په افغانستان کې د ۲۰ کلن مأموریت پای او د دې مأموریت له پای سره د بګرام ستره پوځي اډه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شوه. افغان پوځ له دې پوځي اډې د ځانګړو عملیاتو لپاره کار اخلي. د افغانستان د ملي امنیت شورا د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۱۵» په خپله یوې تازه اعلامیه کې ویلي چې د بګرام پوځي اډې ترڅنګ به د یو شمېر نورو هغو اډو مسؤلیت هم واخلي چې له دې وړاندې د بهرنیو ځواکونو لهخوا یې مشري کېده. د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، افغان پوځ د بګرام اډې ټول مسؤلیت اخیستی. Читать дальше...
تېره اوونۍ په ممبی ښار کې د هند مخکښو ښځو له افغان ښځو او کوچنیانو سره د یووالي او د هغوی د هدفي وژنو پر وړاندې ملګرو ملتونو ته په یوه لیک کې اندېښنه شریکه کړه. پر دې موضوع، سولې ته د افغان ښځو د هیلو او په هند کې د افغانانو د وضعیت په اړه ملالۍ بشير د هند په ممبی ښار کې د افغانستان له جنرال قونسلې ذکیه وردک سره خبرې کړي. بشپړه مرکه دلته واورئ:
عمران خان په واک کې تر راتلو درې کاله وروسته له بلوڅ وسله والو ډلو سره د مذاکراتو خبره کړې ده خو تر دې وړاندې د نواز شريف په مشری د مسلم لیګ په واکمنۍ کې هم د دغسې خبرو اترو هڅه شوې وه.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ډاډ ورکوي چې افغان حکومت به د امنیتي او دفاعي ځواکونو په مټ اوسنی امنیتي وضعیت بېرته کنټرول کړي. حمدالله محب د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۱۵» په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال ټینګار وکړ چې د امنیتي وضعیت د کابو کولو لپاره د نورو تجهیزاتو د ترلاسه کولو هڅې روانې دي. ښاغلی محب زیاتوي: "په یو شمېر ولسوالیو کې اوس هم عملیات روان دي، په تېرو څو اوونیو کې ۱۴ ولسوالۍ مو بېرته ونیولې، راتلونکې اوونۍ به اووه نوې بلک هاک الوتکې راورسېږي،... Читать дальше...
علي خان چې د پاکستان هوايي شراکت "پي ای اې" په لومړۍ الوتنه کې د جولای پر پشږمه نېټه کراچۍ ته رسېدلی له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل:
په افغانستان کې د رسنیو د ښه او قانونمنده نشراتو په اړه لومړۍ مشورتي ناسته. دې ناسته کې د افغانستان عدلیې، حج او اوقاف، اطلاعاتو او فرهنګ، ښځو چارو وزراتونو، لویۍ څارنوالي او د خبریالانو د فدراسیون مشرانو ګډون کړی و. د افغانستان عدلیې وزیر فضل احمد معنوي د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۱۵» په دغې ناسته کې وايي، په روانو جنګي حالاتو کې حکومت او رسنۍ د ملي ارزښتونو او ګټو لپاره باید په یو صف کې ودرېږي. نوموړی وايي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې هر یو خپل مسؤلیت ته غاړه کېږدو: "هر یو چې په هر ځای... Читать дальше...
نړيوال سازمان د جولای پر پینځمه نېټه په خپله وېبپاڼه د هغو ۳۷ حکومتونو يا رياستونو د مشرانو عکسونه خپاره کړي چې په خبره یې صحافتي ازادۍ ته يې نقصان رسولی.
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې نن سې شنبه (د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) دیني علماوو د یوې لويې غونډې پر مهال پر خلکو غږ وکړ چې خپل چاپیریال پاک وساتي څو له ناروغیو څخه خوندي پاتې شي. مولوي رحیم الله وايي، الله (ج) داسې ایکو سیسټم جوړ کړی چې په دې سیسټم کې ټول موجودات یو له بل سره په مستقيم یا غیر مستقيم ډول تړاو لري او په وینا یې د هر یوه کمښت یا ډېرښت پر دا نورو مثبت یا منفي تاثیر کوي چې په ټکو یې الله (ج) ټول شیان په ټاکلي اندازه پیدا کړي دي. نوموړی زیاتوي: "الله(ج) خلکو ته امر کړی چې لومړی خپل... Читать дальше...
په بلاروس کې د ولسمشرۍ ټاکنو یو پخوانی داوطلب ویکتار باباریکا د فساد په تور په ۱۶ کلونو بند محکوم شوی دی. د ویکتار مدافع ټیم په هغه لګېدلي تورونه رد کړي او ویلي یې دي محکمې د دې لپاره ویکتار تورن کړی چې سیاسي موقف ته یې ضربه ورسوي. ویکتار باباریکا غوښتل تېر کال د بلاروس د دیکتاتور مشر الکساندر لوکاشینکا پر وړاندې په ولسمشرۍ ټاکنو کې کاندید شي، خو په جون میاشت کې ونیول شو. باباریکا په بلاروس کې د روسیې د بلګازپروم بانک مشر و. په بلاروس کې د لوکاشینکا ټول سیاسي مخالفان ځپل شوي او بند ته اچول شوي دي. Читать дальше...
رحمان چې د تاجکستان د امنیت شورا د غونډې مشري کوله د افغانستان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله.
یوه روسۍ الوتکه نن سې شنبه (د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) له اته ویشتو سورلیو سره ورکه شوې ده. روسي رسنیو راپور ورکړی چې دا 'AN-۲۶' ډوله الوتکه د روسیې له لېرې ختیځ سیمې پیټروپلوسک - کامچټسکي څخه د پلانا ښار ته روانه وه. د الوتکې اړیکه هغه وخت د هوايي کنټرول له څانګې سره پرې شوه چې غوښتل یې ناسته وکړي. د تازه راپورونو له مخې الوتکه د کامچټکا هوايي چلند په شرکت پورې تړلې وه. د دغه شرکت مشر الکسي خبروو روسي رسنیو ته ویلي چې الوتکه جوړه وه. روسیه مخکې هم د الوتکو د غورځېدو یا تخنیکي ستونزو شاهده وه چې ګڼو خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې. Читать дальше...
په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد پوځیانو ویلي چې دوی په کوټه ښار کې پنځه وسله وال کسان وژلي دي. د ترهګرۍ ضد پوځیانو په یوه بیان کې ویلي، عسکرو بېګا د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې ښار په هزارګنجي کې د وسله والو کسانو په یوه پټنځای برید وکړ. د بیان له مخې په برید کې په پوځیانو هم ډزې شوي، خو په ځوابي ډزو کې پنځه بریدګر وژل شوي او دوه نور یې له سیمې تښتیدلي دي. پاکستاني پوځیانو ادعا کړې چې ګڼ شمېر وسله یې هم د بریدګرو له ځایه پیدا کړې ده. په کوټه کې تر دې مخکې هم وخت ناوخته د حکومتي ځواکونو او وسله... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت ادعا کړې چې په کندز او لوګر کې یې په طالبانو باندې هوايي بریدونه کړي او لسګونه وسله وال یې ور وژلي دي. دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي، د کندز ښار په څنډو کې دوه ځایه د طالبانو غونډې په نښه شوي چې په نتیجه کې یې ۳۶ وسله وال وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي. دا برید داسې مهال کېږي چې طالبانو په کندز او شااوخوا نورو شمالي ولایتونو کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي. هاخوا په لوګر کې هم د دفاع وزارت په خبره په خوښۍ ولسوالۍ او مرکز پل علم اړوند سیمه کې څو ځایه په طالبانو هوايي او ځمکني بریدونه شوي. Читать дальше...
د افغانستان د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي په رسنیو باندې ټینګار وکړ چې د خبرونو د خپرولو په وخت دې له پوره دقت کار واخلي. حلیمي دا خبره نن سې شنبه (د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) په کابل کې د رسنیو د خپرونو د ښه کېدو په تړاو یوې غونډه کې وکړه چې څو نور وزیران او د رسنیو مشران هم په کې ناست وو. نوموړي وویل: "ازادي د بیان له تعرض نه مصوونه ده. د فرد حقوق په ټولنه کې هم له تعرض مصوون دي. که یو څوک غلط خبر نشروي ټولنې ته یې ضرر رسیږي." حلیمي انتقاد وکړ چې د ده په حواله څه وخت مخکې رسنیو د طالبانو... Читать дальше...
د جولای په پنځمه نېټه امنیتي متخصصینو د هغې سایبري حملې اغېز ارزولو ته دوام ورکړ چې د ریويل په نوم یوې ډلې یې ادعا کړې. دا ډله روسي ژبه وايي او د بیټ کواین انټرنیټي پیسې په بڼه یې د اویا میلیونه ډالرو باج غوښتنه کړې ده. دې ډلې تهدید کړی چې که پیسې ورنه کړل شي د هدف ګرځول شوېو شرکتونو معلومات به علني خپاره کړي، خو داسې يې څرګنده کړې چې په دې اړه خبرو ته چمتو دي. د دې حملې له کبله په ټوله نړۍ کې له اته سوه څخه تر پنځلس سوه پورې تجارتونه اغېزمن شوي. دا حمله پر کاسیا انټرنیټي خدمات رسوونکي شرکت... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازې یو ځل بیا دوحې ته تللي. یوناما د دې سفر موخه د افغانستان د سولې خبرو د بیا پیلېدو هڅه بولي. مېرمن لاینز پرون دوشنبه (د چنګاښ په ۱۴مه نېټه) د طالبانو له مرکچي پلاوي سره هم لیدلي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: "په دې لیدنه کې افغانستان کې سولې ته په اړتیا او له دې بهیر سره د ملګرو ملتونو په ملاتړ بحث شوی." یوناما زیاتوي، مېرمن لاینز طالبانو ته ویلي، د سولې خبرې باید په ریښتني ډول... Читать дальше...
دوی د جولای پر پنځمه نېټه په افغانستان کې روانه جګړه د پردیو په لمسون او د پردیو د ګټو لپاره وبلله او ويې ویل، خلک تیار دي، چې د خپل هېواد، نظام او ټولګټو تاسیساتو څخه ساتنه وکړي.
افغان امینتي چارواکي په لوګر کې د ۲۶ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا کوي. په پکتیا کې د ۲۰۳م تندر قول اردو ویاند ایمل مومند د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) له غرمې وړاندې رسنیو ته وویل چې دغه وسله وال طالبان یې تېره شپه د لوګر په مرکز پل علم او د خوښۍ ولسوالۍ په اړونده سیمو کې د هوایي او ځمکنیو بریدونو پر مهال وژلي دي. مومند وایي، په دې بریدونو کې یې د وسله والو طالبانو اړوند یو موټر، یوه اندازه وسله، مهمات او چاودیدونکي توکي له منځه وړي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
د ننګرهار ولایت په فابریکو کې دا مهال ۱۲ زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند فواد احمدي نن سې شنبه (د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) ازادي راډیو ته وويل چې اوس مهال د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او صنعتي ښار ګوټو کې د ۲۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو په پانګونې ۳۵۰ توليدي فابريکې فعاليت کوي چې په کې ۱۲ زرو کسانو ته د کار کولو زمينه برابره شوې ده. دغه فابريکې د المونيمي او پلاستيکي لوښو، کرنيزو وسايلو، ترېشر، مرمر ډبرو، اوسپنې ويلي کولو، د بیټريو تیزاب، سيخ جوړولو،... Читать дальше...
د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې د قربانۍ د څارویو منډیانې لګېدلې دي چې پکې د کراچۍ منډيي تر ټولو لویه ده. خو سوداګر وايي، سږ کال څاروي خورا ګران دي او ښايي تاوان وکړي. ویډیويي رپورټ.
له افغانستانه د زعفرانو د قاچاق د مخنیوي تازه هڅې پیل شوي دي. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن سې شنبه (د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه د کرنې وزارت، د ملي امنیت شورا، کورنیو چارو، ماليې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د زعفران کارانو د ملي ټولنې استازو ناسته کړې او ټینګار شوی چې د زعفرانو د قاچاق په مخنیوي کې رغنده ګامونه واخیستل شي. نوموړي وویل چې د افغانستان زعفرانو په نړۍ کې مهم ځای خپل کړی او باید دغه ارزښت وساتل شي. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ... Читать дальше...
په کندز کې د جګړو له امله سلګونه خلک بې ځایه شوي چې اوس د ژوند سختې شپې او ورځې تیروي. دا بې ځایه شوي خلک وايي، دوی د خوراکي توکو او درملو له کمبود سربېره د سرپناه له نشتوالي سره هم مخ دي. د حکومتي شمېرو له مخې په روانه میاشت کې د جګړې په پایله کې ۶ زره کورنۍ بې ځایه شوي دي. بشپړ ویډیويي راپور یې دلته وګورئ:
مسیر مسیر ورځپاڼې پوښتلي چې په دوحه کې بیا پیل شوېو خبرو ته څومره تمه کېدای شي؟ وړاندې راغلي چې د افغان حکومت او طالبانو د سولې د مرکچي پلاوو د تماس ګروپونو له تېرو دوو ورځو راهیسې په دوحه کې خبرې پیل کړي دي. د لېکوال په وینا پر دواړو اړخونو فشار وو چې باید د سولې خبرې ژر پیل کړي او روانه جګړه ودروي. ورځپاڼې لیکلي، دا فشار یوازې د افغاني اړخونو له خوا نه وو، بلکې په نړیواله کچه هم دواړه خواووې تر فشار لاندې وې چې ژر خبرو ته وګرځي او خبرې پیل کړي او له بله اړخه د جګړې له روان وضعیته ځینو بهرنیانو... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز دوحه کې له طالب مرکچیانو سره کتلي دي. یوناما پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په پرونۍ کتنه کې د سولې له بهیره د ملګرو ملتونو پر ملاتړ خبرې شوې دي. یوناما وړاندې لیکلي، د سولې خبرې باید ریښتینې وي او د جګړې د پای ته رسولو او هېلو ته د افغانانو د رسیدو لپاره باید لومړیتوب ورکړل شي. د سولې بین الافغاني خبرې په تېره سېپټمبر میاشت کې په دوحه کې پيل شوي، خو له څو ځل مخامخ کتو او اجنډا جوړېدو پرته په کې بل کوم د پام وړ پرمختګ نه دی شوی. ... Читать дальше...
د نړۍ شپاړسو نااټمي هېوادونو پر اټمي قدرتونو غږ وکړ چې د هستوي وسلو له منځه وړلو ته لاس په کار شي. د ستاکهولم نوښت په چوکاټ کې د راټولو شوېو دغو هېوادونو استازیو پرون دوشنبه(د چنګاښ په ۱۴مه نېټه) خپله څلورمه غونډه په مادرید کې وکړه. د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د پرونۍ غونډې په اعلامیه کې پر نهو اټمي هېوادونو غږ شوی چې 'د اټمي وسلو د نه پراختیا تړون' اړتیاوې پوره کړي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس غونډه کې ویلي، اټمي بې وسلې کېدنه امکان لري او په خبره یې دا 'سملاسي اړینه' چاره ده. Читать дальше...