د اروپا د ملتونو جام د فوټبال مسابقو په لړ کې نن شپه دوه مسابقې کېږي.
لومړۍ مسابقه د افغانستان پر وخت د شپې اته نیمې بجې د اسپانیا او سویس ترمنځ کېږي.
بله مسابقه د کابل پر وخت ۱۱ نیمې بجې د ایټالیا او بلجیم ترمنځ پلان شوې ده.
سبا شنبه بیا چک جمهوریت د ډنمارک او انګلستان د اوکراین په وړاندې د مسابقې ډګر ته وځي.
د دغو مسابقو ګټونکي ټیمونه نیمه پایلوبې ته لار پیدا کوي.
د اروپا د ملتونو جام پایلوبه د جولای پر ۱۱مه د انګلستان په ویمبلي سټډیوم کې کېږي.