د ۷ نورو مړو له موندل کېدو سره د امریکا متحده ایالاتو په فلوریدا ایالت کې د یوې ودانۍ د نړېدو په پېښه کې د مړو شمېر ۸۶ ته پورته شو.
تر پرون شنبه پورې ۴۳ کسان لا هم د تري تم شویو په لېست کې حساب وو.
د دغې ۱۲ منزله ودانۍ یوه برخه دوه اوونۍ وړاندې له مخکېني خبرداري پرته ونړېده چې تر اوسهیې علت نهدی معلوم.
چارواکو د نورو کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې عملیات څو ورځې مخکې ودرول.