سټارز انډ سټرایپس او واشنګټن ایګزامینر ورځپاڼو له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو د پرېکړې په اړه لیکنه خپره کړې ده. دواړو امریکايي ورځپاڼو لیکلي، د کانګریس د پنجشنبې د ورځې د سوال او ځواب د غونډې پر اساس، د امریکا پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰ کال د انتخاباتو له بایللو وروسته پنتاګون ته امر وکړ چې له افغانستان او سومالیا څخه ټول امریکايي پوځیان چټک وباسي او د دې مسلې له کبله د ده جګپوړو سلاکارانو، چې اندېښنه یې لرله چې غمیزې پایلې به ولري، خبرداري ورکړل. د کانګریس جمهوریپال غړي اډم... Читать дальше...
نن د اکتوبر ۱۵مه د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ ده او داسې مهال نمانځل کېږي چې په افغانستان کې د پخوا په څېر د ښځو ژوند له کړاوونو ډک ګڼل کېږي. د نورستان د مرکز پارون په یوه کلیوالي سیمه کې حمیرا چې ملا یې کلکه تړلې په کرونده یا پټي کې د نارینه وو په څېر درانه کارونه کوي. هغې ازادۍ راډیو ته وویل، ځینې فزیکي کارونه ورته ډېر ګران تمامېږي. نوموړې وايي: "دلته ښځې ډېر کارونه کوي، لکه د پټي کارونه، د پټي کارونه ډېر مشکل دي. لکه یوې کول، واښه رېبل او داسې ډېر نور کارونه." دا په افغانستان کې د ملیونونو... Читать дальше...
د روسیې ولسمشر وايي، د هېواد چارواکي یې د اړتیا تر حده د طالبانو له حکومت سره تماسونه نیسي. د روسیې او تاجکستان ولسمشرانو له افغانستان څخه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د یاغیانو د نفوذ د احتمال په اړه اندېښنه ښکاره کړه. په پرونۍ غونډه کې، چې د قزاقستان په پلازمېنه استانې کې جوړه شوې وه، افغانستان د بحث یوه مهمه موضوع وه. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې ناسته کې وویل، هېواد یې له طالبانو سره د اړتیا تر بریده تماسونه نیسي. پوتین وايي: طالبانو د افغانستان په شمال کې د تروریستانو پر شتون سترګې پټې کړې دي. Читать дальше...
د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، له سیاسونو سره د خبرو په ترڅ کې یې د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې له مشر احمد مسعود سره د افغانستان له اوسني بحرانه د وتلو پر لارو چارو خبرې کړې دي. حمدالله محب وایي،له احمد مسعود سره یې خبرې پر دې څرخېدې چې په څه ډول په افغانستان کې ولسواکۍ او جمهوري نظام بېرته اعاده کېدای شي. محب په یوه ټوېټ کې ویلي چې له سیاسیونو سره د خبرو په لړ کې یې له احمد مسعود سره د هېواد پر وضعیت خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړې چې د خبرو اصلي تمرکز یې ولسواکۍ... Читать дальше...