راپورونه ښيي چې په ننګرهار ولایت کې د کوکنارو کښت د پخوا په اندازه دی، دومره نهدی لږ شوی. نږدې يوه میاشت کېږي چې په ننګرهار ولايت کې د کوکنارو اړولو کمپاين پيل شوی، خو په ښکاره د دې کمپاين په مخ کې ستر خنډونه ناامني، جګړه او په هغو سيمو کې د کوکنارو اړول ياد شوي چې د طالبانو تر نفوذ لاندې دي. د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې سږ کال د دې ولايت په ۸ ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي، خو له دې اتو ولسواليو څخه په پنځو کې يې د کوکنارو بوټي اړول شوي دي. د ننګرهار د زراعت رئيس انعام صافي ازادي راډيو ته وويل،... Читать дальше...
«د نشهيي موادو په اړه حقايق شریک کړئ او د خلکو ژوند وژغورئ!» دا د روان ميلادي کال لپاره د ملګرو ملتونو له نشهيي موادو سره د مبارزې او نشهيي موادو د غوښتنې کمولو شعار دی. د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې د نشهيي موادو د وضعیت په اړه راغلي چې په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې په نړۍ کې د معتادينو شمېر ۲۷۵ مليونو ته رسېدلی دی. د ملګرو ملتونو له نشهيي موادو سره د مبارزې ادارې مشره ګاډا ويلي وايي چې په نړۍ کې هر کال نږدې ۱۵ لکه انسانان د نشهيي موادو د استعمال له امله مړه کېږي. مېرمن ويلي د نشهيي موادو... Читать дальше...
دا غونډه په داسې وخت کې رابلل شوې وه چې له افغانستان څخه د امریکايي او نړیوالو ځواکونو د وتلو له کبله په پاکستان او سیمه کې حالات پر بدلېدو دي.
شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ له کندزه بدخشان ته د طالبانو او دولتي ځواکونو د وروستیو جګړو څخه تښتېدلي. د جګړو بېځایه شوي وايي د طالب جنګیالیو لهخوا دوی له کورونو په زوره ایستل شوي او د دوی کورونه سوځول شوي دي. اوس دغه بېځایه شوې کورنۍ خپلې ورځې او شپې د فیضاباد ښار په یوه ځنډه کې په ازاده فضا کې تېروي.
په ننګرهار ولايت کې د درې جلا جلا عملياتو په نتيجه کې نږدې ۲۰۰ کيلو ګرامه نشهيي مواد ونيول شول. لومړي عمليات چې د سرطان مياشتې پر نهمه نېټه په سرخ رود ولسوالۍ کې وشول، په نتيجه کې يې ۳۰ کيلو ګرامه چرس ونيول شول او په دوهمو عملياتو کې ۱۳ کیلو ګرامه ترياک، ۱۵ کيلو ګرامه ښیښه او ۱۹۰ کيلو ګرامه چرس ونيول شول. درېيم عمليات هم په سرخ رود ولسوالۍ کې وشول چې په نتيجه کې يې ۶۴ کيلو ګرامه چرس ونيول شول. دا چرس په يوه موټر کې بار شوي او په پام کې وه چې يوې ګاونډۍ ولسوالۍ ته قاچاق کړل شي. د دې درې پېښو په تړاو درې نفره هم نيول شوي دي.
امریکایي پوځیان په شپه کې د بګرام له پوځي اډې ووتل. د سیمې اوسیدونکي وایي، سهاروختي یوشمیرکسانو هڅې وکړې چې دغه اډه لوټ کړي خو د سیمه ییزو چارواکو په خبره امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله. امریکایي ځواکونو له نژدې شلو کلونو وروسته د بګرام له اډې چې د افغانستان ترتولو لویه پوځي اډه ده، ووتل.
څلور نفره له افغانستان څخه دباندې د هيروئينو د قاچاق پر مهال ونيول شول. له نشهيي موادو سره د مبارزې معينيت د حساسو تحقيقاتو ادارې څلور نفره په داسې حال کې ونيول چې غوښتليې هند ته د حامد کرزي نړيوال ډګر له لارې په خپلو خېټو کې تر څلورو کيلو ګرامو ډېر هيروئین قاچاق کړي. له نشهيي موادو سره د مبارزې معينيت د رسنیو دفتر وايي چې نيول شوي کسان تر ابتدايي څېړنو وروسته له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت پاکستان د ماشوم عسکرو مخنیوي قانون په فهرست کې شامل کړی دی. دا خبره یاد وزارت د انساني قاچاق مخنيوي په تړاو په خپل هغه کلني راپور کې کړې ده چې د جولای په لومړۍ نېټه یې خپور کړی دی. په دې فهرست کې د شموليت په نتيجه کې پر پاکستان د نړيوالو لخوا د پوځي مرستو بنديز لګېدلای شي او د ملګرو ملتونو لخوا د امن ساتلو په پوځي مهمونو کې هم برخه نه شي اخیستلای. دا قا نون په ۲۰۰۸ز کال کې د امریکا پخواني ولسمشر جارج ډبليو بوش لاسليک کړی وو چې له مخه يې د اتلسو کالو نه کم عمره... Читать дальше...
د غزني پولیسو دې ولایت ته د کیمياوي نشهيي موادو د قاچاق مخه ونيوله. د غزني ولایت له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د دې ولايت په مرکز کې درې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې ۱۳ کيلوګرامه ښیښه، دوه کيلوګرامه هيروئين او دوه کيلوګرامه کرسټل ونيول شول. له بلې خوا د کابل د امنيه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وويل چې پولیسو د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې ۹ کيلو او ۷۲ ګرامه چرس له قاچاق کوونکي سره یو ځای نيولي دي.
تر زر لیټره ډېر شراب له پاکستان څخه افغانستان ته د قاچاق پر مهال ونيول شول. د خوست له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو ۱،۲۰۰ لیټره شراب چې د تېزابو په ډبو کې اچول شوي، خوست ته د قاچاقو پر مهال ونيول. د خوست امنيه قوماندان سيفالله سرحدي ازادي راډيو ته وويل چې د دې نشهيي موادو د قاچاق په تور د موټر چلوونکي په ګډون دوه تنه هم نيول شوي دي.
په کابل کې څه باندې ۶۰ زره کیلو ګرامه نشهیي مواد وسوځول شول. ۶۶،۳۶۵ کیلو ګرامه ډول ډول نشهیي مواد چې له ۱۳۹۶ کاله بیا تر ۱۳۹۹ کال پورې د افغان امنيتي ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې په بېلابېلو ولایتونو کې نیول شوي وو، د پنجنشبی په ورځ وسوځول شول. له نشهیي موادو سره د مبارزی عدلي او قضایي مرکز ویاند خالد مؤحد ازادي راډیو ته وویل، دا مواد له نشهیي موادو سره د مبارزې د ملي اوونۍ په مناسبت سوځول شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له خپل روسي سیال نیکولای پاتروشیف سره نن په مسکو کې د افغانستان په شمال کې د ناامنیو پر زیاتېدو خبرې وکړې. د ملي امنیت شورا ویاند رحمتالله اندړ نن رسنیو ته په لېږلي وېډیويي پیغام کې وویل: "هوکړه وشوه چې د افغانستان په شمال کې د ناامنیو پراختیا، د افغانستان، روسیې او منځنۍ اسیا د هېوادونو ګټې ګواښلی شي. د افغانستان او روسيې د ملي امنيت سلاکارانو د بېړني اوربند او مذاکراتو پر اړتيا، د جنګ پر ختمولو او خپلواک، حاکم او بسيا افغانستان... Читать дальше...
د روسیې د کولومنا ښاروال دنیس لیبیدیف په خپل اپارتمان کې مړ موندل شوی دی. د تحقیقاتي کمېټې ویاندې اولګا ورادې وویل، نن جمعه د ۴۶ کلن ښاروال لیبیدیف د مړي تر موندل کېدو وروسته څېړنې پیل شوې. د رسنیو په راپورونو کې راغلي چې د قانون د تنفیذ ادارو ویلي، د ښاروال پر بدن د مرمیو له کبله ټپونه ښکارېدل. دی په ۲۰۱۶م کال کې د دې ښار چې د مسکو په ۱۱۵ کیلومترۍ کې پروت دی، ښاروال ټاکل شوی و.
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، له هرات څخه کابل تهیې په یوه الوتکه کې د یوې چاودنې مخه نیولې ده. د دغه ریاست د نن ورځې په اعلامیه کې راغلي، د سید ادریس په نوم مشکوک کس غوښتل د هنرمند په نوم هغه مواد چې په یوه رباب کې یې ځای پر ځای کړي و، په الوتکه کې وچوي. په اعلامیه کې راغلي، د هرات د ملي امنیت منسوبینو دغه منفجره مواد کشف او شنډ کړي دي. مشکوک کس نیول شوی او ورڅخه څېړنې روانې دي.
روسیه وايي د کرونا له کبله د مړو د شمېر له زیاتېدو سره سره به تازه محدودیتونه ونهلګوي. دا څلورمه پرلهپسې ورځ ده چې په روسیه کې په بېساري ډول ډېر کسان په کرونا ویروس مري. د کرملېن ویاند دمیتري پېسکوف نن خبریالانو ته وویل، هېڅوک محدودیتونه نهغواړي، دا موضوع اوس په بحثونو کې شامله هم نهده. پېسکوف واکسین له روان بحران څخه د وتلو یوازنۍ لاره وبلله. تر دغو څرګندونو څو ساعته مخکې د روسیې چارواکو د ۲۴ ساعتونو په موده کې د ۶۷۹ کسانو مړینه اعلان کړه. تر دې یوه ورځ مخکې په کرونا ویروس د ۶۷۲ کسانو مړینه ثبت شوې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې په درېیمه درجه کې راوستی چې له انساني قاچاق سرهیې مبارزه او جدي چلند نهدی کړی. د دغه وزارت د انساني قاچاق سره د مبارزې د څرنګوالي په کلني ۶۴۴ صفحهیي راپور کې یوازې ۱۵ پاڼې د افغانستان لپاره ځانګړې شوي، راغلي چې افغان حکومت لږترلږه هغه لازم معیارونه چې انساني قاچاق لهمنځه وړي نهدي عملي کړي او په دې برخه کې یې د پام وړ هڅې نهدي کړي. دغه راپور چې د پنجنشبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۱۱» ناوخته خپور شو پهکې راغلي، که څه هم افغان... Читать дальше...
ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره د مرستو پر دوام او نورو موضوعاتو خبرې وکړې. جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو مشرانو نن په ارګ کې له کابل سره د واشنګټن د همکاریو د دوام ترڅنګ د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د نوي فصل او له افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ پر دوام بحث وکړ. دا کتنه داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې د جګړو شدت او د ولسوالیو لاس په لاس کېدل زیات شوي دي.
د بدخشان یوه امنیتي سرچینه وايي د مرکز فیضاباد په مربوطاتو کې د وسلهوالو طالبانو په ډلهییز برید کې ۱۸ دولتي پوځیان وژل شوي دي. دغې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله نهغواړي نومیې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، برید تېره شپه د فیضاباد په اتمه ناهیه کې د ملي اردو او ولسي پاڅونوالو پر پوستو شوی دی. سرچینه وايي، تر ۲۰ زیات نور پوځیان د وسلهوالو لهخوا اسیران شوي دي. د دې حملې مسؤلیت وسلهوالو طالبانو منلی دی. د بدخشان محلي چارواکي وايي په دې جګړه کې وسلهوالو طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره جوخت، د داعش په نوم افراطي ډله هڅه کوي د دغه هېواد په شمال کې ځان ته نوي کسان جلب کړي. سرګي لاوروف دا څرګندونې نن جمعه په مسکو کې یوه کنفرانس ته وکړې. ښاغلی لاوروف زیاتوي: "مهمه ده افغانستان ته پام وشي چې د اسلامي دولت یا داعش په نوم ډله پهکې د خپل فعالیت پراخول غواړي. دوی په دې کار د دې لپاره لاس پورې کوي چې ناوړه اقداماتیې د واقعي سولې لپاره چمتووالی وځنډوي." سرګي لاوروف زیاته کړه، د افغانستان په دولت کې دننه هم ښايي ځینې کړۍ د سولې پروسې د ځنډولو هڅه کوي.
د اروپا د ملتونو جام د فوټبال مسابقو په لړ کې نن شپه دوه مسابقې کېږي. لومړۍ مسابقه د افغانستان پر وخت د شپې اته نیمې بجې د اسپانیا او سویس ترمنځ کېږي. بله مسابقه د کابل پر وخت ۱۱ نیمې بجې د ایټالیا او بلجیم ترمنځ پلان شوې ده. سبا شنبه بیا چک جمهوریت د ډنمارک او انګلستان د اوکراین په وړاندې د مسابقې ډګر ته وځي. د دغو مسابقو ګټونکي ټیمونه نیمه پایلوبې ته لار پیدا کوي. د اروپا د ملتونو جام پایلوبه د جولای پر ۱۱مه د انګلستان په ویمبلي سټډیوم کې کېږي.
د مسوولینو په وینا د پکتیا د نجونو په ښوونځیو کې د زرو ښځینه ښوونکو کمښت موجود دی، چې اوس به یوازې ۲۰۰ ښځې په دې ولایت کې د بالمقطع ښوونکو په توګه په دندو وګمارلې شي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بګرام هوايي اډه نن جمعه په رسمي ډول دوی ته وسپارل شوه. د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان د جمعې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۱۱» ازادي راډیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي دي چې امریکايي او ائتلاف ځواکونه په بشپړ ډول له دې پوځي اډې ووتل. ښاغلی امان زیاتوي: "امریکايي ځواکونو د بګرام هوايي اډه په رسمي ډول ملي اردو ته وسپارله، اوسمهال دا اډه د افغانستان دفاع وزارت له لوري کنټرولېږي او موږ به له دې اډې د ترورېزم پر ضد د جګړې، د امنیت د ټینګښت او د خپلو خلکو د مال او... Читать дальше...
دا په داسې حال کې ده چې د جولای پر لومړۍ نېټه د چين د حکمران کميونسټ پارټۍ سل کاله پوره کېدو په موقع د پاکستان وزيراعظم عمران خان له چينايې خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې د چين کميونسټ پارټۍ يو متبادل حکومتي ماډل رامنځته کړی
په قطر کې د بینالافغاني مذاکراتو له نامعلوم برخلیک او په افغانستان کې د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره هممهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې په افغانستان کې د زور له لارې رامنځته کېدونکی دولت نړیوالو او افغانانو ته د منلو نهدی. د دغه وزارت ویاند ند پرایس تېره ورځ خبریالانو ته وویل چې د زور له لارې راتلونکی حکومت به قانوني نهوي او د نړیوالو ټولنې مرستې به ترلاسه نهکړي. ښاغلی پرایس زیاتوي: "په افغانستان کې د زور له لارې د نوي حکومت رامنځته کولو هڅې به په نړیواله کچه د منلو نهوي... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون د ازبکستان او تاجکستان له لوړپوړو ډیپلوماټانو سره کتلي چې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې یې د اجنډا په سر کې وې. داسې مهال چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وتل بشپړوي، واشنګټن په منځنۍ اسیا کې د شریکانو په لټه دی. په واشنګټن کې د ازبکستان او تاجکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر دا لیدنه داسې یو وخت کې کېږي چې افغانستان کې طالبانو په وروستیو اوونیو کې لسګونه ولسوالۍ د حکومت څخه نیولي او داسې اندېښنې شته چې ښايي دا ډله نورې سیمې هم لاندې کړي. Читать дальше...