د افغانستان د لوړو زدهکړو او عامې روغتیا وزارتونه وايي، د ټولو تعلیمي او لوړو زدهکړو بنسټونو رخصتیانې د لوی اختر تر څلورمې نېټې پورې وغځول شوې. دوي وايي، د کرونا روان حالت ته په کتو سره ټول تعلیمي او تحصیلي بنسټونه تر راتلونکو دوه اوونیو پورې بیاځلي رخصت شول. د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت ویاند مرستیال حنیف فرزان نن پنجشنبه «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۱۷» ازادي راډيو ته وویل، د لوی اختر نه وروسته ټول پوهنتونونه او تعلیمي بنسټونه د ټولو روغتیايي سپارښتنو ته په پام سره د زدهکوونکو پر مخ پرانیستل کېږي. Читать дальше...
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، تر دې مهاله په نړۍ کې تر څلور ملیونو زیات کسان د کرونا وبا وژلي دي. باور دا دی چې د نړۍ په هېوادونو کې د کرونا له کبله د مړو شویو غیر رسمي شمېر ښايي تر دې لوړ وي. د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسس دغهراز وايي "نړۍ د دې وبا په خطرناک پړاو کې ده." بلخوا، د کرونا ډېلټا بڼه په ځینو هېوادونو کې په چټکۍ خپرېږي او جاپانیې له کبله بېړنی وضعیت اعلان کړی دی. جاپان ویلي، د کرونا د پېښو زیاتېدو له کبله دا بېړنی وضعیت به د جولای له ۱۲مې تر ۲۲مې وي. دا پرېکړه... Читать дальше...
په بادغیس کې د دوو وروستیو ورځو جګړو لسګونه ملکیانو ته مرګژوبله اړولې ده. د بادغیس د مرکز قلعهنو روغتون مشر پادشاه خان ناصري نن ازادي راډیو ته وویل چې تر دې دمه دغه روغتون ته شاوخوا ۶۰ ټپيان او د ۱۳ کسانو مړي وروړل شوي. هغه وویل په وژل شویو کې اووه ملکیان دي او د پاتې شپږو هویت له دې چې سوځېدلي نهښکاري. د بادغیس والي حسامالدین شمس ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو نن شاوخوا ۱۰ بجې په قلعهنو ښار باندې له څو لورو بریدونه وکړل، خو د افغان پوځیانو لهخوا یې تر ډېره مخه نیول شوې او بېرتهیې په شا تمبولي. Читать дальше...
د بلخ چارواکو د باور په نوم د یوه رسنیز مرکز چارواکي ممنوعالخروج اعلان کړي. د بلخ د هوايي ډګر قوماندان اصف خان ازادي راډیو ته دا خبره تأیید کړه. دا وروسته له هغه چې ازادي راډیو څو ورځې مخکې د باور په نوم د دغه رسنیز مرکز د ۲۶ خبریالانو او کارکوونکو په حواله راپور ورکړی و. دغو ۲۶ خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو شکایت درلود چې باور رسنیز مرکز دوی له دندو لیرې کړي او معاشونهیې هم نهدي ورکړي. ازادي راډیو ته داسې سند رسېدلی چې ښيي د باور رسنیز مرکز مشر شیرشاه امیري او څو نور مسؤلین ممنوعالخروج اعلان شوي. Читать дальше...
د جاپان صدراعظم یوشیهیډه سوګا نن پرېکړه وکړه چې د دغه هېواد پلازمېنه توکیو کې د بېړني حالت اعلان وکړي. دا بېړنی حالت د کرونا ویروس د ډېرېدونکو پېښو له امله اعلان شوی. بېړنی حالت د جولای په ۱۲مه پیل او د اګسټ تر ۲۲مې پورې به دوام ولري. دا بېړنی حالت داسې اعلان شوی چې د توکیو دوبني المپيک لوبو ته دوه اوونۍ پاتې دي. د کرونا ویروس د خپرېدو په خاطر ۲۰۲۰ کال المپیکي لوبې سږ کال ته وځنډېدې چې تمه ده د جولای په ۲۳مهیې پرانیسته وشي او د اګسټ تر اتمې دوام کوي. ښايي د نوي بېړني حالت او بندیزونو سره به د المپیک لوبې هم تر ډېر متأثره شي.
د پاکستان ولسمشر دفتر د جولاي پر اوومه نېټه په خبرپاڼه کې ويلي وو چې عارف علوي د بلوچستان د پخواني ګورنر امان الله ياسينزي استعفی ومنله او سيد ظهور احمد اغا يې د صوبې نوی ګورنر وټاکلی.
اروپايي ټولنې د جرمني د موټرو ځیني تولیدوونکې کمپنۍ یو میلیارد ډالره جریمه کړي. اروپايي کمېسیون ویلي چې ډېملر، بي ام ډبلیو، اوډي او پورش کمپنیو له هغو ټکنالوژيکي رقابتونو ډډه کړې چې هدفیې د پټرول او ډیزل ماشینونو د ککړتیا محدودول دي. د دغه کمېسیون د رقابتونو کمېشنرې مارګریټ ویستاګر ویلي دغو کمپنیو مخربه ککړتیا کمولای شوی، خو د دې کمښت د نهرعایت لپارهیې لاسونه یو کړي. اروپايي ټولنې تر دې مخکې موټر جوړوونکې کمپنۍ اکثر د قیمتونو په سر د جوړجاړي او درغلیو په جرمونو تورنې او جریمې کړې وې او... Читать дальше...
د اروپا د فوټبال فدراسیون یواېفا په انګلستان باندې د ډنمارک په وړاندې د لوبې په خاطر ځیني تورونه لګولي دي. یوایفا نن په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د انګلستان ټيم په درېیو سرغړونو تورن شوی. لومړی تور دا دی چې د انګلستان مینهوالو د ډنمارک د ګول ساتونکي کاسپر سمایکل په مخ باندې لیزر اچولی و، دوهم تور د ډنمارک د ملي سرود په وخت د ګډوډۍ او شور جوړېدل او له املهیې د دې سرود ناسم خپراوی او درېیم تور د انګلستاني مینهوالو لهخوا د اور لوبې ترسراوی دی. د اروپا د فوټبال فدراسیون ویلي چې دا درې تورونه... Читать дальше...
د پنجاب ښار لاهور په جناح ټاون سیمه کې د تجاوزاتو په نوم لاهور ډيولپمنټ اتهارټي د قبایلي ضلعې باجوړ د خلکو ۱۹۶ (یو سل شپږ نوي) دکانونه ړنک کړي دي.
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو سندرغاړی عمران سواتی دی. نوموړی په پېښور کې اوسي او يو شمېر سندرې يې پر انترنېټ خپرې کړې دي. سواتی د پښتو فلمونو لپاره هم سندرې وايي خو له دغه کاره ډېر خوښ نه دی. د ده په خبره، د فلمي سندرو شعر او د هغو وېډيوګانې اکثره معياري نه وي. د سواتي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
پولیسو د هایتي د ولسمشر جوفینیل مویس د وژنې په تړاو څلور کسان وژلي دي. پولیسو ویلي، دوه نور کسان نیول شوي هم دي. ناپيژاندو بریدګرو پرون د هایتي ولسمشر جوفینیل مویس د دغه هېواد په پلازمېنه پورتو پرنس کې په خپل کور کې په ډزو وواژه. ۵۳ کلن مویس د ۲۰۱۷ کال له فبروري راهیسې د هایتي ولسمشر و. په ده باندې د فساد تورونه لګېدلي. په خپله یې دا تورونه رد کړي و. لا چا د هایتي د ولسمشر د وژنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
په تهران کې د افغان دولت او طالبانو د استازو ترمنځ ناسته کې له سیاسي او سولهییزې لارې د جګړې په ختمېدو ټینګار شوی. دا دوه ورځنۍ ناسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په کوربهتوب شوې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي ظریف په حواله لیکلي: "په سوله کې مېړانه د جګړې تر مېړانې مهمه ده او د بینالافغاني خبرو دواړه لوري باید د یو بل خبرې او غوښتنې په پام کې ونیسي." غونډه نن په یوه شپږ مادهییز پرېکړهلیک باندې پای ته رسېدلې. له سولهییزې او سیاسي لارې د جګړې په هواري باندې ټینګار،... Читать дальше...
د مشال مرکه کې د بلوچستان نيشنل پارټۍ د مينګل ډلې صوبايي اسمبلۍ غړی ثناالله بلوڅ مېلمه دی. نوموړي په لومړی وار په ۱۹۹۷ز کال کې د قامي اسمبلۍ غړی منتخب شوي وو. بيا په ۲۰۰۴ز کال کې سېنېټر جوړ شو. دی وايي، بلوچستان د وسايلو باوجود تر ټولو شاته پاتې صوبه ده. د مشال مرکې خپرونې کوربه ګل اياز دی.
دفاع وزارت زياتوي چې عملیات یې چټک شوي او په هوایي بریدونو کې یې د قلعه نو په بېلابېلو برخو کې ۶۹ طالبان وژلي او ۲۳ نور یې ټپیان کړي دي.
په افغانستان کې وروستي ناوړه امنیتي وضعیت که له یوې خوا ملکیانو ته د سر او مال زیانونه اړولي، له بلې خوا یې زیات شمېر خلک د خپلو اصلي مېنو پرېښودو ته هم اړ کړي دي. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۷مه نېټه) کابل کې خبریالان ته وویل چې د جګړو له امله ورځ تر بلې د کورنیو بې ځایه شوېو په شمېر کې زیاتوالی راځي. دی وايي: "له بده مرغه په تېره یوه ـ یوه نیمه میاشت کې د جګړو له امله په ۲۵ ولایتونو کې ۳۲۳۸۴ کورنۍ بې ځایه شوي چې تر اوسه له دې ډلې... Читать дальше...
امان الله یاسینزی د ۲۰۱۸ز کال له اکتوبر راهیسې د بلوچستان ګورنر وو او په اپرېل کې وزیراعظم عمران خان ورڅخه استعفا غوښتې وه. خو یاسینزي هغه مهال ویلي ول چې وزیراعظم له ګورنره د استعفا غوښتو واک نه لري.
د بادغیس مرکز قلعه نو ښار کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې دوام لري. بادغیس کې یوې امنیتي سرچېنې نن (پنجشنبه د چنګاښ په ۱۷ مه) ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو بیا پر قلعه نو ښار بریدونه پیل کړي. د سرچېنې په خبره، اوس مهال د ولایت، امنیه قوماندانۍ، ملي امنیت او د ملي اردو درېیمې لوا ودانیو کې نښتې روانې دي. د دغه ولایت والي حسام الدین شمس ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو نن سهار لس بجې د قلعه نو ښار پر بېلابېلو سیمو حملې کړي او دا مهال هم نښتې روانې دي. نوموړي وویل... Читать дальше...
د المپيک د نړیوالې کمېټې مشر توماس باخ نن پنجشنبه(د چنګاښ په ۱۷مه نېټه) د جاپان پلازمېنې توکیو ته ورسېد، چېرته چې د المپيک لوبې ترسره کېږي. ده د توکیو په نړیوال هوايي ډګر کې له رسنیو سره خبرې ونه کړې او راساً هوټل ته ولاړ، څو ځان څو ورځې قرنطین کړي. توماس باخ داسې وخت د ۲۰۲۰ کال دوبنیو لوبو د ترسراوي لپاره توکیو ته ورسېد چې هلته د کرونا وبا په خاطر حکومت لا د زیاتو محدودیتونو په لګولو غور کوي. د ۲۰۲۰ میلادي کال دوبنۍ لوبې په یو کال ځنډ د جولای له ۲۳ د اګست تر ۸ ترسره کېږي. په جاپان کې ګڼو... Читать дальше...
طالبانو په بدخشان کې ښځې له کوره دباندې له کارونو څخه منع کړي. دا خبره د بدخشان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې عارفه نويد ازادي راډیو ته وکړه. اغلې نوید زیاته کړه: "دوی 'طالبانو' اعلامیه خپره کړې چې هېڅ ښځه له محرم پرته له کوره دباندې نه شي تللی. کومې ښځې چې په بهارک کې په موسسو کې کار کوي، هغوی ته یې ګواښ کړی چې په هېڅ وجه دفترونو ته نه شي تللی." تردې مخکې د افغان دولت د سولې مرکچي ټیم غړې فوزیه کوفي هم ویلي و چې طالبان د بدخشان په ځینو سیمو کې د ښځو ازادۍ سلبوي. خو د طالبانو ویاند... Читать дальше...
ټاکل شوې نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۷مه نېټه) د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه وینا وکړي. رویټرز د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي له قوله ویلي چې بایډن به خلکو ته په روانو حالاتو وغږیږي. دغه چارواکي ویلي، تمه یې نشته چې بایډن دې کومه لویه تګلاره اعلان کړي. د راپورونو له مخې بایډن د منتقدینو تر فشار لاندې دی، څو د سرتیرو د ستنولو په تړاو لا زیات وضاحت ورکړي. له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له بهیر سره هم مهاله تاوتریخوالی هم ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی. د... Читать дальше...
دا غوښتنه دوشنبې د جولای پر اوومه تر هغې څو ساعته وروسته کړې چې مسکو په افغانستان کې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي له وجې په منځنۍ اسیا کې له ګواښ سره د مخامخو ملګرو د دفاع ژمنه وکړه.
په افغانستان کې د رواني ناروغانو د درملنې او ساتنې یو تر ټولو ستر مرکز د هرات مرستون دی. د روغتیایي چارواکو په وینا دا ناروغان ډېری هغه کسان دي چې د جګړې، بد اقتصادي وضعیت، کورني تاوتریخوالي او بې وخته ودونو پرې ژورې اغېزې کړي دي. اوس مهال د هرات په مرستون کې ۲۴۰ تنه ناروغان تر درملنې لاندې دي. بشپړه ویډیو دلته وګورئ:
په ایران کې د افغانستان حکومت، طالبانو او افغان سیاستوالو ترمنځ د شوې بین الافغاني غونډه کې له سیاسي لارې د افغانستان د شخړې په حل هوکړه شوې. د دواړو لوریو په ګډه اعلامیه کې راغلي: "ټول لوري باید یوه سیاسي حل ته د رسېدو په برخه کې خپل هڅې متمرکزې کړي." په اعلامیه کې د افغانستان په ټولو مسایلو په بشپړ تفصیل بحث شوی او همدا ډول هوکړه شوې چې له جګړې تلپاتې سولې ته د تلو په میکانېزم او منل شوي اسلامي نظام ته د رسېدو په مواردو به نږدې راتلونکې غونډه وشي او یوې پایلې ته به ورسېږي. په اعلامیه... Читать дальше...
په جوزجان کې د مرخېړیو یا د ځمکنۍ غوښې تخم د تولید لومړنۍ فابرېکه نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۷مه نېټه) فعاله شوه. د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست شفیق الله تلاش ازادي راډیو ته وویل چې دغه مرکز د «WHH» موسسې په مالي ملاتړ جوړ شوی دی. نوموړي وويل چې دا فابریکه د درې میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې. یاده فابرېکه د دې ترڅنګ چې د شبرغان ښار ۳۸۰ مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې د بلخ، سرپل او فاریاب ولایتونو د هغو مېرمنو اړتیاوې هم پوره کوي چې د مرخېړیو کرکېله کوي. د شبرغان... Читать дальше...
نن پنجشنبه(د چنګاښ په ۱۷مه نېټه) په کابل کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ یا 'اپټا ' تړون د شپږو میاشتو لپاره تمدید او لاسلیک کېږي. دغه تړون به د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزیر نثار احمد غوریاني او د پاکستان د لومړي وزیر د اقتصادي سلاکار عبدالرزاق داوود ترمنځ په انلاین بڼه لاسلیک شي. د سواګرۍ او صنعت وزات ویاند فواد احمدي نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې د دغه تړون له مخې به ټرانزیټي او سوداګریزې ستونزې هوارې شي. د لارې په اوږدو کې د اخاذیو اخېستل،د... Читать дальше...