Мы в Telegram
Добавить новость

Петербург планирует перенести опыт выставки "Россия" на региональный уровень

Ивановские проекты победили в Международном профессиональном конкурсе НОПРИЗ на лучший проект – 2023

Поселки для многодетных семей: найдет ли подмосковный опыт общероссийское продолжение?

«Швабе» познакомил гостей промышленной выставки в Ташкенте с инновационными продуктами и проектами

World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2021

Новости за 28.07.2021

Mashaalradio.com 

افغانستان کې امن غواړو: منظور پښتین

د جولای پر ۲۷مه پښتون ژغورنې غورځنګ په مکين کې د امن په نوم جلسه وکړه. پر دې مهال د پي ټي اېم مشر منظور پښتین او نورو مشرانو په خپلو وينا ګانو کې د افغانستان په موجوده حالاتو خبرې وکړې او له ټولو خواوو یې د امن لپاره د ګامونو پورته کولو غوښتنه وکړه. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې برید دوه چینایان ژوبل کړي

د جولای پر ۲۸مه په کراچۍ کې په یو وسله وال برید کې دوه چينایي وګړي ژوبل شوي. پولیس وايي، دواړه چينايان په دغه ښار کې د يوې کارخانې کارکوونکي ول. په کراچۍ کې د مشال خبريال نياز علي خان د بريد له ځايه دا ويډیو رالېږلې ده. راپور: نياز علي خان اېډېټ: ګل آياز

Pa.azadiradio.com 

د کندهار مشهور کمیډین 'خاشه ځوان' د نیول کېدو وېډیو ګڼ غبرګونونه راوپارول

د طالبانو له‌خوا د کندهار د مشهور کمیډین او سیمه‌ییز پولیس نظر محمد چې په خاشه ځوان مشهور و، د نیول کېدو وېډیوګانو ګڼ غبرګونونه راپارولي. په دغه وېډیويي تصویرونو کې لیدل کېږي چې خاشه د موټر په وروستي سیټ کې ناست دی، لاسونه‌یې شاته تړلي او یو طالب‌يې په څپېړو وهي. د خاشه له وژل کېدو وروسته د ده طنزي وېډیوګانې په ټولینزو شبکو کې لاس په لاس کېږي. کله چې ژوندی و خلک‌یې خندول، خو وژل کېدو یې ډېر خلک اندېښمن او په قهر کړل. لوړپوړو دولتي چارواکو، مدني فعالانو، هنرمندانو، د ټولنیزو شبکو کاروونکو او نورو د خاشه وژنه په پراخه توګه غندلې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلېنکن: افغانستان کې پوځي حل‌لار نه‌شته، طالبان او حکومت باید خبرې وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې هند ته په سفر تللی وايي، په افغانستان کې پوځي حل‌لار نه‌شته، طالبان او حکومت باید خبرې وکړي. انتوني بلېنکن د هند له بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، دواړه هېوادونه په دې موافق دي چې د افغانستان راتلونکی حکومت باید ټول‌شموله او د افغانانو بشپړ استازی وي او په نهایت کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسه وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، هند به د افغانستان په ثبات او پرمختګ کې حیاتي رول ته دوام ورکړي.

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن: که طالبان افغانستان کې په زور واک ته ورسېږي، هغه دولت به 'رد' وي

‎طالبانو ته د امریکا متحده ایالاتو غوږ وهنه! د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن چې له تېرو دوو ورځو راپدېخوا هند ته سفر کړی په دغه هېواد کې یې د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۰۶» هندي خبریالانو ته وویل چې که طالبان د زور له لارې د دغه هېواد کنټرول ترلاسه کړي، نو افغانستان کې به جوړ شوی دولت "رد" وي. ‎ټاکل شوې نن چهارشنبه ښاغلی بلېنکن او د هند صدراعظم نرېندرا مودي د افغانستان د وروستي وضعیت په اړه سره خبرې وکړي. د فرانسې خبري اژانس د راپور پر بنسټ چې ښاغلي بلېنکن ویلي: "یو داسې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یوه طالب پلاوي له چینايي چارواکو سره د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې

د طالبانو یوه پلاوي له چینايي چارواکو سره د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې. د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم ویلي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دوی نهه کسیز پلاوي له چینايي چارواکو سره د افغانستان پر اوسني وضعیت او د سولې پر پروسې خبرې وکړې.  د محمد نعیم په وینا طالب پلاوي چین ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر ضد کار نه‌اخیستل کېږي. له بلې خوا د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجیاني نن په یوه خبري غونډه کې وویل: "نن د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د ملا برادر اخوند... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

افغانستان وضعیت د پاکستان پښتنون سيمو پر سیاست اغېز؟

له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتو بهير له پيلېدو سره سم په دې هېواد کې تشدد زيات شوی او وسله والو طالبانو يوشمېر سيمې نيولي چې پکې ځینې ورڅخه افغان ځواکونو بیرته اخيستې دي. د طالبانو له خوا د سيمو نيول او د تشدد زياتېدنې په پاکستان کې هم سياست ګرم کړی دی. په دې وروستيو کې د افغانستان د وضعيت په اړه د مذهبي ګوند جميعت غلما اسلام او عوامي نېشنل ګوند ترمنځ د سختو بیانونو تبادله شوې ده. ايا د پښتنو په سيمو کې د فعالو مذهبي پارټيانو او پښتون ملتپالو ترمینځ يوځل بيا د بيانيې جګړه شديده شوې ده؟ د مشال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پکتیکا چارواکي: د طالبانو له لوري پر خښ شوي ماین ۴ ملکیان وژل شوي

د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو له لوري پر خښ شوي ماین څلور ملکیان وژل شوي، خو له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي. د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین نن له غرمې وړاندې رسنیو ته وویل چې د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې تېر ماښام په یوه سراچه ډول موټر چاودنه شوې چې په کې سپاره څلور کسان وژل شوي دي. ارین وایي، وژل شوي ټول کسان ملکي وګړي دي او ماین د وسله والو طالبانو له لوري په عامه لاره کې ځای پر ځای شوی و همدا راز د یوه بل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د وژل شوي خبریال احمد امید خپلواک لسم تلین؛ کورنۍ یې عدالت غواړي

په ارزګان ولایت کې خبریالان افغان حکومت او نړیواله ټولنه تورنوي چې د افغان خبریالانو قضیې نه څیړي او یوازې ورسره د دوی د خونديتوب ژمنې کوي. د افغانستان په سویلي ولایت کې خبریالانو دا خبرې په دغه ولایت کې د احمد خپلواک په نوم د وژل شوي خبریال د مړینې لسم تلین پرمهال وکړې. د احمد امید خپلواک مشر ورور احمد جاوېد خپلواک چې په یاد تلین یې کې ګډون کړی و وویل، که څه هم د ورور د وژل کېدو يې لس کال پوره شول، خو لا هم عدالت ورسره نه دی شوی. دی ادعا کوي چې ورور يې لس کاله مخکې د وسله والو طالبانو له لوري... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خوست چارواکي: یوه کور کې یو شمېر وسلې، مهمات او ماینونه نیول شوي

د خوست د ملي امنیت منسوبینو تېره شپه د ګربزو ولسوالۍ د منګلو په کلي کې له یوه کوره یوه اندازه وسلې، مهمات، ماینونه او نور پوځي تجهیزات نیولي دي. د ملي امنیت منسوبنیو نیول شوې وسلې، مهمات، ماینونه او نور پوځي تجهیزات د یاد ریاست په انګړ کې رسنیو ته وښودل. نن چهارشنبه (د زمري په ۶مه) د خوست والي مهمند کټوازي ازادي راډیو  ته وویل چې د یادو وسلو په تور یو کس هم نیول شوی چې دا مهال ورڅخه پوښتنې ګرویږنې روانې دي. د ده په وینا په نیول شوېو وسلو او مهماتو کې ۴۰ ډوله بېلابېل پوځي تجهیزات شامل دي. ... Читать дальше...




Mashaalradio.com 

په جرمني کې چاودنې ګڼ کسانو ته مرګ ژوبل اړولې

د جرمني په کولون سیمه کې د کېمیاوي پارک په نامه یو مرکز کې چاودنې یوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د چارواکو په وینا چاودنه د دې مرکز په هغه سیمه کې وشوه چېرته چې د ټولې سیمې ډیرانونه راغونډول کېږي. دا چاودنه په رسمي ډول حادثه بلل شوې ده. په دې هکله نور تفصیل په دې ویډیوي رپورټ کې وګورئ. ویډیو: اې اېف پي ایډیټ او رپورټ: منورشاه

Pa.azadiradio.com 

سوېډن کې څارنوالانو یو ایرانی وګړی، د جنګي جرمونو په شک تورن کړ

په سوېډن کې څارنوالانو یو ۶۰ کلن ایرانی وګړی، د جنګي جرمونو په شک تورن کړی دی. دا تورونه په ایران کې د ۱۹۸۸ میلادي کال سره تړلي چې په کې د حکومت په امر شااوخوا پنځه زره سیاسي بندیان اعدام شوي وو. سویډني څارنوالان وايي، دې ایراني د ۱۹۸۸ میلادي کال د جولای او اګست په میاشتو کې د ایران د رج ښار بهر د ګوهر دشت زندان کې د مرستیال څارنوال د همکار په توګه کار کړی او ادعا کېږي چې دغلته یې په ترسره شوېو جدي بشري جنایاتو کې لاس درلود. څارنوالانو ویلي، تورن کس پر خپله بې ګناهۍ ټینګار ته دوام ورکړی دی. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عمران خان: ګرانه ده چې طالبان سیاسي روغې جوړې ته اړ کړای شي

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، اوس خورا ګرانه ده چې طالبان سیاسي روغې جوړې ته مجبوره کړل شي. عمران خان له پي بي اېس نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې امریکا د افغانستان د حالاتو د خرابولو مسووله وبلله، ویې ویل، کله چې شااوخوا یو نیم لک امریکايي پوځیان په افغانستان کې مېشت وو، د سیاسي روغې جوړې امکان و، خو کله چې یې ۱۰ زره سرتېري وااېستل او د نورو د اېستلو مهالوېش یې اعلان کړ، طالبانو فکر وکړ چې جګړه یې ګټلې ده. عمران خان وویل، اوس څوک طالبان سولې ته اړ اېستلی نه شي. د افغانستان حکومت پاکستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د څارنې او همغږۍ د بورډ غونډه؛ افغان حکومت او نړیواله ټولنه پر ۵ ټکو بحث کوي

د افغانستان د مشارکت چوکاټ، د لاسته راوړنو ساتنه، د قانون حاکمیت، فساد سره مبارزه او نوښتي اصلاحات هغه ټکي دي چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه پرې بحث کوي. د څارنې او همغږۍ د ګډ بورډ دا ځانګړې ناسته د چهارشنبې په ورځ کابل کې پیل شوه او له ۲۸ زیاتو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو په کې برخه اخیستې. افعان ولسمشر محمد اشرف غني په پرانېستونکې وینا کې وویل، له ناامنیو سره په خوا کې وچکالي او د جګړو له امله کورني بې ځایه شوي کورنۍ، هغه نورې ستونزې دي چې موږ به ورته پام کوو. ښاغلي غني زیاته کړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان وايي، د قطر د دفتر یو پلاوی یې چین ته تللی

طالبان وايي، د قطر د دفتر یو پلاوی یې له چینايي چارواکو سره د خبرو لپاره چین ته تللی دی.  د طالبانو د قطر د دفتر ویاند محمد نعیم ویلي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دوی نهه کسیز پلاوی له چینايي چارواکو سره د افغانستان پر اوسني وضعیت او د سولې پر پروسې خبرې وکړې.  د محمدنعیم په وینا طالب پلاوي چین ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پرضد کار نه اخیستل کېږي.  له بلې خوا رویټرز خبري اژانس د چین د بهرنیو چارو وزارت په قول راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي نن... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

برښنا شرکت:کابل او څو ولایتونو ته پرچاو شوې برښنا ترمیمیږي 

د افغانستان د برښنا شرکت مسوولان وايي چې نن به کابل او څو نورو ولایتونو ته پرچاو شوې برښنا ترمیم شي.  د پروان ولایت د برښنا شرکت رييس روح الله ساجد ازادي راډیو ته وویل چې کابل، پروان او نورو ولایتونو ته د وارداتي برښنا ستنې د بغلان ولایت په کیله ګي سیمه کې ویجاړې شوې وې خو له پرون راهیسې د برښنا شرکت کار کوونکو د ستنو د ترمیم کار پیل کړی دی.  افغانستان ته له ازبیکستان او تاجکستان څخه وارداتي برښنا هر څه موده وروسته د جګړو یا د دولت د وسله والو مخالفانو د حملو له کبله پرچاو کېږي.

Pa.azadiradio.com 

د شمالي او جنوبي کوریاوو ترمنځ بیا تماسونه پیل شول

د شمالي او جنوبي کوریاوو ترمنځ له ۱۴ میاشتې وروسته تماسونه بیا پیل شول.  د شمالي کوریا مشرانو تېرکال په یوه غونډه کې چې د دغه هېواد د مشر خور هم په کې ګډون درلود، له جنوبي کوریا سره د اړیکو لیکه او له سیول سره تماسونه پرې کړل.  خو اوس شمالي کوریا بیا پرېکړه کړې چې له جنوبي کوریا سره تماسونه پیل کړي.  د جنوبي کوریا خبري اژانس یونهاپ پرون راپور ورکړ چې د دوو هېوادونو ترمنځ د تماسونو د بیا پیلېدو پرېکړه د دوو هېوادونو د مشرانو له موافقې وروسته شوې ده.  د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس هم د دوو هېوادونو ترمنځ د تماسونو بیا پیلېدا تایید کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

د پیسو نړیوال صندوق امریکا کې د اقتصادي ودې د زیاتوالي اټکل وکړ

د پیسو نړیوال صندوق په شتمنو هېوادونو کې د کرونا پرضد د واکسیناسیون د چټکوالي په خاطر په دغو هېوادونو په تېره بیا په امریکا کې د اقتصادي ودې د زیاتوالي اټکل وکړ.  د دې صندوق په باور په وروسته پاتې هېوادونو کې به چې د واکسیناسیون بهیر په کې ورو دی، اقتصادي وده نوره هم کمه شي.   د دې ادارې له اټکل سره سم، په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د نړۍ اقتصادي وده په متوسط ډول ۶ سلنه زیاته شوې چې د تېرکال پرتله، خورا زیاته ده.  تېر کال د کرونا وبا په نړۍ کې اوج ته ورسېده او اقتصادي وده یې منفي ۳ اعشاریه ۲ ته ټیټه کړه.

Pa.azadiradio.com 

بایډن: لویه سایبري حمله په یوه رښتیني توده جګړه بدلېدلای شي

د امریکا ولسمشر جو بایډن خبرداری ورکړی چې یوه لویه سایبري حمله په یوه رښتیني توده جګړه بدلېدلای شي.  ښاغلي بایډن پرون سې شنبې د امریکا د امنیتي ادارو چارواکو ته د وینا پر مهال د امریکا د ملي امنیت لپاره د روسیې او چین د ګواښونو یادونه وکړه.  ولسمشر بایډن د امریکا پر دولتي ادارو او خصوصي شرکتونو د سایبري حملو زیاتېدو ته چې امریکايي چارواکو یې پړه پر چین او روسیې اچولې ده اشاره وکړه او ویې ویل چې که توده جګړه ونښلي نو دا به یوه حقیقي جګړه وي چې علت به یې وروستۍ نفوذي سایبري حملې وي.  د بایډن... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپل هندي سیال سره ولیدل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن سهار له خپل هندي سیال اېس جې شنکر سره ولیدل.  دا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه نوې ډېلي ته د بلېنکن لومړی سفر دی او تمه ده چې په ترڅ کې به یې د افغانستان د روان وضعیت، د کرونا ویروس ضد واکسین د تجهیزاتو او د هند د بشري حقونو پر اړوندو مسایلو خبرې وکړي.  تمه ده چې ښاغلی بلېنکن به وروسته د هند له صدراعظم ناریندر مودي سره هم وګوري او د افغانستان په اړه به خبرې ورسره وکړي.

Pa.azadiradio.com 

پنټاګون: د طالبانو پر سنګرونو حملې زیاتې شوي

پنټاګون په تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو پر سنګرونو د حملو د زیاتېدو خبر ورکوي.  د پنټاګون یوه ویاند تورن جنرال رابرت لودویک تېر ماښام خبریالانو ته وویل چې دا حملې هم د عادي او متعارفو او هم د بې پیلوټه الوتکو په وسیله شوي دي خو په دې اړه یې نور جزییات ورنه کړل.  دا حملې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې شوي خو ډېر تمرکز یې د کندهار پر شااوخوا وو.  په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه عمومي قوماندان جنرال کنت مککنزي د یکشنبې په ورځ په کابل کې وویل، که طالبان خپلو حملو ته زور ورکړي نو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر طالبانو د امریکايي بمباري؛ "ورځ کې ان د لاس د ګوتو شمېر ته هم رسېدلی"

امریکايي چارواکي وايي چې د امریکا پوځ په تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو پرضد په جګړه کې د افغانستان د دولتي ځواکونو په ملاتړ ګڼې هوايي حملې کړي دي. دا په تېرو شپږو اونیو کې د افغان ملي دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره د امریکا د پوځ په هوايي حملو کې ناڅاپي زیاتوالی ښيي. د پنټاګون یوه ویاند تورن جنرال رابرټ لودویک خبریالانو ته وویل چې دا حملې هم د عادي او متعارفو او هم د بې پیلوټه الوتکو په وسیله شوي، خو په دې اړه یې نور جزییات ورنه کړل. خو یوه امریکايي چارواکي چې نه غواړي هویت یې افشا شي، په دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: نامعلومو وسله والو د لوګر د عدلیې رئیس محمد ګل عالم وواژه

نامعلومو وسله والو د لوګر ولایت د عدلیې رييس محمدګل عالم پرون مازدېګر په کابل کې وواژه.  د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ ازادي راډیو ته وویل، محمدګل عالم کابل ته تللی و چې د دغه ښار په پنځمه ناحیه کې د نامعلومو وسله والو له لوري پرې ډزې وشوې او ووژل شو.  محمدګل عالم پخوا د پکتیکا د عدلیې رييس و او له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې په لوګر کې د عدلیې د رييس په توګه دنده پیل کړې وه.  تراوسه پورې د دولت وسله والو مخالفانو د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح: حکومت او طالبان دې د خبریالانو له نېولو او وژلو لاس واخلي

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننيو ګنو کې د بیان ازادۍ پر وړاندې د حکومت او طالبانو  شته ګواښونه او  د افغانستان پر وضعيت د امريکا او هند جدي خبرو ته اشاره کړې او ګڼې مقالې او تبصرې یې پرې کښلي دي. د ازادي راډیو خبریال د دغه ورځپاڼو غورچاڼ په یوه راپور کې رانغاړلی دی، د دې تړوني په کېکاږلو سره یې ولولئ: هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې ټینګار کړی چې د خبریالانو له نېولو او وژلو لاس واخلئ. وړاندې د ملي امنیت له لوري په کندهار کې د څلورو هغو خبریالانو نېولو ته اشاره شوې چې سپین بولدک ته تللي وو او هلته... Читать дальше...


Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Ru24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Ru24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Ru24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Фейк по цене оригинала: в магазин петербургского инфоблогера Бриуса вновь нагрянули с обысками

Проекты из Ленинградской области победили в Международном профессиональном конкурсе НОПРИЗ на лучший проект – 2023

Концерт «Стихи войны и мира. Баллада о своих»

«Швабе» познакомил гостей промышленной выставки в Ташкенте с инновационными продуктами и проектами

Музыкальные новости

Музей – завод «СырКультПросвет» открылся в Угличе

РБК: педиатра Буянову за фейки про армию России отправили в СИЗО

В аварийном доме в Забайкалье, которым интересовался Бастрыкин, заколотили подъезды

Путин назвал сохранение духовных ценностей условием укрепления суверенитета

Новости России

Проекты из Ленинградской области победили в Международном профессиональном конкурсе НОПРИЗ на лучший проект – 2023

«Швабе» и Уральское отделение РАН планируют изучать поведение клеток в космосе для ранней диагностики рака

Названа лучшая картина ММКФ-2024

Московского подростка заподозрили в пропаганде терроризма через Telegram

Экология в России и мире

Добраться до курортов Сочи станет этим летом намного дороже: озвучена причина и новые цены

УЛЁТНОЕ ВИДЕО С УЛЁТНЫМИ ЖИВОТНЫМИ!

585*ЗОЛОТОЙ» дарит украшения за установку мобильного приложения

Дом, милый дом: участки под строительство от компании Родные земли, цены, отзывы

Спорт в России и мире

Мирра Андреева установила новый рекорд на турнирах WTA-1000

«Был риск завершить борьбу еще в первом матче». В России оценили победу Рыбакиной в Штутгарте

Мирра Андреева замыкает год // 16-летняя российская теннисистка успешно стартовала на крупном турнире WTA в Мадриде

Потапова обыграла Шнайдер на старте грунтового турнира WTA 1000 в Мадриде

Moscow.media

Суд не стал менять приговор экс-главе наркоконтроля Свердловской области

ИТ Альянс объявляет о графике работы в майские праздники

Несколько дорог подтоплено в Абатском районе Тюменской области

ТСД SAOTRON RT-T50: высокопроизводительный терминал сбора данных промышленного класса











Топ новостей на этот час

Rss.plus






Беспроводной сканер штрих-кодов Heroje S-H29W

Петербург планирует перенести опыт выставки "Россия" на региональный уровень

Поселки для многодетных семей: найдет ли подмосковный опыт общероссийское продолжение?

Ивановские проекты победили в Международном профессиональном конкурсе НОПРИЗ на лучший проект – 2023