په بلخ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ځینې ښځې وايي چې طالب جنګیالي یې په ښار کې له محرم پرته د حضور ممانعت کوي او ښځې نهپرېږدي چې له کوره دباندې ووځي. یوه له دغو ښځو معصومه د هغې ۲۳ کلنې نجلۍ مستعار نوم دی چې تر کابو یوې میاشتې دمخه هم د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ښځو د حقونو فعاله وه. هغه چې د یوې داخلي مؤسسې کارکوونکې وه، د کار ترسره کولو لپارهیې هره ورځ له بلخ ولسوالۍ تر مزار شریف ښار تګ راتګ کاوه. معصومه وايي چې اوسیې طالبان د کار کولو ممانعت کړی. هغې وویل: "د دغې ډلې غړي ښځو ته په تنهايي د تګ راتګ اجازه نهورکوي. Читать дальше...
په اسلاماباد کې د افغان سفیر د لور سلسلې عليخېل د تښتونې پېښې له افغانستان سربېره، پاکستان کې هم پراخ غبرګونونه راپورته کړي دي. نن دوشنبه «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۸» د دې پېښې د غندنې په هوډ د پېښور پرس کلپ مخې ته، د واک تحریک لهخوا چې د پښتنو ښځو د سیاسي شعوري غورځنګ په نوم هم یادېږي، لاریون وشو. دوی له سلسلې عليخېل سره زور زیاتی غندي او دا پېښه د ټولو ډيپلوماتیکو اصولو خلاف او د پاکستاني حکومت ناغېړي او کمکاري بولي. لاریون کوونکو نیوکه کوله چې د اسلاماباد په څېر یو امن سیمه کې څه ډول د یوه... Читать дальше...
د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د جولای په ۱۹مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د پاکستان کورنيو چارو وزیر شېخ رشيد وروستۍ څرګندونې له وخته مخکې او غير مسلکي دي.
عدالت په کراچۍ کې پوليسو ته حکم کړی چې په زندان کې قېد، د قامي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر علي وزير طبي معاينه دې وکړي. د کراچۍ ترهګرۍ ضد يو عدالت د جولای په ۱۷مه کړې حکم کې ويلي چې د جېل سپرډنټ دې د دې طبي معايناتو راپور د جولای تر ۲۰مې پورې جج ته وړاندې کړي. د علي وزير وکيل ايډوکېټ قادر خان د جولای په ۱۸مه مشال ريډېو ته وويل چې موکل یې د ملا پر درد سربېره د پښتورګو ناروغي هم لري او زيات تکليف له وجې سم نه شې ګرځېدلی. قادر خان زیاته کړه: ((علي وزیر دومره په تکليف دی چې په عدالت کې د مقدمې اورېدنې په وخت ودرېدلی نه شو. Читать дальше...
د اسټرالیا، کاناډا، چېک جمهوریت، ډېنمارک، اروپايي ټولنې، فېنلینډ، فرانسې، جرمني، اېټالیې، جاپان، جنوبي کوریا، هالینډ، هسپانیې، سویډن، برتانیې او امریکا ډېپلوماټیکو ماموریتونو او د ناټو اېتلاف لوړپوړي ملکي استازي دفتر په بیان کې
د پاکستان د پنجاب صوبې په ډېره غازي خان کې د سپرلو د يو بس او ټرک جنګيدو په پېښه کې ۲۸ کسان مړه شوي دي. پاکستاني رسنيو د چارواکو له خولې ويلي چې د جولای په ۱۹مه شوې دغه پېښه کې ۴۰ کسان ژوبل شوي هم دي. پولیس وايي چې بس د سيالکوټ نه راجن پور ته روان وو چې د ډېره غازي خان په جوک يار شاه سيمه کې د ټرک سره وجنګيدو. په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کال کې هم په ډېره غازي خان کې د ورته ټکرونو له امله په ترتیب سره ۴۱ او ۲۳ کسان وژل شوي وو. په بس کې سپاره زیاتره کسان هغه مزدوران وو چې د لوی اختر د لمانځلو لپاره له خپلو کار ځايونو څخه کورونو ته روان وو. Читать дальше...
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د افغان حکومت لخوا له اسلام اباده د خپل سفیر او مشرانو ديپلوماتانو د ورغوښتو په اړه ويلي چې کابل دې پر دې فېصله له سره غور وکړي. د بهرنیو چارو وزارت وياند زاهد حفیظ چوهدري د جولای په اتلسمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د افغان سفیر نجيب الله علیخېل د لور د راپور شوې تښتونې تحقیقات په لوړه کچه روان دي او په دې اړه ښاغلي عليخېل ته هم معلومات ورکړل شوي دي. وزارت زیاته کړې چې په داسې کې د افغان ديپلوماتانو وتل خفه کوونکې ده. د جولای په ۱۶مه په اسلام اباد کې د افغان سفیر... Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا د بټګرام محمد نظیر د اسلام اباد په لارو او کوڅو کې ګرځي او چړې او چاقوګان تېره کوي. نوموړی وايي، د لوی اختر په ورځو کې یې کار زیاتېږي. نظیر د چړو تېره کولو پخوانی مشین کاروي او وايي، د دې مشین ګرځول ورته اسانه دي. ویډیو وګورئ.
واشنګټن پوسټ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو تر وتلو وروسته د امریکايي ډپلوماټانو د ستونزو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده. په دې مقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې امریکايي ملکي چارواکي هڅه کوي افغانان په خپل منځ کې سولې ته وهڅوي او په افغانستان کې د ښځو لاسته راوړنې خوندي پاتې شي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هغه امریکايي ډپلوماټان او مرستندویه کار کوونکي له یو شمېر ننګونو سره مخامخ دي چې اوس هم په دې هېواد کې پاتې دي. وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې... Читать дальше...