تازه په ټولنیزو رسنیو کې امرالله صالح ته په یو منسوب ټیلیفوني پیغام کې نائب زاده طالبانو ته د امنیتي ځواکونو د تسلیمېدو پر هڅولو تورن شوی او د 'خاین' خطاب یې ورته شوی دی. امرالله صالح په دې ټیلیفونې اړیکه کې ښاغلی نایب زاده ته وايي: "موږ ته راپور را رسېدلی چې ته ځواکونه هڅوئ چې باید تسلیم شي، که همدا اوس دې خپل دا کار پای ته ونه رساوه او بېرته دې هدایت ورنه کړ چې ما بد کړي، باید په یاد ولرئ چې جهنم ته دې استوم، تا خاین میلیونونه پیسې واخېستې، اوس طالب ته وايی چې ولایت درته تسلیموم، تا فکر کړی... Читать дальше...
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له دې هېواد سره د امریکا د مرسته شوېو کرونا ضد واکسینونو د ترلاسه کولو خبر ورکوي. د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح د جمعې (د چنګاښ ۱۸مه) په ورځ د کابل حامد کرزي په هوايي ډګر کې د دغه واکسینونو د ترلاسه کولو پرمهال وویل چې د دې واکسینونو د تطبیق چارې به يې ډېر ژر پیل شي. ښاغلي مجروح زیاته کړه: "دا ټول یو میلیون څلور لکه او ۴۶ زره ډوزه واکسین دي، امریکا ټول د درې میلیونه ډوزه واکسینونو د مرستې ژمنه کړې، پاتې نور به يې په راتلونکې اوونۍ کې را ورسیږي، دا ټول... Читать дальше...
په کرونا د اخته کېدو پېښو کې له زیاتوالي سره-سره جاپان اعلان وکړ چې د المپیک لوبې په اضطراري حالت کې پرته له نندارچیانو جوړوي. ټاکل شوې وه چې د دوبني المپیک دا لوبې تېرکال شوی وای، خو د کرونا وبا له کبله سږکال ته وځنډول شوې. اوس هم یو شمېر فعالان د دې لوبو د بیا ځنډېدو غوښتونکي دي. بشپړ جزییات یې په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:
د بنګله دېش له پلازمېنې ډاکه بهر د څښاک د تولید په یوه فابریکه کې اورلګېدنې لږ تر لږه ۴۹ کسان مړه کړي دي. د ژغورنې عملیات پرمخ روان دي او اټکل دا دی چې د مړو شمېر ښايي تر دې زیات وي. د هاشم د څښاک او خوړو د تولیداتو په پنځه منزله فابریکه کې دغه اور پرون پنجشنبه(د چنګاښ ۱۷مه) ناوخته پیل شو. دا لا معلومه نه ده چې د اورلګېدو په وخت کې څو کارکوونکي په فابریکه کې وو؟
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونیسف وايي، افغانستان ته د جانسن اېنډ جانسن واکسین ۱۴ لکه ډوزه ورسېدل. امریکا په ټوله کې له افغانستان سره د جانسن انډ جانسن واکسین د درې ملیونه ډوزو مرستې ژمنې کړې وه. یونیسف په یوه اعلامیه کې ویلي، د واکسین لومړۍ بسته واکسین افغان دولت ته سپارل شوې ده. د روغتیا وزارت مرستیال ویاند، میرویس علیزي ازادي راډیو ته وویل، افغانستان د دغو واکسینونو د ساتلو ظرفیتونه لري: "له نېکه مرغه هم په مرکز او هم ولایتونو کې د واکسینونو د ساتلو معیاري... Читать дальше...
په داسې حال کې چې امریکا افغان ځواکونه د تېر پرتله ځواکمن او پیاوړي بولي، خو طالبان بیا د ګڼ شمېر ولسوالیو د نیولو ادعاوې کوي. د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د افغانستان پر وخت تېره شپه ناوخته په امریکا کې د یوې خبري ناستې پر مهال رسنیو ته وویل: "په تېرو شلو کلونو کې موږ او زموږ متحدینو د ملي امنیت ځواکونو کې د ظرفیت لوړولو برخه کې مرسته کړې چې د پام وړ ده. دوی هوایي ځواک لري - یو وړ هوای ځواک- طالبان هېڅ نه لري. موږ اټکل کوو چې دوی د جنګ په ډګر کې د طالب جنګياليو په نسبت ډېر ځواکونه لري... Читать дальше...
د کندهار والي هغه راپورونه چې وسله وال طالبان د کندهار ښار تر محبس پورې نږدې شوي، اوازې وبللې. روح اله خانزاده نن جمعه (د چنګاښ ۱۸مه) په یوه ویډیويي پیغام کې د کندهار اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ: "زموږ قوي زمریان راسره ولاړ دي، هېڅ هم نه شته. د کندهار ولس ته ډاډ ورکوم چې تاسې خپل ژوند کوئ. تر هغه وخته چې موږ ژوندي یو، اجازه نه ورکوو چې طالبان راشي او وحشت او دهشت خپور کړي." تر دې مخکې راپورونه ورکړل شوي وو چې وسله والو طالبانو د کندهار ښار په اوومه حوزه کې د پولیسو ځینې پوستې نیولي او جګړه د کندهار ښار د محبس تر ودانۍ پورې رسېدلې ده. Читать дальше...
د کلا عبدالله ډېپټي کمېشنر طارق جاوېد منګل د جولای پر نهمه مشال راډیو ته وویل، دا پېښه د جولای پر اتمه رامنځ ته شوې.
په کراچۍ کې د وژلي شوي نقيب الله مسید وکيل تور پورې کوي چې پولیس د خپلو ملګرو د بچ کولو هڅي کوي.
اوس چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر تر۹۰ سلنه بشپړ شوی، په کابل کې یې د امریکا افغان کار کوونکي لا اندېښمن کړي دي. دغو کار کوونکو چې په بېلابېلو برخو کې د افغانانو لپاره د امریکا له پوځي او پراختیایي پروژو سره کار کړی، دوی ترتګ وروسته د خپل راتلونکي د امنیت په اړه خورا اندېښمن دي. نن جمعه د (د چنګاښ ۱۸مه) د 'AISS' په نوم د یو امریکایي دفتر افغان کار کوونکي په کابل کې د امریکا سفارت مخې ته راټول شوي وو او د 'SIV' یا کډوالۍ ځانګړې ویزو د پروسې چټک پلي کېدو غوښتنه یې کوله. د... Читать дальше...
په پکتیا کې کورني بې ځایه شوي وایي، تش لاس له کورونو راوتلي چې اوس مهال یې ژوند ډېر تریخ دی. په پکتیا کې د جګړو له زیاتېدو سره سم د بې ځایه کورنیو په شمېر کې زیاتوالی راغلی چې له امله یې ګڼې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ شوي دي. دغه کورنۍ وایي، بیړنیو مرسته ته اړتیا لري، ځکه په وینا یې د خوراک، څښاک او پوښاک ټول وسایل یې په کورونو کې همداسې پریښي او تش لاس د سرونو د خوندي کولو لپاره د پکتیا مرکز ګردېز ته راکډه شوي دي. د بې ځایه شوېو کورنیو په منځ کې یوه کونډه مور چې نه یې غوښتل خپل نوم واخلي، رسنیو ته خپله کیسه داسې وکړه... Читать дальше...
جو بایډن وویل، د ځواکونو د کمولو بهیر په خوندي او منظم ډول مخ ته ځي او د وتلو پرمهال د خپلو ځواکونو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکول کېږي.
د افغانستان په ګڼو ولايتونو کې جګړو زور اخیستی چې له کبله یې په زرګونو خلک بې کوره شوي دي. د دوی کلي طالبانو نيولي نو ځکه د خوندي ځايونو په لټون پسې وتلي دي. په همدې حال کې د افغانستان امنيتي ځواکونو د يو نوي پلان له مخې بېلابېلو سيمو ته د تازه دمو سرتېرو په لېږلو سره عمليات پيل کړي دي. بشيرګواښ د رویټرز او اې ايف پي خبري اژانسونو د ويډيوګانو په بنياد دا راپور جوړ کړی دی.
د افغانستان روان امنیتي وضعیت او له دغه هېواده د پاتې بهرنیو ځواکونو راوتل هغه مسایل دي چې څو معتبره لویدیځو ورځپاڼو پرې مقالې او تبصرې خپرې کړي دي. د ازادي راډیو خبریال صفي الله ستانکزي په دې اړه ځینې مقالې لوستلي او غورچاڼ یې په یوه راپور کې برابر کړی. دا راپور ددې تړوني په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:
د بریتانیا د پوځ لوی درستیز جنرال نېک کارټر وايي، دې ته په پام چې د افغانستان نیمایي لېرې پرتې ولسوالۍ د طالبانو لاسته لویدلې، د دولت د سقوط خطر شته خو دی ګومان نه کوي چې طالبان دې وکولای شي پر ټول هېواد ولکه ټینګه کړي. نوموړي دغه څرګندونې پرون پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۷مه نېټه) د پارلمان یوې کمېټې ته په غونډه کې چې د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن او د دې هېواد دفاع وزیر بین والیس هم ګډون کړی وو، وکړې. د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن هم د افغانستان روان وضعیت خطرناک وباله او هیله یې څرګنده کړه... Читать дальше...
افغان ولسمشر اشرف غني وایي، افغانستان د انتقال په یوه ډېره پیچلې مرحله کې دی، خو حکومت یې دا وړتیا لري چې وضعیت مدیریت کړي. ولسمشر غني دغه څرګندونې پرون پنجشنبه(د چنګاښ په ۱۷مه نېټ) د کانونو د اوونۍ په مناسبت ارګ کې په یوه غونډه کې وکړې. . نوموړي زیاته کړه: "وضعیت داسې دی چې د انتقال یوه ډېره پیچلې مرحله د ځمکې پر مخ رامنځته شوې چې نړیوال ځواکونه له شلو کلونو حضور وروسته په خیرسره بېرته خپلو هېوادونو ته ستنیږي، خو دا خاوره د مدیریت وړتیا لري." ولسمشر غني دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې د اګسټ میاشتې تر۳۱مې به په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت پای ته ورسېږي. نوموړي وویل: "زموږ پوځي ماموریت به په افغانستان کې د اګسټ تر۳۱مې بشپړ شي. د ځواکونو د کمولو بهیر په مصؤن او منظم ډول مخ ته ځي او د وتلو پرمهال د خپلو ځواکونو مصؤنیت ته لومړیتوب ورکول کېږي." بایډن دغه اعلان تېره شپه په سپینه ماڼې کې وکړ او ویې ویل، هغسې چې د اپریل په میاشت کې یې اعلان کړې وه، په افغانستان کې د امریکا هدف چې عدالت ته د القاعده د مشر اسامه بن لادن راکاږل او پر امریکا... Читать дальше...
د شااوخوا تېرې یوې میاشتې راهیسې د ارزګان په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې ټولو خصوصي مخابراتي شبکو خپل فعالیتونه درولي دي. د دغه ولايت خلک وايي، د مخابراتي شبکو په تړلو سره د دوی ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ شوی دی. د ترینکوټ ښار اوسیدونکو نورالله ازادي راډيو ته وویل: "پخوا په ټیلیفوني اړیکو کې ستونزې وې، خو اوس وسله والو طالبانو خصوصي مخابراتي شرکتونو ته ګواښ کړی او بندې کړي یې دي، طالبان او حکومت باید د مخابراتي شبکو مخه ونه نیسي." په ارزګان ولایت کې افغان بیسم، اېم.ټي.اېن، روشن، اتصالات... Читать дальше...
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې پولیس د بغاوت ضد عملیاتو په ترڅ کې د اتو مشکوکو وسله والو او دوو هندي سرتیرو د وژلو خبر ورکوي. د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې دغه کسان په پنځو پېښو کې داسې مهال وژل شوي چې په دې وروستیو اونیو کې د همالیا په دې سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. د هند پوځ ویلي چې دوه سرتیري یې د پنجشنبې په ورځ په کشمیر کې د کنټرول کرښې په اوږدو کې چې پاکستان او هند سره جلا کوي، وژل شوي دي. د هند پوځ په یوه بیان کې وویل چې نښتې وروسته له هغې پیل شوې چې هندي سرتیرو د... Читать дальше...