په لسګونو مېرمنو په غور ولایت کې د طالبانو پر ضد وسله پورته کړې. هغوی وايي، اجازه به ورنه کړي چې طالبان واک ته ورسېږي او د دوی لاس ته راوړنې له منځه ولاړې شي. له بلې خوا د غور سیمه ییز چارواکي هم وايي چې دولتي ځواکونه اوس د خپلې خاورې د دفاع توان لري او له پوځې اړخه دې وروسته د نړیوالو ځواکونو مرستو ته اړتیا نه لري. نور حال په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:
په هرات ولایت کې د کورنیو تولیداتو یو نندارتون پرانیستل شو. د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي، دغه نندارتون به چې د سولې او پر ځان بسیانې په نوم جوړ شوی، پنځه ورځې د خلکو پر مخ خلاص وي. په دې نندارتون کې په ۲۲۰ غرفو کې د هرات د صنعتي ښار ګوټي د تولیداتو او د لاسي صنایعو توکي نندارې ته ایښودل شوي دي. د سوداګرۍ او صنعت وزیر نثار احمد غوریاني پر طالبانو غږ وکړ چې وسله دې پر ځمکه کښیږدي او په تولیدو فابریکو کې دې کار وکړي: "د دولت مخالفین دې راشي د خپلو خلکو تر خوا دې ودریږي. وسله دې کښیږدې را دې شي فابریکو ته. Читать дальше...
د هرات ولایت چارواکي وایي، وسله والو طالبانو تېره شپه په اسلام قلعه کې د مخابراتو تاسیسات په بمونو الوزولي دي. دا خبره د هرات د مخابراتو رییس عاشق الله علیزي ازادي راډیو ته وکړه او ویې ویل چې د دغو تاسیساتو د ویجاړېدو له امله په هرات کې د انټرنیټي خدمتونو اصلي شبکه پرې شوې او دوی له فرعي یا مرستندویه شبکې کار اخلي. هغه د دغې مرستندویه شبکې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې تر یوې اوږدې مودې لپاره به د هرات انټرنیت کمزوری وي. د ښاغلي علیزي په خبره د مخابراتو د ویجاړو شوېو تاسیساتو... Читать дальше...
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګه په پام کې لري چې ټولو ولایتونو کې ډیجیټل سیسټم فعال کړي. د کرکټ بورد ویاند فرید هوتک نن یکشنبه (د چنګاښ په ۱۳مه نېټه) ازادي راډیو ته وویل چې په دې سره به په یادو لوبغالو کې د هرې لوبې د ترسره کېدو فیس د بانک له لارې په اتومات ډول د افغانستان کرکټ بورډ بودجې ته واستول شي. نوموړي وویل چې د همدغې موضوع اړوند د کورني کرکټ څانګې د یادو ولایتونو له مسوولینو سره د ویډیو کنفرانس له لارې معلومات شریک کړي دي. د دغه سیسټم له لارې به لوبه کوونکي لوبډلې لومړی... Читать дальше...
ټاکل شوې چې د افغانستان د فوټبال د نجونو له ۱۷کلونو کم عمره لوبډله سبا دوشنبه (د چنګاښ په ۱۴مه نېټه) له تاجیکستاني لوبډلې سره مخ شي. د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن یکشنبه (د چنګاښ په ۱۳مه نېټه) ازادي راډیو ته وویل چې افغانستان تېره شپه له ایران سره لومړۍ لوبه درلوده چې صفر د ٦ پر وړاندې يې ماته وخوړه. خو نوموړي وویل، هیله مند دی چې افغان لوبډله سبا له تاجیکستاني لوبډلې سره ښه وځلېږي. د افغانستان لوبډله د تېرې چهارشنبې په ورځ تاجیکستان ته ولاړه، څو د اسیا مرکزي سیالیو کې ګډون وکړي. Читать дальше...
د کندهار د والي سکرتر او د هغه ساتونکی د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شول. یوې امنیتي سرچنې ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه نن یکشنبه (د چنګاښ په ۱۳مه نېټه) غرمه د کندهار ولایت مقام په لومړي قراول کې د والي د سکرتر منصور خان پر موټر شوې چې په پېښه کې نوموړی د خپل یوه ساتونکي سره وژل شوی او یو ساتونکی یې ټپي شوی. د کندهار امنیتي چارواکي او ویاندویان وايي، امنیت شورا ورته ویلي چې له مطبوعاتو سره د امنیتي پېښو په اړه خبرې ونه کړي. د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
ټولنې د جولايي پر درېيمه نېټه په خپاره شوي بيان کې ويلي چې احتجاج د پنجاب اسمبلۍ له خوا د پرېوېلېجز ترميمي اېکټ ۲۰۲۱ په نوم د منظور شوې قانوني مسودې پر ضد کوي.
په داسې حال کې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه د وتلو په درشل کې دي، ورسره جنګ جګړو هم زور اخیستی، د هلمند د ناارامه ولایت مدني او سیاسي فعالان د روان وضعیت د کنټرول لپاره د ملګرو ملتونو د رول د زیاتوالي غوښتنه وکړه. د جنوب لویدیځ زون مدني ټولنو او هلمندي ځوانانو د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۳مه نېټه) د جګړې د درولو او ژر اوربند په اړه خپل غوښتنلیک په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما ته وسپاره. دغه درې ماده ییز غوښتنلیک سیاسي فعال انجنیر باور باوري ولوست چې په یوه برخه کې داسې راغلي وو... Читать дальше...
پکتیا ولایت کې ماین چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه ملکي وګړي ووژل. د پکتیا د پولیسو ویاند حیات الله نظامي رسنیو ته وویل چې دغه ماین نن د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۳مه نېټه) د مرکز ګردېز د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د رباط په سیمه کې د ملکي وګړو د سپرلۍ پر موټر چاودلی. نوموړي هغه د طالبانو له خوا ځای پرځای شوی ماین وباله او دغه راز یې په سیمه کې د څلورو نورو ماینونو د کشف او شنډولو خبره هم وکړه. دا ډول ادعاوي په دې وروستیو کې د جګړې ښکېل لوري ډېرې کوي چې په خپلواکه توګه یې تاییدیدل ګران کار دی. Читать дальше...
په داسې حال کې چې افغانستان کې د کرونا ویروس لاهم په زور کې ده او هره ورځ يې له امله د دې هېواد لسګونه اوسېدونکي مري، خلک د کرونا له واکسین وېره لري او په دې اړه په ناسمو اوازو باور کوي. د کابل اوسیدونکې حلیمه وايي: "ډېر خلک له اوازو ویریږي چې ګنې له واکسین سره زموږ وینه کلکېږي او ډېر ژر به د انسان د مړیني لامل وګرځي، ان تر دې چې ما خپله اورېدلي، هغه کسان چې عمرونه یې ډېر وي، د دې واکسین په کولو سره وروسته له دوه کالو مړه کېږي." که څه هم دا واکسین د روغتیا نړېوال سازمان له خوا تایید شوی هم... Читать дальше...
تاجیکستان وایي، د افغانستان له بدخشان ولایته له درې سوه زیات افغان سرتیري پر پوله اوښتي او د دې هېواد خاورې ته ننوتي. د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې په یوه بیان کې وویل چې تاجک چاروکو د بشر پالنې اصولو او ښه ګاونډیتوب ته په پام دغو سرتیرو ته اجازه ورکړه چې د تاجیکستان خاورې ته داخل شي. د افغانستان دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو بدخشان د افغانستان په شمال کې هغه ولایت دی چې په دې وروستیو کې یې ډېرې ولسوالۍ وسله والو طالبانو نیولي دي. سیمه ییزو سرچینو نن یکشنبه (د چنګاښ... Читать дальше...
ایران نن یکشنبه(د چنګاښ په ۱۳مه نېټه) په لوېو ښارونو کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د نوېو محدودیتونو د لګولو اعلان وکړ. په دې هېواد کې د کرونا ویروس د ډېلټا بڼې د پېښو له زیاتېدو سره د کرونا د بلې څپې د خپرېدو اندېښنې زیاتې شوي دي. د کرونا ضد نوېو اقداماتو په ترڅ کې به د تهران په ګډون په ۲۷۵ ښارونو کې هغه سوداګریز فعالیتونه چې حیاتي نه دي، بند وي. ټول عمومي پارکونه، رسټورانټونه، د ښکلاسالونونه، مارکیټونه او کتاب پلورنځي به د هېواد په سره او نارنجي رنګه زونونو یا هغو ښاروالیو کې چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ خطر په کې زیات دی، بند وي. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د اټمي څارنې په اداره کې د ایران استازی وایي، د دې ادارې مرستیال مشر به راتلونکې اوونۍ ایران ته ولاړ شي. د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د کاظم غریب ابادي له قوله خبر ورکړی چې ویلې یې دي، ایران ته د ماسیمو اپارو سفر د خوندیتوب د هر اړخیزې موافقې په چوکاټ کې د خوندیتوب د عادي فعالیتونو د څارنې د ترسره کېدو په ترڅ کې کېږي. نوموړي زیاته کړه، که څه هم دی له دې ادارې سره منظم په تماس کې وو، خو تهران ته د نوموړي په سفر کې له چارواکو سره خبرې اترې نه دي پلان شوي. یوې اروپایي ډیپلوماتیکې... Читать дальше...
د نړۍ د یو شمېر هیوادونو په څېر په پاکستان کې هم تېر کال د کورونا وايرس وبا له وجې تعليمي ادارې څو ځله تړل شوې وې.
د بدخشان ولایت د کشم غږ راډیو یوه له شلو سیمه ییزو راډیو ګانو څخه ده چې د طالبانو د ولکې لاندې سیمه کې يې فعالیت دریدلی دی. د یادې راډیو مسوول نوراغا نوري د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۳مه نېټه) ازادي راډیو ته وویل، د ناامنو شرایطو له امله یې رسنیز فعالیتونه دریدلی دی. نوري زیاته کړه: "څرنګه چې د دولت مخالفینو پر سیمه حمله کړې وه، سیمه اوس د طالبانو په کنټرول کې ده، موږ خپلې خپرونې د دې لپاره چې زیان ونه ویني له درې ورځو راهیسې ودرولي دي، ما د طالبانو سیمه ییز مسوول سره اړیکې ونیولې چې موږ محلي... Читать дальше...
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د هغو افغان علماوو خبرې ورته "ارزښت نه لري" چې وړاندې یې هم په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د حضور په اړه غبرګونونه نه ښوول
د بادغیس چارواکي وایي، تېره شپه د دې ولایت د مرکز قلعه نو په څنډو کې پر درې امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۱۱ طالبان وژل شوي او ۹ نور یې ژوبل شوي دي. د بادغیس والي حسام الدین شمس ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو دغه حملې تېره شپه په خارستان او باغبان سیمو کې د ملي اردو پر یوه بیز او د پولیسو او ملي امنیت پر پوستو ترسره کړي چې افغان امنیتي ځواکونو په شا وتمبولې. هغه ویلي، د طالبانو له خوا توغول شوي هاوان دوه ملکیان وژلي دي. د باغیس والي افغان امنیتي ځواکونو ته د احتمالي... Читать дальше...
په بدخشان کې د وسله والو طالبانو له خوا د درې نورو ولسوالیو د نیول کېدو راپورونه ورکول کېږي. سیمه ییزو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې تېره شپه د کوهستان او کوف اب ولسوالۍ له نښتو پرته د طالبانو لاسته پریوتې او نن یکشنبه (د چنګاښ په ۱۳مه نېټه) هم د بهارک ولسوالۍ طالبانو ونیوله. له دې مخکې د ۲۱۷ پامیر قول اردو قوماندان جنرال عباس توکلي ویلي و چې پر بهارک ولسوالۍ یې د وسله والو طالبانو د تېرې شپې حملې په شا تمبولي او له ۳۰ تر ۴۰ پورې وسله وال طالبان یې وژلي دي. په بدخشان کې په دې وروستیو کې... Читать дальше...
په کندهار ولایت کې پوځي چارواکو نن یکشنبه (د چنګاښ په ۱۳مه نېټه) تایید کړه چې د دې ولایت پنجوایي ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې. د ۲۰۵م اتل قول اردو مرستیال ویاند صادق عیسی وایي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د پنجوایي له ولسوالۍ تکتیکي په شاتګ کړی دی. عیسی زیاتوي: "امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملکي تلفاتو د مخنوي لپاره له پنجوايي ولسوالۍ څخه شاتګ کړی، ټول وسایل او تجهیزات یې را انتقال شوي او د وسله والو طالبانو پرضد به عملیات دوام ولري." عیسی په دې ولسوالۍ... Читать дальше...
د اسراییل پر یوې بار وړونکي کښتۍ پرون شنبه (د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) د هند په سمندرګي کې حمله شوې. د اسراییل د اېن۱۲ ټلوېزیوني شبکې د اسراییل د پوځي سرچینو له قوله راپور ورکړ چې په دغه پېښه کې د کښتۍ عملې ته زیان نه دی رسیدلی او کښتۍ هم ډېره نه ده زیانمنه شوې. د راپور له مخې د اسراییل پوځي چارواکي دا مساله چې ایا ایراني ځواکونه په دې پېښه کې لاس لري که نه؟ څېړي. د لبنان المیادین ټلوېزیون مخکې خبر ورکړی و چې پر دغې کښتۍ د یوې نامعلومې وسلې په ذریعه د هند په سمندرکې برید شوی دی.
په فلپین کې د یوې پوځي الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شوي دي. د فلپین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال کیریریلیتو سوبیایانو خبریالانو ته وویل چې لږ تر لږه ۴۰ سرتیري ژغورل شوي او هڅې یې ډېرې کړي چې د الوتکې نورې سپرلۍ هم وژغوري. دا پېښه د مانیلا په سویل کې زر کیلومتره لري په جولو ټاپو کې هغه مهال رامنځته شوه چې الوتکې د پورته کېدو په مهال الوت لیکه ورکه کړه. په الوتکه کې ۹۲ تنه سپاره وو. نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه سیمه ییز قوماندان له قوله ویلي چې د ۱۷ مړي موندل شوي او ښایي د مړېو شمېر زیات شي.
د 'کاسیا' په نوم انټرنیټي خدمات وړاندې کوونکي شرکت پر سافټوېر په سایبري حملې سره د ریویل REvil په نوم یوې ډلې د دې شرکت په کمپیوټرونو کې خپل سافټويېر نصب کړی. دا شرکت زرګونو مشتریان لري. 'کاسیا' ویلي چې د امریکا د فدرال تحقیقاتي ادارې سره د دې پېښې په اړه کار کوي، خو تر اوسه یې یوازې څلور مشتریان په مستقیمه توګه اغېزمن شوي دي. خو دا حمله ښايي هغه شرکتونه هم اغېزمن کړي چې د 'کاسیا' له مشتریانو څخه خدمات تر لاسه کوي. کاسیا د جولای په درېیمه نېټه یوه نوې اعلامیه خپره کړه، خو دا یې نه دي ویلي چې حمله کوونکو څومره باج ورڅخه غوښتی. Читать дальше...
د افغانستان جمهور رییس غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، طالبان هېڅکله افغانستان نه شي نیولای او دلته د حکومت کولو وړتیا هم نه لري. ښاغلي صالح په خپله ټویټرپانه کې لیکلي، دی اوسمهال د یووالي لپاره یو لوی فرصت ګوري، ځکه له هرې سیمې خلک خپلو ځایونو ته د افغان ځواکونو او کمانډویانو د ورتګ غوښتنه کوي. ښاغلی صالح داسې مهال پر افغانستان د طالبانو واکمنېدل ناممکن بولي چې په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر ویلي، په افغانستان کې د دوو لسیزو لاسته راوړنو د خوندیتوب او د سولې د ټینګښت لپاره باید تر وروستي بریده هڅې وشي. Читать дальше...
صوبايي حکومت د جولايي پر دریمه په یو خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د اسمبلۍ د ۱۷ غړو او هغو ټولو کسانو پرضد درج شوی – ایف ای ار – بیرته اخلي چې په دې مقدمه کې شامل وو یا نه وو.
د سيند په ترپار کر کې د وچکالۍ له امله طاووسان دا سيمه پرېږدي، خو د ځنګلي ژويو د خونديتوب اداره او ځايي اوسېدونکي د خوراک او اوبو زمينې په برابرولو سره د هغوی د پاتې کولو هڅه کوي. نور تفصيل د رويټرز اژانس په ويډيويي راپور کې وګورئ.