وال سټریټ ژورنال
امریکایۍ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په کندهار ولایت کې د امریکا د هوايي حملو په اړه په یوه مطلب کې لیکلي دي چې دا بمبارۍ د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي په هدف ترسره شوې دي.
دا بمبارۍ داسې مهال کېږي چې طالبانو د کندهار په ګډون په ټول افغانستان کې خپلو حملو ته زور ورکړی.
د وال سټریټ ژورنال د مطلب لیکوالانو لیکلي چې که کندهار، د طالبانو د مړ شوي مشر ملا محمد عمر د زېږېدو ټاټوبی سقوط وکړي، نو د افغان حکومت لپاره به ډېره لویه ضربه وي.
د مطلب په دوام کې راغلي چې طالبان په کلیوالو سیمو کې له وروستیو پرمختګونو سره سره د کوم ولایت د مرکز په نیولو نهدي بریالي شوي.
مطلب زیاتوي، طالب جنګیالي په وروستیو اوونیو کې له درې اړخونو کندهار ښار ته نږدې شوي. وړاندې لولو چې طالبانو پنجوايي او ارغنداب د کندهار هغه ولسوالۍ چې یو وخت بهرنیو پوځیانو د طالبانو پر ضد جګړې پهکې کولې، نیولې دي.
طالبانو په دې وروستیو کې همداراز د سپین بولدک پر سرحدي سیمه هم ولکه ټینګه کړه. په مطلب کې د افغان چارواکو له قوله ویل شوي دي چې د سپین بولدک له سقوط وروسته زرګونه وسلهوال له پاکستانه د طالبانو له لیکو سره د یوځای کېدو لپاره افغانستان ته ننوتي دي.
ګارډین
د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼه د افغانستان په اړه په یوه تحلیل کې پوښتنه کوي، د امریکا راتلونکې پالېسي به په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونه له افغانستان ووځي، څه ډول وي؟
د مطلب لیکوال د امریکا د ولسمشر جو بایډن هغې وینا ته چې وايي، امریکا به د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ بند کړي او پر ځای بهیې په سیمه کې له خپلو پوځي اډو ترورېستي ډلې په نښه کړي اشاره کوي او لیکي تر اوسه معلومه نهده چې دا حملې به په څه ډول ترسره کېږي.
د بایډن ادارې په ډاګه ویلي دي چې د اګسټ په پای کې له افغانستانه د ټولو نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به د افغان ځواکونو د هوايي ملاتړ عملیات پای ته ورسېږي.
خو ګارډین د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه د قوماندان جنرال کېنټ مککنزي تازه څرګندونو ته اشاره کوي چې ویلي یې دي، که طالبان خپلې حملې بندې نهکړي، نو د امریکا پوځ به په راروانو اوونیو کې د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ ته دوام ورکړي.
ورځپاڼه لیکي، امریکا په وار وار ویلي دي چې اجازه به ورنهکړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترورېستان په ځاله بدل شي، خو د مطلب لیکوال زیاتوي چې له ۲۰ کاله جګړې وروسته د القاعده شبکې اړوند وسلهوال لاهم په افغانستان کې شته.
ورځپاڼه همداراز لیکي چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې جنګیالي یو بل امنیتي ګواښ دی.
د ګارډین د مطلب لیکوال لیکي، ځینې پوښتنې لاهم بېځوابه پاتې دي او له هغې ډلې دا چې امریکا به په راتلونکي کې په افغانستان کې څومره ښکېل وي، پر افغانستان به دوامداره څارنه وکړي، که به ناڅاپي حملې کوي، پر طالبانو به له ترورېستي ډلو سره د همکارۍ په شک برید وشي که نه او دا چې په افغانستان کې د القاعده او داعش ډلې د حضور کچه باید څومره وي چې په نتیجه کې بهیې امریکا پر طالبانو برید وکړي؟