د افغانستان بېلابېلو سیمو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جنګ جګړو له زیاتېدو سره سم د کرنیزو محصولاتو د راټولولو فصل هم رارسېدلی. په دې موسم کې باید بزګران د خپلو کرنیزو محصولاتو په راټولولو لګیا وای، خو په ځینو سیمو کې د پرلهپسې جګړو له امله بزګران نهشي کولای چې خپلو کارونو ته ورسېږي. د بدخشان مرکز فیضاباد ښار اړوند د شورابک د سیمې اوسېدونکی بزګر صفيالله وايي، د جګړو له املهيې د څو میاشتو د زحمت حاصل په ځمکه ولاړ دی او نهشي کولای چې راټوليې کړي. نوموړی چې د جګړې له لومړۍ لیکې... Читать дальше...
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په اروپا کې د کرونا ویروس نوې څپه په راتلو ده. د کرونا د ډېلټا بڼه د روسیې په شمول په څو هېوادونو کې ډېره ثبت شوې ده. په اروپا کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر هانس کلوګ نن یوې خبري غونډې ته وویل چې په ټوله اروپا کې په نویو پېښو کې د ۱۰ اوونیو کمښت پای ته رسېدلی. هغه زیاته کړه که چېرې اروپایان غواړي د ویروس د ګړندي خپرېدو مخنیوی وکړي، باید مقررات رعایت کړي. د کرونا ویروس د نویو پېښو شمېر تېره اوونۍ وروسته له هغه ۱۰ سلنه لوړ شو چې بندیزونه لیرې شول او خلکو یو وار بیا سفرونه او غونډې پیل کړې.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په روسیه کې دی او تمه ده پر امنیتي همکاریو او سیمهییزو مسایلو خبرې وکړي. د امنیت شورا ویاند رحمتالله اندړ ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی محب نن سهار روسیې ته تللی دی. د روسیې دولتي خبري اژانس ټاس هم راپور ورکړی چې تمه ده د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د روسیې د ملي امنیت له سلاکار نیکولای پاټروشف سره د افغانستان پر وضعیت بحث وکړي. ښاغلي محب داسې وخت روسیې ته سفر کړی چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او هره ورځ له بېلابېلو ولایتونو د سختو وسلهوالو نښتو راپورونه ورکول کېږي. Читать дальше...
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي هېواد یې غواړي چې د افغانستان روانه جګړه د خبرو له لارې هواره شي. شاه محمود قریشي نن له یوه پاکستاني ټلوېزیون سره د افغانستان په مسایلو باندې مرکه کړې ده. د مرکې په یوه برخه کې هغه ویلي: "دوی باید خپل مسایل د خبرو له لارې حل کړي. که څوک په زور قدرت ته رسېدل غواړي، نو د وینې تویېدل به زیاتېږي او د افغانستان ګټه پهکې نهشته. د افغانستان زیان د پاکستان په تاوان هم تمامېږي. خدای مهکړه که د افغانستان وضعیت خراب شي، نو پاکستان هم ترې متأثره کېږي." قریشي ویلي... Читать дальше...
د پاکستان پوځ د دې هېواد د داخلي او خارجه امنيت په اړه د پارلېمان ملي امنيت کمېټۍ غونډې ته معلومات ورکوي. د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر دا غونډه له هغه وروسته رابللې چې کله د حزب اختلاف پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري په قامي اسمبلۍ کې د وينا پرمهال د افغانستان پر حالاتو د معلوماتو د ورکړې غوښتنه وکړه. د قامي اسمبلۍ پر ويب پاڼې چې د ملي امنيت کمېټۍ د غړیو په اړه معلومات ورکړل شوي د هغې له مخې د دې شمېر ۲۹ دی چې پکې د حزب اختلاف مشر شهباز شريف، پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري ترڅنګ په سېنټ کې د حزب اختلاف مشر هم شامل دي. Читать дальше...
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، له یوې خوا په هېواد کې د کرونا ناروغانو لپاره د روغتونونو ظرفیت کم دی او له بلې خوا په یو شمېر روغتونونو کې د پایوازانو د ګڼې ګوڼې له امله هم تر پوزې راغلي دي. دوی وايي په روغتونونو کې له ناروغانو سره د پایوازانو شتون او اړیکې په ټولنه کې د ویروس د ډېر لېږد لامل کېږي. اسدالله کاکړ چې د هرات ولایت اوسېدونکی دی وایي، د کرونا ویروس د احتیاطي تدابیرو نهعملي کول د دې لامل شوی چې دا ویروس په چټکۍ خپور شي. هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "لکه څرنګه چې... Читать дальше...
پوتین نژدي له دوو لسیزو راهېسې د روسیې مشري کوي، کله د جمهور ریس او کله د صدراعظم په توګه. په دې موده کې هغه ډیر ځله داسې ژمني کړي چې په عملي کولو کې یې پاتې راغلی. په دې راپور کې مو د پوتین له دې ژمنو څخه ځینو ته کتنه کړې.
سږ کال د جون پر ۱۰مه نېټه په سعودې عربستان مکه کې د افغانستان، پاکستان او سعودي عرب ديني عالمانو په حضوري او آنلاین کنفرانس کې د افغان سولې له بهیره د ملاتړ او په دې برخه کې د همکارۍ هوکړه وکړه.
د خیبر لسګونه سیاسي او مدني فعالانو د انتظامي او امنیتي چارواکو تر ډاډ وروسته احتجاجي ناسته پای ته رسولې او افغانستان ته تلونکی سړک یې خلاص کړی دی. دوی د جون پر ۳۰مه تر هغې یوه ورځ وروسته تورخم ته تلونکې لار وتړله چې د لواړګي په تاتره کلي کې د راکټ مرمۍ چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ پینځه غړي ووژل او پینځه یې ژوبل کړل. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د افغانستان دفاع وزارت وايي افغان هوايي ځواک نن په بلخ کې ۲۱ وسلهوال طالبان وژلي دي. دغه وزارت په خپله فېسبوک پاڼه باندې د یوې هوايي حملې وېډیو هم خپره کړې چې پهکې یوه ډله خلک هدف ګرځول کېږي. دفاع وزارت ادعا کړې چې نن تر غرمې مخکې د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د وژل شویو طالبانو ترمنځ د هغوی ۱۲ مهم قوماندانان هم شامل دي. وسلهوالو طالبانو لا تر اوسه د دې هوايي حملې په تړاو څه نهدي ویلي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې تېر یو شپه په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له امله لږترلږه ۸۶ تنه مړه شوي دي. د وزارت په وینا ۱۹۴۰ کسان په دې موده کې په کرونا اخته شوي هم دي. داسې وخت د کرونا په شمېر کې زیاتوالی راغلی چې د افغانستان روغتونونه تر ډېر فشار لاندې دي او د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو لپاره ځانګړي شوي روغتونونه له حده زیات ډک شوي دي. د رسمي احصائیو له مخې، په افغانستان کې د کرونا ویروس په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۱۲۲ زرو لوړ تللی او د مړو شمېر له پنځه زرو پورته شوی دی. روغتیايي... Читать дальше...
د ایران ستر مذهبي رهبر ایتالله علي خامنهیي د دغه هېواد د قضائیه قوې لپاره یو نوی مشر ټاکلی. غلام محسن محسني اژهیي د منتخب جمهور رئیس ابراهیم رئیسي پر ځای د قضائیه قوې مشر ټاکل شوی. محسني اژهيي د لوېدیځو هېوادونو په تېره بیا اروپايي ټولنې لهخوا له ۱۹۹۰مو کلونو راهیسې د بندیزونو په لېست کې شامل دی. دی تر دې مخکې د قضائیه قوې د سختدریځي مشر ابراهیم رئیسي مرستیال و. رئیسي د ۱۴۰۰ کال د ټاکنو ګټونکی اعلان شوی او ژر به د حسن روحاني پر ځای لوړه وکړي. د بشري حقونو مدافع ډلې د ایران د... Читать дальше...
د چین جمهور رئیس شي جین پېنګ د چین د کمونېست ګوند د تأسیس د ۱۰۰مې کالیزې په مناسبت د دې ګوند بریاوې وستایلې. په دې مناسبت زرګونه کسان د تیانانمن په میدان کې راټول شوي وو. شي جین پېنګ په خپله یوه ساعته وینا کې د ده په وینا د بهرني ځواکونو لهخوا پر چین د فشار راوړلو په وړاندې خبرداری ورکړ. ده په خپله دې وینا کې په اقتصادي هوساینه او په نړۍ کې د پیکېنګ د اوسني وضعیت په برخه کې د چین د کمونېست ګوند بریاوې مهمې وبللې. د چین کمونېست ګوند په ۱۹۴۹ میلادي کال کې د نړۍ په دې ګڼ وګړي هېواد کې واک خپل کړ. Читать дальше...
د مشال مرکه کې مو د قبايلي ضلعې جنوبي وزيرستان پخوانی سېنېټر صالح شاه مېلمه دی. نوموړی ۱۲ کاله په سېنېټ کې د قبايلي ضلعې اساذيتوب کړي. صالح شاه وايي، د قبايلي ضلعې په خیبرپښتونخوا صوبه کې د شاملولو پريکړه په بیړه شوي چې له وجې يې ولس ستونزه سره مخامخ دي. د ده په خبره که چېرې حکومت وغواړي نو په قبايلي ضلعو کې امن پر ځای کېدای شي. د نوموړي سياسي ژوند په اړه تفصيل په مشال مرکه کې اورو چې کوربه يې ګل اياز دی.
په دې اړه حکومتي خبرپاڼه وايي چې د جون پر ۱۸مه نېټه په بلوچستان اسمبلۍ کې له حزب اختلاف سره د پولیسو په نښته کې یې داسې شواهد نه دي موندلي چې د اپوزیشن غړي دې پکې ښکېل وي نو ځکه خپله کښلې مقدمه بیرته اخلي.
د برتانيا پخوانۍ شهزادګۍ ډيانا چې په ټرافيکې پېښه کې مړه شوې وه، نن د جولای پر لومړۍ نېټه یې په هېواد کې د زوکړې ورځ لمانځل کيږي او په یاد کې به د هغې يوه مجسمه هم په ډاګه کړل شي. د دې شهزادګۍ په ژوند اسرار عالم مومند د رويټرز خبري اژانس له ويډيوګانو دا راپور جوړ کړی دی.
وسله والو طالبانو په پکتیکا کې هغه پُل الوځولی چې د دې ولایت نهه ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي. د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین نن پنجشنبه غرمه مهال رسنیو ته وویل چې دغه پُل وسله والو طالبانو تېره شپه د دې ولایت د مرکز ښرنې او ارګون تر منځ د پړاو په سیمه کې د ماین په وسیله ویجاړ کړی دی. ارین وایي، د پُل زیاته برخه تخریب شوې او د دې ولایت له مرکز ښرنې سره د ارګون زون د نهو ولسوالیو اړیکه پرې شوې ده. وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
د کابل طبي پوهنتون استادانو په لومړي ځل د اکسيجن یوه نوې اله جوړه کړې. د بایو میډیکل انجینرینګ دې ډلې د اکسیجن يو داسې اله جوړه کړې چې په يوه دقيقه کې پنځلس ليټره اکسيجن تولیدوي. دلته دا ډله وايي، که ملاتړ يې وشي کولای شي د افغانستان ټولو روغتونونو ته طبي وسايل جوړولی شي. ازادي راډیو په دې راپور کې ورته کتنه کړې:
د غور والي عبدالظاهر فیض زاده وايي، کومې وسلې او مهمات چې له افغان ځواکونو د طالبانو لاس ته ورغلي پاکستان ته قاچاق کېږي. ښاغلي فیض زاده دا ادعا نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۰مه) په هغه غونډه کې وکړه چې د غور د دولت یار ولسوالۍ اوسیدونکو د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په هدف جوړه کړې وه. نوموړي ویلي: "هغه ټول عامه ملکیت چې دوی 'طالبانو' لوټ کړی دی، نه یې دي ساتلی. هغوی وسلې او مهمات هلمند ته وړي او له هغه ځایه پاکستان ته قاچاقېږي." تردې دمخه د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر عبدالستار مېرزکوال... Читать дальше...
د افغانستان د نجونو د فوټبال له اولس کلونو د کم عمره ټیم به سبا له ایران سره لوبه وکړي. د دوی لوبه د تاجیکستان پلازمېنه دوشنبه ښار کې د مرکزي اسیا د فوټبال سیالیو په لړ کې ترسره کېږي. د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبډله دې لوبو ته پورته تمرینونه لري او په ښه چمتووالی یې ګډون کړی دی. تمه ده افغانستان له ایران، تاجیکستان،ازبیکستان او قرغزستان سره لوبه وکړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني مشر او د سولې په چارو کي د دولت وزارت سلاکار عزیزالله فضلي په خپل فیسبوک پاڼه کې نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۰مه) لیکلي چې د شل اوورېزو سیالیو لپاره د لوبډلمشر پر ټاکل کېدو د نجیبالله ځدران او رحمنالله ګُربز پرسر خبرې روانې دي. عزیزالله فضلي پر خپلې رسمې فیسبوکپاڼې دا هم ویلي چې اوسني شرایطو ته په کتو نجیبالله ځدران تر ټولو لوبغاړو وړ کس دی، څو د شل اوورېزو سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره لوبډلمشر وټاکل شي. خو ښاغلي فضلي دا نه دي ویلي چې دا معلومات... Читать дальше...
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو پېژندلی ولسي سندرغاړی کفايت شاه باچا دی. نوموړی د خيبر پښتونخوا د صوابۍ ضلعې د زیدې کلي دی. باچا وايي، د ولسي سندرو ترڅنګ يې کله نا کله غزلونه هم ويلي دي. د ده په خبره، د کورنۍ شخصي دښمنۍ يې پر هنر سيوری غوړولی دی او نه شي کولای په خلاص مټ موسيقي وکړي. د باچا دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د پکتیا ولایت د بدني روزنې ریاست وايي، د سیمه ییزې ادارې او اړوندو ورزشي بنسټونو په مرسته د لوبغاړو د مالي ستونزو د حل په هدف یې د مرستو یو صندوق جوړ کړی. د دې ولایت د بدني روزنې رییس داوود مخصوص نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۰مه) ازادي راډیو ته وویل، د دې ګام د ترسراوي لپاره شفافیت لومړۍ اصل دی. د ښاغلي مخصوص په خبره، دا کار د هغو لوبغاړو لپاره ترسره کېږي چې له افغانستانه بهر د لوبو لپاره ځي، خو هلته مالي امکانات نه لري. د دې ریاست د معلوماتو له مخې دې صندوق ته د سوداګرو، شتمنو وزرشکارانو او هغه... Читать дальше...
د فوټبال دوه افغانې لوبڅارانې د مرکزي اسیا د نجونو د فوټبال په سیالیو کې لوبڅاري کوي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې دوه افغانې لوبڅارانې فرحناز جلالي او سونیا نوري په همدې هدف نن تاجیکستان ته ولاړې. د دې فدراسیون ویاند فیروز معشوف نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۰مه) ازادي راډيو ته وویل، فرحناز جلالي د لوبغالي د منځنې لوبڅارې او سونیا نوري د مرستیال لوبڅارې په توګه د مرکزي اسیا تر ۱۷ کلنو کم عمره نجونو د فوټبال په سیالیو کې د لوبڅارۍ په موخه تاجیکستان ته بلل شوې وې. ښاغلی معشوف وايي، دغه... Читать дальше...
ده له اپوزیشنه وغوښتل چې د هېواد د ولسواکۍ لپاره دې ورسره خبرې وکړي.