د اروپا د ختیځ ۹ هېوادونو په ناټو سازمان کې د اوکرايین د بېړني غړیتوب د هڅو ملاتړ وکړ. دوی د ناټو له لوېدیځو متحدانو وغوښتل چې اوکرايین ته د روسیې د غیر موجه یرغل په وړاندې جګړه کې وسلې او دفاعي تجهیزات ورکړي. په دغه اړه پرون د چک جمهوریت، ایستونیا، لتویا، پولند، رومانیا، لیتوانیا، سلواکیا، شمالي مقدونیا او مونتی نګرو مشرانو یوه اعلامیه لاسلیک کړه. ناټو ۳۰ غړي لري او د هر بل هېواد غړیتوب ته باید ټول دغه هېوادونه مثبته رایه ورکړي.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام ته د ښه چمتوالي په هدف استرالیا کې تمرینونه پيل کړل. کرېکټ بورډ پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د دې تمرینونو پر مهال به لوبغاړي له پیچونو او موسم سره بلدتیا پيدا کړي. د ۲۰۲۲ کال د شل اوریزو لوبو نړیوال جام د اکتوبر په شپاړسمه په استرالیا کې پيلیږي او د نومبر تر ۱۳مې نېټې دوام کوي. افغانستان د اکتوبر په ۲۲مه خپله لومړنۍ لوبه له انګلستان سره کوي.
د ترکیې هوایي شرکت ( ترکیش ایرلاینز) د راتلونکې مارچ میاشتې له ۲۷مې افغانستان ته د ټکټونو پلور پيل کړی دی. له مهالوېش سره سم ټاکل شوې چې د دغه شرکت الوتکې به هره ورځ یو پرواز له استانبوله کابل او دغه راز په اوونۍ کې درې ورځې له استانبوله مزار ته الوتنې ولري. له کله چې تېر کال اوړي کې طالبان بیا واک ته ورسېدل، نړیوالو هوایي شرکتونو لکه ترکیش، امارات او فلای دوبۍ افغانستان ته الوتنې وځنډولې. اوس مهال د کیش ایر په نوم د ایران یو هوایي شرکت او اریانا او کام ایر هوایي شرکتونه له کابل او څو نورو ښارونو بهر ته الوتنې کوي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) وایي، په افغانستان کې د ژمي په درشل کې د اړمنو کسانو لاسنیوي ته دوام ورکوي. دغه بنسټ پرون (د تلې په لسمه) په یوه ټویټ کې ویلي، د ژمي پر مهال یې د روغتیایي خدمتونو د لومړیتوبونو او د خلکو پر ساتنې يې کار پيل کړی دی. دغه صندوق همدا راز په یوه راپور کې اندېښنه ښودلې چې د افغانستان ۹۵ فیصده وګړي لا هم له لوږې سره مخامخ دي. د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو.ایف.پي) را روان ژمی په افغانستان کې سخت بللی، خو د خپلو مرستو د دوام ډاډ یې ورکړی دی.
په کابل کې د جمعې د ورځې له خونړي ځانمرګي برید وروسته په تېرو دوو ورځو کې د پلازمېنې په ګډون په بامیان، غزني او هرات ولایتونو کې مظاهرې وشوې. د یکشنبې د ورځې مظاهرې هممهاله په هرات، بامیان او غزني ولایتونو کې ترسره شوې. معترضو ښځو چې تر ډېره یې تورې جامې اغوستې وې شعارونه ورکول چې: " پوهنه زموږ حق دی، د هزاره ګانو نسل وژنه ودروئ!." په هرات او بامیانو کې د مظاهره کوونکو شمېر سلګونو ته رسېده، خو په غزني کې د دغه ولایت د اوسېدونکو په وینا یوازې جاغوري ولسوالۍ کې یوې ډلې مظاهره وکړه. په هرات... Читать дальше...
په ایران کې د نظام په ضد مظاهرې چې، د دغو مظاهرو ۱۷ ورځې پوره شوې، خو تر اوسه یې هم د پای ته رسېدو کوم ښکاره څرک نه لګیږي. د ازادي راډیو د ایران څانګې راډیو فردا له راپور سره سم پرون یکشنبه په تهران، اصفهان، مشهد او یو شمېر نورو ښارونو کې خلک مظاهرو ته راوتلي وو. په اصفهان کې پر مظاهره کوونکو د پولیسو د ډزو راپورونه هم ورکړل شوي، خو د احتمالي مرګژوبلې په اړه یې لا معلومات نهشته. په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې مظاهره کوونکو پر سړکونو اورونه بل کړي او سړکونه یې بند کړي دي. ... Читать дальше...
د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه خلیج ټایمز: خلیج ټایمز ورځپاڼې په کابل کې د کاج په نوم پر یوه ښوونیز مرکز د جمعې د ورځې چاودنې ته پام اړولی او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما په استناد لیکي، په داسې حال چې یو شمېر ښځو د نسل وژنې په نوم د دغه برید پر وړاندې اعتراض څرګند کړ، د وژل شویو کسانو شمېر یې ۳۵ او د ټپیانو یې هم ۸۲ تنو ته ورسېد. خلیج ټایمز لیکي، یو شمېر ښځو د هغه روغتون په مخکې چې د دې پېښې قربانیان ور وړل شوي و، راټول شوي او د هغه څه پر وړاندې... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د کانونو او پترولیم وزارت وایي، تر دوو میاشتو پورې به د کانونو پر اته لویو پروژو عملي کار پيل شي. د طالبانو د حکومت د کانونو او پترولیم وزارت وایي، د اته لویو پروژو د پانګونې په هدف ورسپارل شوي پروپوزلونه یا وړاندیزونه د څېړنې په حال کې دي. دغه پروژې د هرات ولایت د غوریانو د اوسپنې او د غور په شهرک او غورک ولسوالیو کې د سربو او جستو د منرالونو د کېندنې دي چې د پرخوالي له کبله په ۸ حوزو یا بلاکونو ویشل شوي دي. د کانونو وزارت ویاند عصمت الله برهان وایي، دواړو کورنیو او بهرنیو... Читать дальше...