفرانس په څنډه کې له اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې دا څرګندونې وکړې. خلیلزاد وویل، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له موافقې د طالبانو تعبیر دا دی چې سیاسي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د ناټو نژدې ۲۰ کلن پوځي ماموریت پای ته ورسېد

په افغانستان کې د ناټو نژدې شل کلن پوځي ماموریت پرون جمعه(د چنګاښ ۲۵مه) پای ته ورسېد. ډیپلوماتیک او پوځي چارواکو د جرمني خبري اژانس ته دا خبر ورکړی دی او د دې معنی دا ده چې د دې ټلوالې د تاریخ تر ټولو مرګونی ماموریت پای ته ورسېد خو دې چارواکو ویلي دي چې په افغانستان کې د امریکا او د ناټو د غړې ترکیې سرتېري به په افغانستان کې پاتې وي. د ۲۰۰۱ میلادي کال د سېپټمبر د ۱۱مې له حملو وروسته لومړی امریکا او ورپسې ناټو افغانستان ته پوځي ځواکونه واستول. د ۲۰۲۰ میلادي کال په فبروري کې د امریکا او طالبانو... Читать дальше...


Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Ru24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Ru24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Ru24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Пыль из пустыни Сахара добралась до улиц Москвы

Апартия — наш рулевой // В Москве рекордными темпами вводятся в эксплуатацию апарт-отели

В Диктанте Победы приняли участие молодые сотрудники забайкальского Росреестра

Закрытие 46-го Московского международного кинофестиваля

Музыкальные новости

Было бы сесть предложено // Александр Шохин с почестями принял на своем съезде Владимира Путина

Более 100 студентов посетило СЛД Курск в рамках акции «Неделя без турникетов»

Тренер "Спартака" Слишкович заявил, что доволен ничейной игрой против ЦСКА

Компания ICDMC стала победителем престижной премии в сфере ЗОЖ – Green Awards 2023/24

Новости России

Минск на майские праздники обогнал по популярности Москву и Сочи

Армия в СВО бьется за ментальную независимость России

Выставка «Россия» на ВДНХ – личное впечатление

Цена вопроса — 30 тысяч. Что известно о сотруднике ДПС, отпустившем сбежавших после убийства байкера

Экология в России и мире

Морской кокос во благо красоты

Токсиколог Кутушов рассказал почему возникает похмелье

Компания ICDMC стала победителем престижной премии в сфере ЗОЖ – Green Awards 2023/24

В Москве состоится уникальный конкурс, сочетающий красоту и интеллект «Мисс Право»

Спорт в России и мире

WTA озвучила Елене Рыбакиной условия для становления второй ракеткой мира

Камбэком обернулся матч вундеркинда из России перед стартом Еленой Рыбакиной в Мадриде

Теннисистка Касаткина заявила, что скучает по России, но пока не может приехать

Самсонова победила Осаку и вышла в третий круг турнира WTA 1000 в Мадриде

Moscow.media

Новый транспортный хаб начали строить Казахстан, РФ и Китай

Каршеринг BelkaCar и картографический сервис 2ГИС запустили серию совместных маршрутов

Более 100 студентов посетило СЛД Курск в рамках акции «Неделя без турникетов»

Жёсткие экологические требования решат инновационные энерготехнологии











Топ новостей на этот час

Rss.plus






Запрос на справедливость

Пыль из пустыни Сахара добралась до улиц Москвы

Врач Тяжельников назвал допустимую порцию шашлыка

Гуцул потребовала отставки глав МВД и генерального инспектората полиции Молдавии Эфроса и Чернауцану