امریکايي چارواکو ویلي چې په وروستیو کې یې د افغان ځواکونو په ملاتړ افغانستان کې هوايي بریدونه کړي دي. د پنټاګون ویاند جان کربي پرون پنجشنبه(د چنګاښ ۳۱مه) خبریالانو ته وویل چې امریکايي ځواکونو په وروستیو ورځو کې د افغان ځواکونو د ملاتړ په هدف په افغانستان کې هوايي بریدونه کړي، خو ډېر جزییات ورنه کړل. طالب ویاند ذبیح الله ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته تایید کړه چې د کندهار ښار ته نژدې امریکايي ځواکونو د دوی پر اهدافو هوايي بمبارۍ کړي دي. نوموړي زیاته کړه: "هو، د کندهار ښار نژدې یو څو ځایه بمباري شوې دي. Читать дальше...
په جاپان کې د المپیک دوبنۍ سیالۍ تر یو کال ځنډ وروسته نن جمعه پرانیستل شوې. د کرونا وبا له کبله دغه لوبې تر خاصو شرایطو لاندې ترسره کېږي. په ۱۱،۰۰۰ لوبغاړو کې پنځه کسان په څلورو ورزشي رشتو کې د افغانستان استازیتوب کوي. نور په دې ویډیويي راپور کې:
د افغانستان په فراه ولایت کې جګړو او ناامنیو په زرګونه خلک له خپلو مېنو بې ځایه کړي دي. په دې ولایت کې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ نښتو زور اخیستی دی. د رسمي شمېرو له مخې د کال له پیله تراوسه د دې ولایت له بېلابېلو ولسوالیو درې زره کورنۍ بې ځایه شوې دي. نور حال په دې ویډیو يي راپور کې کتلای شی.
د همدې له وجې د جولای پر ۲۳مه د سیالیو په پرانیستغونډه کې محدود کسان ګډون کوي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ تعلقات پر داسې مهال ترینګلي شوي چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او او افغان حکومت تور پورې کوي چې پاکستان د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي خو پاکستان دا نه مني.
د امریکا متحدو ایالاتونو پرون پنجشنبه (د چنګاښ ۳۱مه) د کیوبا پر دفاع وزیر او د ځانګړو ځواکونو پر قطعې د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د دولت-ضد مظاهرو پر مهال له بشري حقونو د سرغړونو د ادعاوو له کبله بندیزونه ولګول. د امریکا خزانې وزارت د کیوبا د دفاع وزیر ایلوارو لوپیز میرا (Álvaro López Miera) او د کیوبا د کورنیو چارو وزارت اړوندې د ځانګړو ځواکونو پر قطعې دغه بندیزونه اعلان کړل. د دغو بندیزونو له مخې په لوپیز میرا او د ځانګړو ځواکونو په قطعې پورې اړوندې هر ډول شتمنۍ کنګل کېږي، د امریکا... Читать дальше...
د امریکا د ناروغیو د کنټرول او وقایې ادارې ویلي، د ماسکونو کارونې په اړه د لارښود په بدلون کې یې لا کومه غوښتنه نه ده ترلاسه کړې. دا په داسې حال کې ده چې دغه هېواد کې د چارواکو په خبره د کرونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو دي. ګڼ هېوادونه د کرونا ویروس د ډېلټا بڼې د خپرېدو د مخنیوي لپاره لاس په کار شوي دي. په امریکا کې د ناروغیو د کنټرول او وقایې ادارې مشرې راشل والینسکي پرون ویلي، تر اوسه د اوسني لارښود د بدلېدو لپاره کومه پرېکړه نه ده شوې. هغې ویلي، هغو کسانو چې بشپړ واکسین لګولی، اړتیا نه... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روسیې له خوا د پېشنهاد شوي پرېکړه لیک مسوده رد کړه. په دغه پېشنهاد کې د ځانګړي نړیوال استازي د څوکۍ د لغوه کېدو غوښتنه شوې وه چې د ۱۹۹۵میلادي کال د سولې موافقې د تطبیق د څار مسوولیت لري. د سولې هغه موافقه د بوزنیا د جګړې د پای ته رسېدو سبب شوې وه. د پرېکړه لیک دغې مسودې، د تصویب لپاره د امنیت شورا د ۱۵ رایو له ډلې نهو رایو ته اړتیا درلوده، خو یوازې یې د روسیې او چین رایې ترلاسه کړې او د امنیت شورا ۱۳ نورو غړو سپینې رایې وکارولې. تر دې رایې اچونې مخکې غربي... Читать дальше...
ټاکل شوې چې د توکیو د المپیک د لوبو د پیل رسمي مراسم په ځايي وخت د ماښام په اتو بجو چې د کابل درې نیمې بجې کېږي پیل شي. د کرونا د وبا له کبله تمه نه کېږي چې دا مراسم د المپیک د پرانیستې د نور پخوانیو مراسمو په څېر پراخ او شاندار وي. د توکیو د المپیک تنظیمونکو د پرانیستې د مراسمو ډېر جزییات نه دي خپاره کړي، خو دوی ویلي چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره سخت محدودیتونو له کبله به د ۶۸ زره کسانو لپاره جوړ شوي د المپیک سټوډیوم کې یوازې ۹۵۰ تنه راټول شي چې په کې د نړۍ شا اوخوا ۱۵ مشران هم برخه ولري. Читать дальше...
بیان زیاتوي، د دواړو لوریو چارواکي به په دوه ورځنیو خبرو کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د چین پاکستان اقتصادي لار پر پروژو، پر دفاعي او امنیتي همکاریو او د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې غږېږي.
په لغمان ولایت کې چاودنې د ۳ ماشومانو په ګډون ۵ تنه ټپیان کړل. د لغمان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند شفیع الله افغانیار ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه پرون پنجشنبه (د چنګاښ ۳۱مه ) ماسخوتن شااوخوا ۸ بجې د قرغیو ولسوالۍ د کندې حسن خېلو سیمه کې د ملکي وګړو پرهغه مرسډیز موټر وشوه چې په خبره یې، د وسله والو مخالفانو له خوا پر ځای پرځای شوي ماین وربرابر شو. افغانیار په دې پېښه کې د ۳ ماشومانو د ټپي کېدو خبر ورکوي، خو د لغمان د عامې روغتیا رئیس عبدالمعروف جلیلي بیا ازادي راډیو ته وویل چې له یادې پېښې... Читать дальше...
د تخار ولایت پولیسو د ښيښې جوړولو يوه کارخونه ويجاړه کړه. د تخار سرپرست امنيه قوماندان شمس الحق سادات ازادي راډيو ته وويل چې د دوی پولیسو د کېمياوي موادو جوړولو پر يوه کارخونه عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې د ښیښې جوړولو د کارخونې پر ويجاړېدو سربېره ۴۲ لېټره تېزاب، نژدې درې کيلوګرامه ښیښه او د نوشادرو په نوم ۱۴۶ کيلوګرامه کېمياوي مواد ونيول شول. د دې کارخونې د جوړولو په تور يو تن هم نيول شوی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په طالبانو تور لګولی چې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې لږ تر لږه ۱۰۰ ملکیان وژلي دي. دا خبره د دغه وزارت ویاند میرویس ستانکزي طلوع نیوز ته کړې. د کندهار له سپین بولدکه د ملکیانو د وژنې او د خلکو د کورونو د لوټ د ادعاو په تړاو په لومړنیو غبرګونو کې د ولسمشر مرستیال امرالله صالح دا کار یو غچ اخیستونکی قتل عام یاد کړی. ښاغلي صالح نن سهار پر خپل ټوېټر زیاته کړې چې ډېری قربانیان ورزشکاران، مدني فعالان، سوداګر او هغه خلک وو چې له دولت سره په خواخوږي تورن وو. Читать дальше...
له طالبانو د نړیوالې ټولنې لهخوا یو سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو او اوربند له غوښتنې وروسته، د دې ډلې یو پلاوي د امریکا، اروپايي ټولنې، جرمني، بریتانیا، فرانسې، ناروې، د ناټو ملکي استازي، یوناما او د قطر استازو سره غونډه کړې. د دې انلاین غونډې کوربهتوب د ایټالیې ځانګړي استازي جیانفرانکو پټروزیلا کړی او په کې د افغانستان په روان وضعیت، سولې پروسې، د طالب بندیانو پر ازادۍ، له تور نوملړه د طالب مشرانو د نومونو په ایستلو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوي. دې غونډه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال... Читать дальше...
د پروان ولایت پولیسو کابل ولايت ته د چرسو د قاچاقو مخه ونيوله. يو تن چې ۱۵ کيلوګرامه چرس يې په يوه موټر کې پټ ایښي وو او غوښتل يې چې کابل ته يې قاچاق کړي، په چاريکار ښار کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونيول شول. له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت د رسنيو دفتر ازادي راډيو ته وويل، په چاريکار ښار کې يو بل تن هم نيول شوی چې پر معتادينو يې هيرويين پلورل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې د پروسې او څو نورو مسالو په تړاو د قطر د صدراعظم له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کړي. انتوني بلېنکن او محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني بېګا په واشنګټن کې لیدلي. ښاغلي بلېنکن په خپل ټوېټر لیکلي چې یوه سیاسي حل ته د رسېدو په هدف د افغانستان د سولې د خبرو د چټکتیا لپاره د قطر په سخاوتمندانه ملاتړ، له یمن سره په مرستو او ځینو نورو مسالو باندې له ښاغلي ال ثاني سره وغږېد. بلېنکن ویلي: "موږ ژمن یو چې په سیمه کې د سولې لمن پراخه کړو." د قطر... Читать дальше...
د ننګرهار ولايت په يوه کور کې نژدې څلور سوه کيلوګرامه نشه يي او کېمياوي مواد ونيول شول. د ننګرهار له نشه يي موادو د مبارزې ځانګړو پولیسو پر يوه کور د عملیاتو په نتیجه کې ۱۹۰کيلوګرامه تارياک،۹۰ کيلوګرامه چرس، ۵۹ کيلوګرامه هيرويين، ۱۵ کيلو ګرامه ښیښه، ۲۲ کيلوګرامه جامد کيمياوي مواد او ۸ لېټره تېزاب د پولیسو لاس ته ورغلل. د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د رسنيو دفتر ازادي راډيو ته وويل چې د دې نشه يي موادو د توليد او ساتلو په تور يو تن هم نيول شوی دی.
د هرات چارواکي وايي، کَرُخ ولسوالي یې بېرته له طالبانو ونیوله. دا خبره د یاد ولایت پوځي شورا نن په یوه اعلامیه کې کړې ده. په اعلامیه کې راغلي چې د کَرُخ د بیا نیولو لپاره سهار وختي عملیات پيل شول چې په نتیجه کې یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله واوښته او افغان پوځیانو د کَرُخ د ولسوالۍ مرکز ونیوه. د هرات پوځي شورا ادعا کړې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او شل نور ټپیان دي. وسله والو طالبانو لا تراوسه د افغان چارواکو د دې ادعا په تړاو څه غبرګون نه دی ښوولی.
په بغلان ولايت کې تر دوه زره کيلوګرامو ډېر نشه يي مواد وسوځول شول. په دې نشه يي موادو کې دوه زره او ۶۸۵ کيلوګرامه هيرويين، ښیښه، نشه يي ګولۍ، چرس او تارياک شامل وو. دا هغه نشه يي مواد وو چې په تېرو دوو کلونو کې په ۱۲۴عملياتو کې په بغلان ولایت کې نيول شوي وو. د بغلان امنیه قوماندان جاوېد بشارت ازادي راډيو ته وويل چې د دې عملیاتو په بهير کې ۲۰۶ تنه نيول شوي او د عدلي او قضايي ادارو له خوا په مجازاتو محکوم شوي دي.
د افغانستان او بریتانیا د ملي امنیت سلاکارانو د سولې، امنیت او له ترورېزم سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې. حمدالله محب له سر سټېفن لاوګرو سره پرون پنجشنبه په لندن کې ولیدل. د افغانستان د ملي امنیت شورا له خبرپاڼې سره سم، ښاغلي لاوګرو له افغانستان سره د بریتانیا د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ، ویې ویل، هېواد به یې له افغانستان سره د نورو هېوادونو د ملاتړ په خپلولو کې همکاري وکړي. په خبرپاڼه کې همدا راز ویل شوي چې دواړو چارواکو سلا وکړه چې له خپلو سیمه ییزو سیالانو سره همکاري به ګډ امنیتي هدفونه پیاوړي او ګډې بریاوې خوندي کړي. Читать дальше...
امریکايي چارواکي وايي، د دغه هېواد پوځ په دې اوونۍ کې د افغانستان د حکومت په ننګه د کندهار په شمول په افغانستان کې د طالبانو پرضد څو هوايي بریدونه کړي دي. د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکايي ځواکونو دا هوايي بریدونه د هغو الوتکو په وسیله چې له افغانستانه بهر دي، د طالبانو پر ضد په جګړه کې د امریکا د ملاتړ د دوام اراده ښيي. امریکا د خلیج په هېوادونو کې راز-راز جنګي الوتکې لري چې په افغانستان کې هدفونو ته ځان رسولی شي. دا له کله چې تېره اوونۍ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو... Читать дальше...
د امریکا د استازو جرګې پرون پنجشنبه یوه لایحه تصویب کړه چې پر اساس یې هغو افغانانو ته چې له امریکايي او ايتلافي ځواکونو سره یې مرسته کړې ده، د ځانګړو وېزو د ورکولو پروام پراخیږي او چټکېږي. دا لایحه په لوی اکثریت یعنې د ۱۶ مخالفو رایو پر وړاندې په ۴۰۷ موافقو رایو تصویب شوه. اوس به دا لایجه سنا جرګې ته وړاندې شي. زرګونه افغانان چې تېرو شلو کلونو کې یې له امریکايي او ناټو ځواکونو سره مرسته کړې او اوس احساس کوي چې د طالبانو له لوري له جدي خطر سره مخامخ دي. دوی د امریکا او نورو هیوادونو وېزو ته انتظار دي.
د افغانستان د پوهنې وزارت د ښوونځیو د ازموینو وخت اعلان کړ. د دې وزارت ویاند نجیبې ارین په دې اړه تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "د اسد په شپږمه په سړو او ډېرو سړو سیمو کې د کال د نیمايي ازموینې اخلو. په تودو ولایتونو کې کله چې رخصتۍ پیل شوې، لا وروستۍ ازموینې بشپړې شوې نه وې او څو مضمونه پاتې دي، د اسد په شپږمه نېټه به د تودو ولایتونو وروستۍ ازموینې هم په بشپړ ډول واخیستل شي او بیا به د کال وروستۍ یا دوبنۍ رخصتۍ پیل شي." له بلې خوا د پوهنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښوونځیو ته د زده... Читать дальше...
ټاکل شوې ده چې د افغانستان او اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیران افغانستان ته د استرالیايي دیپلوماتانو د بېرته راتګ د څرنګوالي په اړه خبرې وکړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبه په یوه اعلامیه کې وویل، په افغانستان کې د خپل دیپلوماتیک حضور د بیا پیلولو په باب د اسټرالیا د حکومت د پرېکړې هرکلی کوي. د بیان له مخې، د افغانستان حکومت له اسټرالیا سره له نژدې کار کړی چې په کابل کې د اسټرالیايي دیپلوماتانو د ماموریت د بیا پیلېدو سریزې برابرې شي. استرالیا دوې میاشتې پخوا په دې خاطر چې د افغانستان... Читать дальше...
د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ د وضعیت په اړه لاهم ضد و نقیض راپورونه ورکول کېږي. پرون پنجشنبه (د چنګاښ ۳۱مه) وسله والو طالبانو ادعا وکړه چې دا ولسوالۍ یې نیولې ده خو تېره شپه ناوخته د کونړ والي محمد اقبال سعید ازادي راډیو ته وویل چې افغان هوايي ځواک په دې ولسوالۍ کې د طالبانو مورچې بمباري کړي دي. ده طالبانو ته د مرګ ژوبلو د شمېر په اړه بې خبرې وښوده. پرون سهار طالبانو او د سیمې اوسېدونکو تایید کړه چې د ولسوالۍ مرکز د طالبانو لاسته ورغلی خو وروسته ځايي خلکو ازادي راډیو ته وویل چې هوايي ځواک په ولسوالۍ کې پر طالبانو بمباري وکړه. Читать дальше...