په چین کې کرونا ویروس یو وار بیا دومره زیات خپور شوی چې په وروستیو میاشتو کې یې ساری نه و لیدل شوی.
لومړۍ پېښې په نانجینګ ښار کې ثبت شوې چې وروسته د پلازمېنې پیکنګ په ګډون ګڼو نورو سیمو ته خپور شو.
نن شنبه (د زمري په ۹مه) په ملي سطحه د کرونا ویروس د څه باندې ۲۰۰ پېښو ثبتېدل په نانجینګ کې د ویروس له خپرېدو سره تړاو لري.
د کرونا ویروس ډېلټا بڼه چې په چټکۍ په خلکو کې خپرېږي په جغرافیوي لحاظ اوس په چین کې په چټکۍ په خپرېدو دی.
د ویروس ډېلټا بڼه د چین د کرونا ویروس د سټراتیژۍ لپاره یوه ازموینه ګڼل کېږي.
که څه هم په چین کې په ټوله کې د کرونا ویروس څه باندې ۹۲زره مثبتې پېښې ثبت شوي، خو اټکل کېږي چې واقعي شمېر به خورا زیات وي.