د افغانستان او پاکستان مشرانو د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د سیمه ایز اتصال، ستونزې او فرصتونو تر عنوان لاندې غونډه کې پر یوبل سخت انتقادونه وکړل. ولسمشر اشرف غني د څو هېوادونو د بهرنیوچارو د وزیرانو په مخکې وویل، پاکستان له پخوانیو ژمنو سره سره، پر طالبانو له خپل توان او نفوذ څخه کار وانه خیست څو د سولې جدي خبرو ته یې اړ کړي خو صدراعظم عمران خان په ځواب کې وویل چې پاکستان د بل هر هېواد پرتله، د خبرو مېز ته د طالبانو د راوستو په برخه کې ډېرې هڅې کړې دي. په دې اړه تفصیل په دې راپور کې....
امنیتي سرچینې وايي د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د روېټرز د فوټو ژورنالېست سره د کمانډو ځواکونو د عملیاتو مرستیال صدیق کرزی او د هغه یو ساتونکی هم وژل شوی دی. د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي وايي د روېټرز فوټو ژورنالېست دانش صدیقي چې د افغان ځانګړو ځواکونو سره د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته د خبري پوښښ لپاره تللی و، نن سهار د وسلهوالو طالبانو په حمله کې وژل شوی دی. ښاغلی احمدي زیاتوي: "نن سهار اته بجې د سپین بولدک پر چوک د روېټرز خبري اژانس د کابل یو کارکوونکی چې سپین بولدک ولسوالۍ... Читать дальше...
یوه روسۍ الوتکه چې له ۱۹ تنه سورلۍ سره لادرکه وه، پیدا شوې او راپورونه وايي تر اضطراري ناستې وروستهیې ټوله عمله او سورلۍ ژغورل شوې ده. د سایبریا د تومسک چارواکو او د هوايي چلند فدرال ادارې یوه مقام نن ویلي چې الوتکه نن تر الوتنې لادرکه وه چې دوه ساعته وروسته بېرته پیدا شوه. د سیلا په نوم هوايي کمپنۍ چې دغه الوتکهیې مربوط ده ویلي ټوله عمله او سورلۍ تومسک ښار ته نږدې له اظطراري ناستې وروسته ژغورل شوې ده.
د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰ اورونو د نړیوال جام لوبو ګروپونه اعلان کړل. افغانستان له پاکستان، هند او نیوزیلنډ سره په (الف) ګروپ کې او په (ب) ګروپ کې انګلستان، استرالیا، جنوبي افریقا او وېسټ اینډیز یوځای شوي دي. د بنګلهدېش او سریلانکا په ګډون اته لوبډلې بیا په دوو هغو ګروپونو کې شامل دي چې یوازې دوه لوبډلې بهیې (الف) او (ب) ګروپ ته لاره کوي. ټاکل شوې وه چې دا نړیوال جام د هند په کوربهتوب په هند کې وشي، خو د کرونا وبا له امله دا لوبې فارس خلیج ته لېږدېدلې دي او تمه ده چې د اکټوبر له ۱۷مې د نومبر... Читать дальше...
د کاپیسا امنیه قومانداني تأییدوي چې د والي مرستیال له وسلهوالو طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی. د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش ازادي راډیو ته وویل، د والي مالي او اداري مرستیال عزیزالرحمن تواب په نجراب ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی. ښاغلي شورش زیاته کړه چې د والي مرستیال د امنیتي ځواکونو د کتنې لپاره د نخراب ولسوالۍ دره افغانیه سیمې ته تللی و. د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نهدی منلی. د ازادي راډیو خبریال وايي، په دره افغانیه کې له تېرې شپې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
د افغانستان ولسمشر وايي، د استخباراتي اطلاعاتو له مخې په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۱۰ زره پاکستاني او د نورو هېوادونو جګړهمارو افغانستان ته مخه کړې ده. محمد اشرف غني نن د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د روان کنفرانس په دوهمه ورځ وویل، د معتبرو اسنادو له مخې طالبانو له ترورېستي شبکو سره خپل ارتباطات نهدي پرې کړي. ښاغلی غني زیاتوي: "استخباراتي اټکلونه ښيي چې په تېره یوه میاشت کې شااوخوا ۱۰ زره افراطي جنګیاليو له پاکستان او نورو هېوادونو افغانستان ته مخه کړې ده. ځیني نړیوال ترورېستي سازمانونه... Читать дальше...
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې د افغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح له لوري شوې ادعا ناسمه بللې او زیاته کړې یې ده چې دغه ډول څرګندونې د دواړو هېوادونو ښې اړیکې زیانمنولی شي. دغه اعلامیه چې نن جمعه «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۵» خپره شوې راغلي، اوس باید ټول په یو قوت سره د یو سیاسي جوړجاړي لپاره کار وکړي. د افغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح تېره شپه په خپل فېسبوک پاڼه ولیکل چې د پاکستان هوايي ځواک او اردو د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د دروازې د بیا نیول... Читать дальше...
افغان جمهور رئیس وايي، د طالبانو او د هغوی د ملاتړو مقابلې ته تر هغې دوام ورکوي چې دغه ډله د خبرو له لارې د روانې کشالې حل ممکن ونهګڼي. محمد اشرف غني په ازبکستان کې د منځنۍ او جنوبي اسیا د سیمهییز اتصال غونډې ته خبرو کې اعلان وکړ چې افغان حکومت د طالبانو مقابلې ته چمتو دی. د ښاغلي غني په خبره، که څه هم پاکستان ژمنه کړې چې طالبان د سولې خبرو ته حاضروي، خو طالبان اوس د خبرو پر ځای غواړي د جګړې له لارې واک ترلاسه کړي. ښاغلي غني ټینګار وکړ چې طالبان هېڅکله نهشي کولای د زور له لارې واک ترلاسه کړي. Читать дальше...
د افغانستان د مصالحې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ افغان پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته ولاړ. د پلاوي له سفره وړاندې ښاغلي عبدالله د جمعې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۵» د کابل په حامد کرزي هوایي ډګر کې رسنیو ته وویل چې دغه پلاوی ټولشموله دی او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له لوري له پوره صلاحیت سره دوحې ته ځي. د عبدالله عبدالله په مشرۍ په دې پلاوي کې سیاسي او جهادي مشر کریم خلیلي، د بلخ پخوانی والي او د جمعیت اسلامي ګوند د جلا شوې ډلې مشر عطا محمد نور، د سولې په چارو کې... Читать дальше...
ولسمشر اشرف غني د تاشکند غونډې ته په وینا کې دعوه وکړه چې پاکستان د جدي مذاکراتو لپاره د طالبانو د حاضرولو لپاره خپل نفوذ نه کاروي خو وزیراعظم عمران خان وویل، اسلام اباد په دې برخه کې تر ټولو زیاتې هڅې کړې دي.
له جوزجان څخه د ازادي راډیو خبریال راپور ورکړی چې د شبرغان ښار ورودي دروازې ته نږدې جګړه روانه ده چې د درنو وسلو ډزې هم اورېدل کېږي. د جوزجان امنیه قومانداني وايي، د طالبانو لاس ته د ښار د ورتلو خطر نه تر سترګو کېږي. تر دې مخکې وسلهوالو طالبانو ادعا کړې وه چې دوی د شبرغان ښار دروازې ته رسېدلي دي. خو د جوزجان د پنځم سمت امر نجیب نور دلاوري نن ازادي راډیو ته وویل، جدي خطر نهشته. ښاغلی دلاوري زیاتوي: "خپلو ښاریانو ته ډاډ ورکوو چې هېڅ کومه خبره نهشته. امنیتي ځواکونه د هېواد او ناموس د دفاع لپاره چمتووالی لري. Читать дальше...
د بلاروس امنیتي ځواکونو د ازادې اروپا/ ازادي رادیو د خبریالانو په ګډون د څو ازادو خبریالانو پر کورونو او دفترونو چاپه واچوله. عیني شاهدان وايي، پولیسو په پلازمېنه مېنسک کې د ازادي راډیو د دفتر دروازې هم نن ماتې کړي او وردننه شوي دي. د بلاروس د خبریالانو ټولنې نن وویل چې یو وار بیا په ۱۹ مواردو کې پر خبریالانو حملې شوې دي. راپورونه وايي، امنیتي ځواکونو د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د خبریالانو اله اروژي لوویچ او ولیانستین ژدانکو کورونه تلاشي کړي او اروژي لوویچ یې له ځان سره بیولی دی. دغه اقدام د خبریالانو د ټکولو یوه هڅه ګڼل شوې ده. Читать дальше...
په سپین بولدک کې د جولای پر ۱۶مه جګړه په داسې حال کې روانه ده چې افغان چارواکي تور پورې کوی چې پاکستان د پولې له پورې غاړې څخه د طالبانو ملاتړ کوي.
له یوې میاشتې راهیسې د کندز ښار نږدې څنډو کې سختې جګړې روانې دي او له کبلهیې څه باندې ۱۰ زره کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه شوې دي او اوسمهال له بېشمېره ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. ۴۰ کلن سیفالله د کندز ښار د سه درک سیمې څخه بېځایه شوی دی. هغه اوس له خپلې ۱۴ کسیزې کورنۍ سره د کندز ښار د دورې سر ښارګوټي کې په ازاده فضا کې ژوند کوي. سیفالله زیاتوي: "موږ ښه ورځ او ارامي غواړو. له دولت نه غواړو چې له موږ سره کمک وکړي. موږ دومره توان نهلرو چې یو کور کرایه ونیسو او له خپلو بچیانو سره پهکې ژوند وکړو. Читать дальше...
د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر وايي، د افغانستان دولت ته د پاکستان د هوايي ځواک د خبرداري اسناد او شواهد له دفاع وزارت سره شریک شوي دي. د امرالله صالح دفتر د مطبوعاتو او عامه اړيکو رئیس رضوان مراد نن ازادي راډیو ته وویل، دغه اسناد د درېیو الوتکو د حملې په باب دي. ښاغلی مراد وايي: "د افغانستان هوايي ځواک ته چې درېیو سوپر ټوکانو الوتکو یې غوښتل په سپین بولدک ولسوالۍ کې پر طالبانو او پاکستاني جنګیالیو حمله وکړي، د پاکستان د هوايي ځواک خبرداری مستند دی. دغه غږ او ثبت شوي پیغامونه شته." نن... Читать дальше...
د بامیان والي له وسلهوالو طالبانو د سیغان او کهمرد ولسواليو د بیا نیول کېدو خبر ورکړ. محمد طاهر زهیر نن جمعه رسنیو ته وویل، دغه دوه ولسوالۍ د ولسي پاڅونوالو په مرسته بېرته ونیول شوې. ښاغلی زهیر زیاتوي: "د خدای په لطف او مرسته او د اتلو ځواکونو د مېړانې له کبله په لنډه موده کې دواړه ولسوالۍ ازادې شوې. موږ د دغو ولسوالیو فتحه د دې ولسوالیو اوسېدونکو ته مبارک وایو." د بامیان سیغان او کهمرد ولسوالۍ د تېرې اوونۍ د دوشنبې او سې شنبې په ورځو د امنیتي ځواکونو له شاتګ وروسته د وسلهوالو لاسته ورغلې. Читать дальше...
روېټرز خبري اژانس په کندهار کې د خپل یوه فوټو ژورنالېست د وژل کېدو خبر تأیید کړ. دغه خبریال په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د روانې جګړې په اړه د راپور ورکولو لپاره هلته تللی و. د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي ازادي رادیو ته وویل، دغه فوټو ژورنالېست د دندې پر مهال وژل شوی دی. ښاغلی احمدي زیاتوي: "د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په چوک کې د روېټرز خبري اژانس د کابل یو کارکوونکی چې کندهار ته د خبري پوښښ په هدف راغلی و، سهار ۸ بجې هلته د وسلهوالو مخالفانو لهخوا... Читать дальше...
د بدخشان ولایت چارواکي وايي، په شهدا ولسوالۍ کې د هوايي ځواک په حمله کې وسلهوال طالبان او ملکيان وژل شوي دي. د شهدا ولسوال شېخ حمید الدین مفکر ازادي راډیو ته وویل، دغه حمله پرون ماښام شوې ده: "د طالبانو د راټولېدو پر ساحه بمباري شوې چې په نتیجه کې یې ۱۳ طالب جنګیالي وژل شوي او ګڼ کسانیې ټپیان دي. په دې پېښه کې ملکیانو ته هم مرګژوبله اوښتې، له بده مرغه بمب په بازار کې د خلکو پر دکانونو لګېدلی چې په ټوله کې ۸ تنه ملکیان وژل شوي دي." خو د شهدا ولسوالۍ اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي، په پېښه کې... Читать дальше...
د جرمني په لوېدیځ کې د درنو سېلابونو له کبله د مړو شمېر لږترلږه ۸۱ ته زیات شو. د جرمني «ARD» ټلوېزیوني شبکې نن ویلي چې دا په تېرو څو کلونو کې په جرمني کې په ډلهییز ډول د خلکو د مړینې تر ټولو لوړ شمېر دی. د کولن په جنوبي ولسوالۍ اهر ویلر کې محلي چارواکو په فېسبوک کې ویلي چې تر ۱،۳۰۰ ډېر کسان تري تم دي. د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل پرون واشنګټن ته د سفر پر مهال د سېلابونو په باب خبرې وکړې: "په دغو ساعتونو کې سولهییز ځایونه یوه غمیزه تجربه کوي چې کولای شو ووایو یوه غمیزه ده. درانه اورښتونه... Читать дальше...
د هنګري صدراعظم وايي، هېواد بهیې د راروانې میاشتې له پیله د کرونا ضد واکسین د درېیمې ستنې لګولو انتخاب پېشنهاد کړي. ویکتور اوربان نن ویلي، د کرونا ضد واکسین لګول به ټولو روغتیايي کارکوونکو ته جبري شي. اوربان دولتي راډیو ته وویل، اوس به د ډاکترانو د پرېکړې له مخې خلک اړ وي د دغه واکسین درېیم ډوز ولګوي. د ده په وینا درېیم ډوز به تر دوهم ډوز لږترلږه څلور میاشتې وروسته خلکو ته لګول کېږي. د هنګري د ۹ ملیونه او ۸ لکه وګړو له ډلې پنځو ملیونو او پنځو لکو کسانو لږترلږه د واکسین لومړۍ ستن لګولې ده. Читать дальше...
د افغانستان مرستیال ولسمشر امرالله صالح د جولای پر ۱۵مه ویلي ول چې د پاکستان هوايي ځواک او پوځ د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د دروازې د بیا نیولو د هڅې په تړاو "افغان ملي اردو او هوايي ځواک ته رسمي خبرداری" ورکړی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د جمهور رئیس د لومړي مرستیال امرالله صالح وروستۍ څرګندونې چې ګواکې د پاکستان هوايي ځواک افغان دولت ته خبرداری ورکړ، رد کړي. امرالله صالح پرون ویلي و چې د پاکستان هوايي ځواک او اردو د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د دروازې د بیانیول کېدو د هڅې په تړاو افغان دولت ته خبرداری ورکړی. د ښاغلي صالح د دې ادعاوو په غبرګون د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن ویلي چې د پاکستان هوايي ځواک کله هم له افغان هوايي ځواک سره اړیکه نهده نیولې او نهیې هغوی ته څه ویلي. د... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت وايي د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ یې بېرته له طالبانو نیولې ده. د دغه وزارت په یوه بیان کې راغلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو هلته په یو لړ عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګژوبله واړوله او ولسوالي یې بېرته ترې ونیوله. وسلهوالو طالبانو تر اوسه د سیغان ولسوالۍ په اړه څه نهدي ویلي. دفاع وزارت پرون هم د طالبانو له کنټروله د نیمروز ولایت د چخانسور ولسوالۍ د ازادولو خبر ورکړی و.
ملګرو ملتونو ویلي د افغانستان خلک د وسلهوالو طالبانو د بریدونو او نورو ناورینونو د اغېزو د ځواب لپاره ۸۵۰ ملیون ډالر مرستو ته سخته اړتیا لري. دا خبره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ مسؤل او د ځانګړې استازې مرستیال رامز الاکبروف پرون په نیویارک کې خبریالانو ته وکړه. هغه وویل د کال په پیل کې د یو میلیارد او ۳۰۰ ملیونه مرستو غوښتنه شوې وه چې تر دې دمه ۴۵۰ ملیونه ټولې شوي او پاتې نورې هم باید ټولې شي. اکبروف وویل افغانستان کې دمګړۍ هر څه ننګوونکي دي چې 'کووېډ-۱۹' وبا دا چاره لا پسې سخته کړې ده.
د نړۍ د ټېنس لومړي نمبر لوبغاړي نواک جوکوویچ ویلي توکیو ته ځي او په المپیکي لوبو کې برخه اخلي. جوکوویچ سږ کال درې نړیوالې اتلولۍ د فرانسي ازادې سیالۍ، د اسټرالیا اوپن او د انګستان ویمبلدون ګټلي او که المپيک کې سرو زرو مډال واخلي د څلورو نړیوالو لوبو ریکارډ به جوړ کړي. جوکوویچ په خپل ټویټر لیکلي خوشحاله دی چې د صربیا د ټیم په ګټه په المپيک کې لوبېږي. تمه ده د المپیک لوبې د همدې جولای میاشتې له ۲۳مې پيل او د اګسټ په اتمه پای ته ورسېږي. دا د ۲۰۲۰ کال المپیک دی چې په یو کال ځنډ په توکیو کې ترسره کېږي.