په سږني لوی اختر کې د پکتیا د اریوب ځاځیو ولسوالۍ ته ورتلونکي سیلانیان څلور برابره کم وو. د پکتیا په یو شمېر ولسوالیو کې خلکو له تېرو شلو کلونو وروسته په لومړي ځل د وسله والو طالبانو تر واک لاندې د لوی اختر ورځې ولمانځلې. د دې سیمو یو شمېر اوسیدونکي وایي، سږنی اختر یې کمرنګه وو او ډېر شمېر خلک پرته له دې چې د لیدو وړ سیمو ته لاړ شي، د اختر ورځې یې په خپلو کورونو کې تېرې کړې. اریوب ځاځي د پکتیا یوه له هغو ولسوالیو شمېرل کېږي چې هر کال زرګونه لیدونکي یادې سیمې ته د لیدو او ساعتیرۍ لپاره ورځي، خو په دې اختر کې یې لیدونکي کم شوي دي. Читать дальше...
په اسلام اباد کې د ښځو د حقونو له يوې ناحکومتي ادارې (عورت فاونډيشن) سره کارکوونکي عاصم ملک د جولای پر ۲۲مه له مشال راډيو سره په خبرو کې د ولسمشر لخوا د اييني ترميمي بل لاسليکول يو ښه ګام وباله.
په فراه ولایت کې جګړو او ناامنیو په زرګونه تنه له خپلو مېنو بې ځایه کړل. په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو او طالب جنګیالیو وروستیو سختو جګړو سلګونه کورنۍ فراه ښار ته راکډه کړل. د رسمي شمېرو له مخې د کال له پیله تراوسه د دې ولایت له بېلابېلو ولسوالیو ۳زره کورنۍ بې ځایه شوي دي. د دې بې ځایه شوېو یو شمېر یې چې بې وزله هم دي ادعا کوي چې طالب جنګیالیو به په زور او ګواښ له دوی ډوډۍ غوښتله. هغه ادعا چې د طالبانو ویاندویان يې تل ردوي او وايي چې جنګیالي يې د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې له خلکو سره داسې چلند نه کوي. Читать дальше...
د امریکا ۲۵ رسنیو، د خبریالانو او بیان ازادۍ د دفاع سازمانونو او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټۍ له ولسمشر جو بایډن او د بهرنیو چارو له وزیر اینتني بلېنکن څخه په یو لیک کې غوښتي چې په افغانستان کې د امریکايي رسنیو افغان کار کوونکو ته د کډوالۍ د ویزو د ورکړې زمینه برابره کړي.
په افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالي د زیاتېدو او د طالبانو په لاس د ډېریو سیمو سقوط افغان خبریالان اندېښمن کړي دي. د امریکا ۲۵ رسنیو د هغه هېواد جمهور رییس جو بایډن او د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نه په یو لیک کې غوښتي چې افغانستان کې د امریکايي رسنیو افغان کار کوونکو ته د کډوالۍ د ویزو د ورکړې زمینه برابره کړي. سي.اېن.اېن ټلوېزیوني شبکې، فاکس نیوز، 'اې.بي.سي' نیوز، واشنګټن پوسټ، لاس انجلس ټایمز، 'اېن.بي.سي' او د خبریالانو د امنیت کمېتې دغه لیک کې لاسلیکونه کړي دي. د دغه لیک لیکوونکو... Читать дальше...
د امریکا د لوي درستیز له څرګندونو یوه ورځ وروسته د افغانستان دفاع وزارت وايي، د یو ځانګړي او مشخص پلان پر بنسټ هڅه روانه ده چې له لاسه وتلې ولسوالۍ بېرته د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې راشي. د امریکا لوی درستیز مارک میلي د چهارشنبې په ورځ واشنګټن کې وویل، طالبانو له ۴۲۰ ولسوالیو د ۲۱۰ مرکزونه نیولي دي. خو د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان که څه هم د طالبانو لاسته د لوېدلو ولسوالیو د دقیق شمېر په اړه معلومات نه ورکوي وايي چې خلک له امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي. امان وايي: "هغه سیمو... Читать дальше...
د مشال راډیو ایرانۍ څانګې (رادیو فردا) د جولای پر ۲۱مه په یوه رپورټ کې ویلي چې د هوا له تودېدو سره د ایران په ډېرو سیمو کې په دوامدار ډول د برېښنايي پارچاو له وجې احتجاجونه پيل شوي دي خو په خوزستان کې مظاهرې پراخې او پرله پسې دي.
مېلي د جولای پر ۲۱مه په واشنګټن کې وویل، داسې ښکاري چې طالبان غواړي په ټول افغانستان کې پراخې حملې وکړي، خو بریالي به نه شي.
په افغانستان کې سږنی اختر هم د کرونا ویروس، جګړو او تاوتریخوالي تر سیوري لاندې لمانځل کېږي. د دغه هېواد عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتي چې یو بل کره له تګ راتګ ډډه وکړي او په ټیلیفون اختر مبارکۍ وکړي. دا په داسې حال کې ده، وروستیو جګړو او تاوتریخوالي، د نورو زیانونو تر څنګ د دغه هېواد مخابراتي خدمتونو هم اغېرمن کړي دي. خلک وايي، له امله یې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي. د کندز ښار اوسېدونکی حضرت ګل وايي :"جګړې چې پیل شوي مخابراتي شبکې هم خرابې شوي، انټرنیټ کار نه کوي، مخابراتي شبکې هم کار... Читать дальше...
په پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي پېښو د زياتوالي له وجې ميندې او پلرونه د خپلو بچو لپاره انديښمن دي. ظفر خان د وزيرستان اوسېدونکی دی او غواړي چې لور يې د تکوانډو له لارې د ځان ساتنې زده کړي وکړي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
که څه هم په افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالي د لمن د پراخېدو له امله د دغه هېواد اوسېدونکي اندېښمن دي او ډېری یې بهر ته د تګ لارې، چارې لټوي، خو شته بیا داسې کسان هم چې د اختر لمانځلو لپاره له بهره خپل هېواد ته راغلي دي. ۲۶ کلن مشعل پاینده یو له دغو ځوانانو څخه دی، نوموړی له هر څه عکسونه او ویډیو ګانې اخلي، په هر څه کې خوند ویني هم له ښاره، له بازاره، له راشه درشې، دودونو او رواجونو. دی په فرانسه کې اوسي او کورنۍ سره د اختر تېرلو لپاره کابل ته راغلی دی وايي، په مسافرۍ کې اخترونه سخت پیکه دي، خو په وطن که ځانګړی خوند لري... Читать дальше...
د امریکا لوی درستیز وایي، طالبانو د افغانستان نژدې نیمایي ولسوالۍ لاندې کړي، خو په خبره یې تراوسه یې هېڅ مهم ښار نه دی نیولی. د ازادي راډيو د خبر مرکزي څانګې په استناد جنرال مارک میلي ویلي، طالبانو د افغانستان له څلور سوه شل ولسوالیو څخه تقریبا نیمایي نیولي دي. ښاغلي میلي پرون په واشنګټن کې وویل، داسې ښکاري چې طالبان غواړي په ټول افغانستان کې پراخې حملې وکړي، خو بریالي به نه شي. جنرال میلي زیاته کړه چې دې وسلې والې ډلې تر اوسه د افغانستان هېڅ مهم ښار نه دی نیولی او افغان ځواکونه د لویو... Читать дальше...
څو استرالیايي ورځپاڼو او انلاین خپرونو په افغانستان کې د استرالیا سفارت د بیا پرانیستل کېدو د احتمال او دغهراز له افغانستانه استرالیا ته د هغو افغان ترجمانانو د بیولو په اړه لیکنې خپرې کړي دي چې له استرالیايي پوځیانو سرهیې کار کړی دی. اېسبياېس د استرالیا «اېسبياېس» خبري سرویس لیکلي، استرالیا په دې غور کوي چې خپل ډیپلوماتان بېرته افغانستان ته ولېږي. استرالیا څه کم یوه میاشت وړاندې وروسته له دې چې امریکا اعلان وکړ چې ټول ځواکونه له افغانستانه باسي، له کابل څخه خپل ډیپلوماتان وایستل. Читать дальше...
که معتاد کلک هوډ ولري چې نوره به نشه نه کوي او د پخوا په څېر به عادي ژوند کوي، په ټولنه کې بایللی اعتبار او پخوانی دريځ بېرته ترلاسه کولای شي. ليکوال او خبريال نستو نادري تر اووه کلنې نشې وروسته په دې وروستيو کې نشه پرې ایښې او اوس بېرته خپل پخواني کار ته راستون شوی دی، خو بیا هم په ټولنه، په تېره بيا اجتماعي رسنيو کې د خلکو له پېغورونو خوندي نه دی پاتې شوی. ښاغلی نادري وايي چې که څه هم خلک په اجتماعي رسنيو کې هغه ته پېغورونه ورکوي او د ده په اړه منفي نظر ليکي، خو دی دا هر څه زغمي او هڅه کوي... Читать дальше...
تر اوسه پورې افغانستان ته د يوه ميليون په شااوخوا کې د کرونا ضد واکسينونه رسېدلي او د واکسين د لږوالي له امله دا واکسين تر ډېره بريده هغو خلکو ته ورلګول شوي چې د کرونا په مقابل کې يې مقاومت کم دی. معتادين چې د نشې له امله يې روغتيايي وضعيت ښه نه دی او د کرونا په ګډون د ډېرو ناروغیو په مقابل کې يې د وجود مقاومت کمزوری دی، تراوسه پورې يوه معتاد ته هم د کرونا ضد واکسين نه دی ورلګول شوی. د عامې روغتيا وزارت نشه يي موادو غوښتنې کمولو رئیس ناصر شريفي وايي چې د معتادينو د درملنې روغتيايي مرکزونو ټولو... Читать дальше...
یو شمېر مدني فعالانو او ټولنو د ایران د دولت پر چلند چې دا اعتراضونه یې ځپلي دي، سخت انتقاد کړی دی. فرهنګیانو، مدني فعالانو، ښووونکو او د متقاعدینو ټولنې په بېلابېلو خبرپاڼو کې د دوی په وینا د خوزستان د ځپل شوېو او تر پوزې رسېدلیو هېوادوالو ملاتړ کوي. د ایران لپاره د ازادي راډیو څانګه، فردا، په یوه راپور کې څرګندوي چې د هوا له تودېدو سره د ایران په ډېرو سیمو کې په دوامدار ډول د برښنا د پرې کېدو په خاطر اعتراضونه پيل شوي دي خو په خوزستان کې دا اعتراضونه پراخ دي او پرله پسې دي. اعتراض کوونکي... Читать дальше...