د افغانستان په شمال کې د پوځ چارواکو ادعا کړې چې د جوزجان لپاره یې د طالبانو مرستیال والي وژلی دی. د ۲۰۹ شاهین قل اردو ویاند حنیف رضایي رسنیو ته ویلي چې پر مولوي منصور پرون له غرمې وروسته د بلخ په خولم ولسوالۍ کې هدفمند هوایي برید وشو. رضایي ادعا کوي چې په دې برید کې د طالبانو له دې چارواکي سره یوځای د بلخ لپاره د طالبانو د سرې قطعې قوماندان او د دې ډلې لس نور وسله وال هم وژل شوي دي. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې ولسمشر جو بایډن د روانې جولای میاشتې په ۲۶مه د عراق له صدر اعظم مصطفی الکاظمي سره په واشنګټن کې ګوري. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي ویلي، دا لیده کاته به د امریکا او عراق ستراتیژیکه همکارۍ په ډاګه کړي. دې ویلي، بایډن تمه لري چې دې ملاقات کې له عراق سره د امنیتي اړیکو پر پیاوړتیا له هغې ډلې د دې ډاډ په اړه خبرې وکړي چې د اسلامي دولت ډلې/ داعش هلته ماتې خوړلې ده. داسې اټکل کېږي چې د عراق صدر اعظم غواړي له خپله هېواده د امریکایي ځواکونو د وتلو مهال ویش ځانګړی کړي. ... Читать дальше...
نیویارک ټایمز له امریکا خپرېدونکې ورځپاڼې نیویارک ټایمز په خپله پرونۍ ګڼه کې په افغانستان کې د جګړو د شدت پر زیاتېدو لیکنه خپره کړې ده. د لیکنې په یوه برخه کې راغلي، وسله والو طالبانو په وروستیو دوو میاشتو کې د شمال د نورو برخو ترڅنګ د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف په شااو خوا کې هم تحرکات پیل کړي دي. د لیکوال په حواله، دغې ډلې د هغو دولتي ځواکونو په شااوخوا کې چې شاتګ یې نه دی کړی او تسلیم شوي نه دي یو ډول دفاعي کمربند ایجاد کړی دی. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په لیکنه، وسله والو طالبانو... Читать дальше...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، اسلام اباد کې یې د افغان سفیر د لور د تښتونې او شکنجې په اړه پاکستان ته شدید اعتراضونه اورولي دي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پرون شنبه (د چنګاښ ۲۶مه) یې په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمدخان هم احضار کړی دی. افغان دولت ویلي، اسلام اباد کې د دوی د سفیر لور سلسله علي خېل د جمعې په ورځ (د جولای په ۱۶مه) د څو ساعتونو لپاره اختطاف او له شکنجې او ربړونې وروسته خوشې شوه. په خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستان له حکومته په زغرده غوښتل شوي چې د دې پېښې... Читать дальше...
د مصالحې عالي شورا وایي، د بین الافغاني خبرو لس میاشتې په فرعي مسایلو ضایع شوي او په خبره یې اوس بنسټیزو بحثونو ته اړتیا ده. د دې شورا ویاند فریدون خوځون له دوحې ازادي راډیو ته وویل چې د دولت او طالبانو جرګه شوي لوړ پوړي استازي دا ځل هڅه کوي چې پرېکړو ته ورسیږي. ښاغلي خوځون وویل، د استازو ۱۴ کسیزه کمېټه څو بنسټیزې مسالې څیړي اوهڅه کوي چې هوکړه پرې وکړي: "له منځګړي نه نیولې، تر اوربند او سیاسي مشارکت پورې دا هغه موضوعات دي چې اساسي بحثونو کې شامل دي. موږ باید په ښکاره او واضح ډول پردې موضوعاتو بحث وکړو. Читать дальше...
د پکتیکا اوسیدونکي، مدني فعالان او د ولایتي شورا غړي وايي چې په دې وروستیو کې د پکتیا- پکتیکا ترمنځ د غځیدلې لارې تړل کېدو خلکو ته ډېرې ستونزې جوړې کړي دي. دوی وايي، کوم سړک چې له زرمته تیریږي، نه یوازې د حکومتي مامورینو پرمخ بنده ده، بلکې د ماینونو له وېرې ولسي وګړي هم ورباندې تګ او راتګ نه شي کولای. د پکتیکا اوسیدونکي غوښتنه کوي چې حکومت دې، د دوی د اړتیاوو د پوره کېدو لپاره لږ تر لږه د پکتیا او پکتیکا لاره د ټرافیکو پرمخ پرانیزي. د چنګاښ په ۲۶مه مدني فعال عبدالوهاب ازادي راډیو ته وویل، د... Читать дальше...
د کونړ ولایت په غازي اباد او اسمار ولسوالیو کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړو له امله له زرو زیاتې کورنۍ راکډه شوي، له دوی ډک کورونه پاتې او یوازې خپل سرونه يې امن سېمو ته اېستلي او په وینا یې په بدو حالاتو کې پرې لوی اختر راغی. د اسمار ولسوالۍ د شال شنګر اوسیدونکې ۴۸ کلنه مریم سالارزۍ وايي، د جګړو له امله یې خپل کور پرې ايښی او لوڅې پښې مرکز اسعداباد ته د خپلې ۱۴ کسيزې کورنۍ سره را کډه شوې. د مېرمن سالارزۍ په خبره خپل کور کلي کې يې ځمکه، کور او نورې اسانتیاوې لرلې، خو جګړو... Читать дальше...