ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې پروسه باید ګړندۍ شي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز پرون په دې تړاو په دوحه کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي له مشر محمد معصوم ستانکزي سره خبرې کړي دي. یوناما په خپل ټوېټر د اغلې ډیبرا لاینز په حواله لیکلي چې اسانچارۍ/منځګړیتوب د انتخابونو په شمول د دې اړتیا ده چې د افغانستان د سولې پروسه ګړندۍ شي او د ملګرو ملتونو سازمان په دې برخه کې له قطر سره کار کوي. قطر د افغانستان د دولت او طالبانو د خبرو کوربه دی. له... Читать дальше...
پر طالبانو د امریکايي چارواکو نیوکې زیاتې شوي چې دا ډله د سولې معنی لرونکې خبرې نه پيلوي. په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس وېلسن پرون ماښام په خپل ټوېټر لیکلي چې د سولې معنی لرونکو خبرو د پيل په اړه د طالبانو چوپتیا د افغان ملکیانو پر وړاندې د دې ډلې بې تفاوتي په ډاګه کوي. راس وېلسن زیاته کړې هره ورځ په افغانستان کې لا زیات مرګونه او ورانی کېږي چې کیدای شي مخه یې په ښه نیت د سولې په خبرو کې په ګډون سره ونیول شي. وېلسن له څو ورځو راهیسې د اوربند هشټګ خپروي او ټینګار یې دی چې طالبان دې سمدستي تاوتریخوالی ودروي. Читать дальше...
وال سټریټ ژورنال امریکایۍ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په کندهار ولایت کې د امریکا د هوايي حملو په اړه په یوه مطلب کې لیکلي دي چې دا بمبارۍ د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي په هدف ترسره شوې دي. دا بمبارۍ داسې مهال کېږي چې طالبانو د کندهار په ګډون په ټول افغانستان کې خپلو حملو ته زور ورکړی. د وال سټریټ ژورنال د مطلب لیکوالانو لیکلي چې که کندهار، د طالبانو د مړ شوي مشر ملا محمد عمر د زېږېدو ټاټوبی سقوط وکړي، نو د افغان حکومت لپاره به ډېره لویه ضربه وي. د مطلب په دوام کې راغلي چې طالبان په کلیوالو سیمو... Читать дальше...