د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش خبرداری ورکړی چې په ټوله نړۍ کې د بشري بحرانونو توپان په جګړه ځپلو سیمو ملکي خلک بې اسرې کړي او دا ملکي وګړي د دې جګړو تر ټولو لوړه بیه پرې کوي. ښاغلي ګوتېریش پرون د جولای په شپاړسمه امنیت شورا ته په یوه لیکلي وینا کې چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنې محمد ولوسته همدا راز وویل چې له دې سره د بشري مرستو پر رسوونکو او روغتیا پالانو د بې رحمه حملو څپه هم یوځای شوې ده. د سرمنشي په وینا کې یادونه شوې چې بشري مرستو ته اړتیا د ملګرو ملتونو د توان پرتله زیاتې... Читать дальше...