د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن کابل ته تللی او هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي. د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن تر یوې اوږدې مودې وروسته کابل ته ستون او له طالب چارواکو سره یې خبرې کړي. نیکلاسن داسې وخت کابل ته سفر کړی چې تېره جمعه د کاج په نوم په یوه ښوونیز مرکز باندې مرګوني برید کې ۵۳ تنه اکثر نجونې ووژل شوې او ۱۱۰ تنه نور ژوبل شول. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي له امیرخان متقي سره په... Читать дальше...
د بشري حقونو د څار سازمان هیومن رایټس واچ وايي، طالبان له معترضو ښځو په وېره کې دي. د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د طالبانو له ځپونکو اقداماتو سره سره سلګونه افغان نجونې د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره په لاریون وتلې دي. د دغه سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدر بار ازادي راډیو سره په خبرو کې د معترضو نجونو په وړاندې د طالبانو اقدامات له تاوتریخوالي ډک وبلل. هغې زیاته کړه: "په وروستیو څو ورځو کې چې کومې مظاهرې موږ ولیدلې او ټولې یې د ښځو له خوا وشوې په څو میاشتو کې بې سارې دي. ځینې مسایل په کې... Читать дальше...