د افغانستان سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې پر یوه موافقه د سلا کېدو لپاره قطر ته رسېدلی دی. ښاغلي خلیلزاد پرون په ټویټر کې لیکلي، هغسې چې ولسمشر جو بایډن ویلي، د افغانستان کشاله یوازې د خبرو اترو له لارې حلېدای شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، ښاغلی خلیلزاد به په دې سفر کې چې د جمعې په ورځ پیل شوی، د قطر ترڅنګ پاکستان او ازبکستان ته هم ځي. په اعلامیه کې دا د افغانستان د سولې له پروسې د واشنګټن د روان ملاتړ یوه برخه بلل شوې ده. Читать дальше...
ولسمشر محمد اشرف غني، د ناول او کیسه لیکونکي نصیر احمد احمدي پر مړینه خواشیني وښوده. ولسمشر د جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي: "نصير احمد احمدي د پښتو ژبې د بډاينې او په ځانګړي ډول د پښتو ناول ليکنې په برخه کې د قدر وړ هلې ځلې وکړې او ډېر ګټور ناولونهيې وليکل." احمدي چې په ۱۳۵۳ لمریز کال د غزني ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې زېږېدلی، پرونیې د ناروغۍ له کبله ساه ورکړه. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ویاند صابر مومند د ځوان ناول او کیسه لیکونکي نصیر احمد احمدي مړینه د ادبیاتو په ډګر کې یوه لویه ضایعه وبلله. Читать дальше...
د غور ولایت د لومړۍ حوزې جنايي امر د ماین په چاودنه کې ووژل شو. چاودنه پرون مازیګر د مرکز فېروزکوه په مربوطاتو کې وشوه. د غور د والي ویاند زلمي کریمي ازادي راډیو ته وویل: "د لالاګل په نوم د لومړۍ حوزې جنايي امر، د هغه ماین په چاودنه کې ووژل شو چې په موټرسایکل کې یې ځای پر ځای شوی و. ویل کېږي ده غوښتل دغه ماین ښار ته راوړي او په کوم ځای کې یې ځای پر ځای کړي چې د لارې په اوږدو کې امنیتي ځواکونو کشف کړ او چاودنه وشوه چې لالاګل له خپلې مېرمنې سره ووژل شو." په غور کې د ازادي راډیو خبریال وايي، لالاګل د بسمالله عادل ورور دی. Читать дальше...
سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن به د جرمني له صدراعظمې انګلا مېرکل سره د نورد سټریم دوه په نوم د ګازو د نللیکې په باب هم خبرې وکړي. په پام کې ده، دواړه رهبران راروانه پنجشنبه یعنې د جولای میاشتې پر ۱۵مه سره وګوري. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په واشنګټن کې یوه کنفرانس ته وویل: "یقیناً چې د نورت سټریم دوه نللیکې موضوع به هم د دواړو مشرانو په بحثونو کې شامله وي. په دې اړه د ولسمشر بایډن لیدلوری نهدی بدل شوی، هغه دا چې دا یوه بده معامله وه او نړیوال مسایل پهکې دخیل دي. Читать дальше...
د ۷ نورو مړو له موندل کېدو سره د امریکا متحده ایالاتو په فلوریدا ایالت کې د یوې ودانۍ د نړېدو په پېښه کې د مړو شمېر ۸۶ ته پورته شو. تر پرون شنبه پورې ۴۳ کسان لا هم د تري تم شویو په لېست کې حساب وو. د دغې ۱۲ منزله ودانۍ یوه برخه دوه اوونۍ وړاندې له مخکېني خبرداري پرته ونړېده چې تر اوسهیې علت نهدی معلوم. چارواکو د نورو کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې عملیات څو ورځې مخکې ودرول.
د اروپا ملتونو جام د فوټبال پایلوبه یا فاینل مسابقه نن شپه د ایټالیا او انګلستان ترمنځ کېږي. دغه مسابقه نن شپه د کابل پر وخت ۱۱ نیمې بجې د لندن په ویبملي (Wembley) سټډیوم کې کېږي. په نیمه پایلوبه کې ایټالیا د اسپانیا او انګلستان د ډنمارک په ماتولو سره فاینل یا پایلوبې ته ووتل. د اروپا د ملتونو جام سیالۍ د جون میاشتې پر ۱۱مه پیل شوې وې چې نن د جولای پر ۱۱مه پای ته رسېږي.
د بشر حقونو څار نړیوال سازمان یا هیومن رایټس واچ (Human Rights Watch) اندېښنه لري چې د افغانستان په جګړه کې ښکېل لوري ښايي د غچ اخیستنې له مخې د خلکو وژنو ته مخه کړي. دا سازمان د غچ اخیستنې په نیت د وژنو په اړه داسې وخت اندېښنه ښيي چې په افغانستان کې له مې میاشتې راهیسې د جګړو شدت او د ولسوالیو لاس په لاس کېدل زیات شوي دي. د دغه سازمان د اسیا برخې مرستیال مشرې پاترېشیا ګاسمن (Patricia Gossman) له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، پخوا هم دغه ډول وژنې او نورې سرغړونې د طالبانو او هغو ملېشه ډلو لهخوا شوي چې له یو بل څخهیې سیمې لاندې کړې دي. Читать дальше...
دا چې نن یکشنبه د جولای ۱۱مه د وګړو نړېواله ورځ ده، د افغانستان د احصايي ملي اداره وايي، د دوی د وړاندوينې له مخې د ۱۴۰۰م لمريز کال تر پایه به د دغه هېواد د نفوس کچه ۳۳٫۶ ميلیونو ته ورسېږي. ددې ادارې د رسمي شمېرو له مخې په اوس وخت کې په دې هېواد کې ۴۷.۱ سلنه د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. صدیقه هغه مور ده چې د کابل ښار په یوه څنډه کې له خپلو ۸ اولادونو سره په یوه کرايي کور کې ژوند کوي او زوی یې د افغانستان د ملي پوځ په ليکو کې د جګړې پر مهال وژل شوی. نوموړې وايي، د زوی د مرګ یې ۷کاله کېږي خو لا یې هم مړی نه دی لیدلی... Читать дальше...
مېل انلاین خپرونه مېل انلاین خپرونې په وروستۍ ګڼه کې له یو شمېر هغو افغان سرتیرو سره خبرې کړي چې څه موده وړاندې یې خپل ټپي ملګري تاجکستان ته لېږدولي دي. د خپرونې په لیکنه، دا سرتیري وروسته تر دې تېښتې ته اړ شول چې سرحدي سیمه کې پرې طالبانو حمله وکړه. له تاجکستان سره په سرحدي سیمه کې د افغانستان د یو شمېر نور ولایتونو په څېر وروسته تردې جګړو زور واخېست چې امریکایي او ناټو ځواکونو له افغانستانه د خپلو ټولو سرتیرو ایستل اعلان کړ. خپرونه لیکي: تمه دا وه چې افغان دولت او طالبان یوه جوړجاړي... Читать дальше...