د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی وايي، د افغانستان په تېر ۴۳ کلن تاریخ کې لومړی ځل دی چې د دې هېواد په جګړه کې ښکېلې خواوې له یو بل سره خبرو ته ناست دي. زلمي خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ د بیروت انستیتوت لهخوا جوړ شوي انلاین سمینار ته، د هغو اندېښنو په اړه چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو پرېکړه به دې هېواد کې کورنۍ جګړه رامنځته کړي وویل "حقیقت دا دی چې افغانستان له ۴۳ کلونو راهیسې په جګړه کې دی." نوموړی وايي "داسې نهده چې له افغانستان څخه زموږ تر وتلو مخکې... Читать дальше...
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په افغانستان کې د جګړې لامل له دې هیواد څخه د امریکايي سرتیرو وتل نه دي بلکې دا هېواد په تیرو شلو کلونو کې پرلپسې جګړه کې ښکېل و. زلمي خلیلزاد دا څرګندونې د چارشنبې په ورځ د بیروت د انستیوت له خوا په جوړ شوي یو انلاین سینمار کې کړي. خلیلزاد په دې سیمنار کې د ازبکستان له پلازمېنې تاشکند څخه ګډون کړی و، هغه ځای چې د څو هیوادونو د لوړو پوړو چارواکو د یوې غونډې کوربه توب کوي. د افغانستان جمهور ریس اشرف غني، د پاکستان صدراعظم عمران... Читать дальше...
د علي وزیر وکیل قادر خان مشال راډيو ته وویل چې پولیسو ویلي دي چې دا مقدمه د ۲۰۱۸ز کال د مې پر اوومه د کراچۍ په شاه لطیف تاڼه کې درج شوې وه چې پکې د محسن داوړ او د غورځنګ د نورو غړو او ملاتړیو نومونه هم ول.
هندوستان له افغانستان سره د یو نیم لک ټنه غنمو د مرستې ژمنه کړې ده. ارګ ماڼۍ لیکلي دا ژمنه افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني ته د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس. جې شنکر په تاشکند کې ورکړې. د ازبکستان پلازمېنه تاشکند به سبا د منځنۍ او جنوبي اسیا، سیمهییز اتصال، فرصتونو او ننګونو په تړاو د یوه کنفرانس کوربه وي. د دغه کنفرانس په څنډه کې ولسمشر غني د سیمې او نړۍ له ګڼو نورو مشرانو او چارواکو سره هم لیدنې لري. ارګ ماڼۍ د هند د بهرنیو چارو وزیر په حواله زیاته کړې چې هېواد يې په افغانستان کې د نظام... Читать дальше...
افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن په تاشکند کې د ازبکستان له جمهور رئیس شوکت میر ضیایف سره کتلي دي. افغان ولسمشر د مرکزي او جنوبي اسیا د سیمهییز اتصال، فرصتونو او ننګونو په تړاو په یوه کنفرانس کې د ګډون لپاره ازبکستان ته تللی دی. دی تاشکند ته په رسېدو غرمه مهال د ازبکستان له ولسمشر سره وو. د دې لیدنې جزئیات لا نهدي رسنیز شوي. په تاشکند کې جوړېدونکي کنفرانس ته د اروپایي ټولنې او امریکا په ګډون د ۴۰ هېوادونو او سازمانونو مشران او استازي ورځي. دې غونډه کې پر اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي... Читать дальше...
د بادغیس والي په قلعهنو ښار کې د افغان ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ له اوربند خبر ورکوي. حسامالدین شمس ازادي راډیو ته وویل: "له نن لسو بجو په قلعهنو ښار کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو ترمنځ اوربند پیل شوی. هیلهمن یو لکه څنګه چې افغان ځواکونه دې اوربند ته ژمن دي طالبان هم په خپلو ژمنو ودرېږي." د بادغیس والي وايي، دا اوربند د قومي مشرانو او سپین ږیرو په منځګړیتوب ټینګ شوی. د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ازادي راډیو ته وویل د کوم اوربند نوم نهشي یادولی، خو... Читать дальше...
د تاجکستان چارواکو ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې د افغانستان له واخانه ۳۴۷ قرغز توکمي وراوښتي دي. د ازادې اروپا/ ازادي راډیو تاجکي څانګې دا خبره د تاجکستان د سرحدي ځواکونو په حواله خپره کړې ده. د تاجکستان د سرحدي ځواکونو لهخوا په دې تړاو په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغو افغان اتباعو د طالبانو د بریدونو له وېرې تاجکستان ته پناه وروړې او تاجک پولهساتو هم لار ورکړې ده. دمګړۍ دغو افغانانو ته د تاجکستان په مرغاب سیمه کې ځای ورکړل شوی. د تاجکستان پولهساتو ځواکونو بیا ادعا کړې چې له دغو... Читать дальше...
د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي، طالبانو او افغان ځواکونو د جګړې پر مهال د بشري حقونو قوانین نقض کړي. دغه کمېسیون د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۴» د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د چنګاښ یا سرطان میاشتې په لومړیو ۱۵ ورځو کې ۱۹۱ ملکي کسان وژل شوي او ۱،۰۵۹ نور ټپیان دي. په دې اړه د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په یوه تازه خپور شوي راپور کې ویل شوي چې په وژل شویو کې ۱۴۸ نارینه، ۱۴ مېرمنې او ۲۹ ماشومان دي. په راپور کې راغلي، هغه سیمې چې د طالبانو تر واک لاندې دي، د بشر حقونو ټول موارد پهکې تر پښو لاندې شوي. Читать дальше...
په ارزګان کې د سولې په نوم د فوټبال پیل شوې څلور ورځنۍ سیالۍ تېره ورځ د څلورمې ناحیې سیلاب لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې. د دغه ولایت د فوټبال فدارسیون مشر میرزا محمد امیرزوی ازادي راډیو ته وویل چې په يادو لوبو کې سيلاب څلورمې ناحيه لومړی، صداقت دوهمې ناحيه دوهم او وطندوست افغان اولې ناحيه لوبډلې درېيم مقام خپل کړی دی. دا سیالۍ د ترینکوټ ښاروالۍ له خوا د سولې په هیله پیل شوې وې. په ورته وخت کې هغه لوبغاړي او سيلانيان چې دغه لوبو کې يې ګډون کړی وو زیاتوي چې تر ټولو لويه هېله يې په هېواد کې... Читать дальше...
ارزګان کې په لومړي ځل د انتاني یا ساري ناروغيو د درملنې لپاره مرکز د څه کم يو لک امريکايي ډالرو په ارزښت جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو. د ارزګان ولایت والي محمد عمر شېرزاد د یاد روغتون د ګټې اخېستنې پرمهال وویل، پر دغه ۱۲ بستریز روغتون ۹۵ زر امریکايي ډالر لګښت راغلی چې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري ورکول شوی دی. د ارزګان عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، د ياد وارډ په جوړېدو سره به يې هغه ستونزې حل شي چې مخکې ناروغان ورسره مخ وو. د عامې روغتيا رياست رئیس ډاکټر عبدالغفار وطنوال وويل، ياد... Читать дальше...
ښځو د جولای پر ۱۵مه پر داسې مهال غونډه کړې چې له یوې خوا د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې جګړو زور اخیستې خو بل لوري ته د قطر پلازمینه کې دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته هم د خلکو هيلې پیدا شوي دي.
د بلوچستان په ساحلي ښار پسني کې یوې چاودنې دوه پاکستاني پوځیان وژلي دي. پېښه نن پنجشنبه (د چنګاښ ۲۴مه) هغه وخت شوې چې د امنیتي سرتیرو یو موټر تېرېده. په کوټه کې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې د وژل شوېو پوځیانو نومونه عفان مسعود او بابرزمان یاد کړي. د بیان له مخې د پېښې د عاملینو د نیولو لپاره هڅې روانې دي. چا تر اوسه د دې ماین چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د افغان ولسمشر لومړي مرستیال ویلي، یو شمېر افغان پوځیان چې طالبانو ته تسلیم شوي و او غوښتل یې پاکستان ته واوړي نیول شوي دي. امرالله صالح دا خبره نن په خپل فېسبوک او ټویټرپاڼو لیکلې ده. هغه زیاته کړې، دغو افغان پوځیانو ته طالبانو خطونه/پارچې ورکړې وې چې وکولای شي پاکستان ته ولاړ شي. صالح دا ادعا هم کړې چې د پاکستان د کډوالۍ ادارې چارواکو له سرحدونو نیولي د ښارونو تر منځه چمتووالی نیولی چې د طالبانو دغه خطونه د رسمي پاسپورټونو په توګه ومني او ټاپې پرې ووهي. ( پاکستان ته د ننوتلو په هدف)... Читать дальше...
د طالبانو له خوا د لسګونو ولسوالیو او ځینو سرحدي بندرونو له نیول کېدو وروسته، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په دې هېواد کې د طالبانو پرمختګونه د تعجب وړ بللي دي. ښاغلي محب ویلي چې طالبانو په ولسوالیو او ان د یو شمېر سوداګریزو بندرونو په نیولو کې چټک عمل کړی، خو له بېلابېلو خواوو د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د هغوی مخه ډب شوې ده. حمدالله محب د امریکا له ملي راډیو 'اېن،پي،ار' سره تازه په مرکې کې ویلي چې د طالبانو له خوا د سرحدي بندرونو نیول د تمې خلاف کار و او د یو شمېر ولسوالیو... Читать дальше...
د خوست ولایت د ټنیو ولسوالۍ یو شمېر ښوونکي په خپلو شخصي امکاناتو دې ښوونځي ته ټولګي جوړوي. دوی وايي، نه غواړي واړه زده کونکي له سرپناه پرته زده کړې وکړي. دغه ښوونکي په دی نظر دي چې دوی یوازې ټولګي نه جوړوي، بلکې غواړي خپلو زده کوونکو ته د ځان جوړونې یو فکر او انګېزه هم ورکړي چې د ستونزو پرمهال د بل چا لاس ته کینني. بشپړ ویډیويي راپور دلته وګورئ:
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ارزونې له مخې په افغانستان کې د جګړو د شدت له پیله تر اوسه پورې، د ۲۹ ولایتونو په ۲۲۶ ولسوالیو کې ۲۶۰ عامه تأسیسات ویجاړ شوي دي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رییس نادر نادري د پنجشنبې (د چنګاښ ۲۴مه) په ورځ کابل کې له پېښو شوېو زیانونو او د دغې ادارې د کار کوونکو په اړه وویل، ددې تاسیساتو په ویجاړیدو سره شااوخوا ۱۳میلیونه خلک له ملکي خدمتونو بې برخې شوي دي. ښاغلي نادري زیاته کړه: "ډېری ودانۍ سوځول شوي، الوزول شوي او ویجاړ شوي، دې کار د خلکو ملکیت ته کابو... Читать дальше...
سازمان دا خبره د جولای پر ۱۴مه تر هغې دوه ورځې وروسته کړې چې د پاکستان سېنېټ یاده قانوني مسوده منظور کړې او قامي اسمبلۍ ته یې د بحث لپاره استولې.
د مشال مرکه کې مو د خيبر پښتونخوا پخوانی ګورنر اقبال ظفر جګړا مېلمه دی. په خپرونه کې له نوموړي سره د قبايلي ضلعو په صوبه کې د شاملولو پر موضوع خبرې شوې دي. جګړا وايي، په پښتونخوا یې د قبايلي ضلعو د ورګډولو لپاره ډېر کار کړي وو. نوموړی د مسلم ليګ (ن) ګوند مخکښ سیاستوال دی او له ۱۹۷۰ز لسيزې راهيسې سیاسي هلې ځلې کوي. جګړا د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف د حکومت پر مهال د اپوزیشن ګوندونو د یوه اېتلاف (الاینس فار رېسټورېشن اف ډېماکرسي یا اې ار ډي) عمومي سېکرټر هم وو. د نوموړي د ژوند او کار په اړه خبرې په خپرونه کې واورئ.
د جولای پر ۱۵مه کېدونکې غونډې ته د پاکستان وزیراعظم عمران خان او افغان ولسمشر اشرف غني په ګډون تر ۴۰ زیاتو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو مشران او استازي ورغلي دي.
په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ پخوانی برېګېډییر سيد نذیر وايي، که په افغانستان کې ناامني زياتېږي نو تحريک طالبان پاکستان، داعش او نورو وسله والو ډلو ته د وسلو او روزنې تر لاسه کولو
افغان حکومت وايي، وسله والو طالبانو په ۱۱۶ ولسوالیو کې ۲۶۰ اداري ودانۍ له منځه وړي دي. دا خبره د افغانستان د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو د خپلواک کمېسیون رییس او د سولې د مرکچي پلاوي غړي احمد نادر نادري نن پنجشنبه (د چنګاښ ۲۴مه) په کابل کې رسنیو ته وکړه. هغه زیاته کړه: "۲۶۰ تعمیرونه د دغه هېواد د عام وګړي ملکیت دی. ویجاړ شوي، انفجار ورکړل شوی یا سوځول شوي. که دا وارزو چې څومره پیسې کېږي حد اقل پنځه سوه میلیونه ډالره د دې ارزښت دی." ښاغلي نادري وویل چې په لسګونو ولسوالیو کې یا ټول یا لویه... Читать дальше...
راپورونه وايي چې په لوېدیځ جرمني کې سختو بارانونو ګڼې ودانۍ زیانمنې کړي، لویې لارې یې تړلي او تېره شپه له ځینو سیمو ګڼ خلک بېځایه شوي. دا سېلابونه تېره شپه راغلي چې بشري مرګ ژوبله یې هم اړولې ده. سېلابونو له کبله مړینې د جرمني بُن ښار جنوب کې د راینلنډ- پلاټینیټ ایالت په ارویلر سیمه کې رامنځ ته شوې دي. پولیسو ویلي دي، د ارویلر سیمې سخولډ ښارګوټي کې یو ګڼ شمېر نور کورونه وروستیو سېلابونو داسې زیانمن کړي چې د نړیدو خطر یې شته. د تېرې شپې سېلابونو د جرمني شمالي ایالت راین ویسټ فالیه هم بد ځپلی دی. Читать дальше...
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ازبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې دی، چېرته چې تمه ده سبا یو نړیوال کنفرانس جوړ شي. ارګ ماڼۍ لیکلي چې ولسمشر غني ته نن په اسلام کریموف هوايي ډګر کې د ازبیکستان د صدراعظم عبدالله عارف اف او نورو چارواکو له خوا هرکلی وویل شو. د بیان له مخې ولسمشرغني په تاشکند کې "د مرکزي او جنوبي اسیا، سیمه ییز اتصال، فرصتونه او ننګونې" په نوم نړیوال کانفرانس کې د ګډون لپاره ازبیکستان ته تللی. په دې کانفرانس کې د اروپایي ټولنې او امریکا په ګډون د ۴۰ هېوادونو او سازمانونو استازي برخه اخلي. Читать дальше...
د روان لمریز کال په لومړۍ ربع کې د تېرکال د همدې مودې پرتله له افغانستانه ایران ته په صادراتو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ ویاند فواد احمدي وایي، له افغانستانه ایران ته وچه مېوه، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، طبي بوټي، لاسي صنایع او نور توکي صادرېږي. ښاغلي احمدي زیاته کړه چې تېرکال په همدې موده کې له افغانستانه ایران ته د ۱.۹۷ میلیونه ډالرو په ارزښت او روان کال د ۳.۹۲ میلیونه ډالرو په ارزښت صادارات شوي دي. نوموړی زیاتوي چې روان کال په همدومره موده کې له افغانستانه سعودي... Читать дальше...
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي, په روان لمرېز کال کې حيرتان بندر ته د چينايي سوداګريزو توکو لومړنۍ محموله تېره ورځ را ورسېده. د دغه وزارت ویاند فواد احمدي ازادي راډیو ته وویل، په دغې محموله کې ۵۱ کانټینرونه شامل دي چې څه موده وړاندې یې د چین له ارومچي ښاره یې افغانستان ته حرکت کړی و. د نوموړي په وینا په دې محموله کې برښنایي توکي، ارايشي او د سينګار محصولات، د ښځو ماشومانو او سړيو بېلابېل ډول جامې، د ماشومانو د لوبو سامانونه او نور سوداګريز توکي شامل دي. په دې وروستیو کې د افغانستان... Читать дальше...