هندي پولیسو ویلي، په کشمیر کې د القاعده شبکې یوې څانګې پلان درلود چې د هند په شمالي برخه کې بریدونه وکړي. فرانس پرس خبري اژانس لیکلي، پولیسو پرون یکشنبه دا خبره وروسته تر دې وکړه چې له دې شبکې سره د اړیکو په تور یې دوه کسان ونیول. دا دوه کسان د اوترا پردېش د مرکز لکهنو په یوې ناحیه کې د ترهګرۍ ضد ځواکونو لهخوا نیول شوي دي. د اوترا پردېش د پولیسو مشر پرشنټ کومار ویلي چې نیول شوي کسان له (انصار غزاوت الهند) ډلې سره اړیکه لري، هغه ډله چې کشمیر کې د القاعده یوه څانګه بلل کېږي. کومار خبریالانو... Читать дальше...
ایراني چارواکي وایي، هغه افغان سرتېري یې په یوه الوتکه کې کابل ته لېږدولي چې د اسلام کلا بندر له جګړې وروسته د هغوی خاورې ته اوښتي وو. بېلابېلو ایراني رسنیو د دې هېواد د انتظامي ځواکونو د ویاند مهدي حاجیان په حواله پرون دا خبر ورکړی دی. ایراني رسنیو د دغو افغان سرتېرو د بېرته ستنولو وېډیوګانې هم خپرې کړې دي، خو ایران او افغان دولت دواړو د دغو افغانانو شمېر نهدی مشخص کړی. د تېرې اوونۍ په وروستیو کې طالبانو د هرات له څو ولسوالیو وروسته پر اسلام کلا بندر برید وکړ چې ورسره یو شمېر ځواکونه او د ګمرک کارکوونکي ایران ته واوښتل. Читать дальше...
د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی له ترکمنستاني چارواکو سره پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسایلو خبرې کړې دي. د طالبانو ویاند محمد نعیم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د دوی پلاوی د ترکمنستان په رسمي بلنه وړمه ورځ عشقاباد ته رسېدلی دی. ښاغلي نعیم د شویو بحثونو جزئیات نهدي شریک کړي، خو ترکمنستان تازه ویلي چې د افغانستان د شمال له جګړو اندېښنه لري او پوله کې اضافي ځواکونه ځای پر ځای کوي. د طالبانو پلاوي په دې وروستیو ورځو کې مسکو او تهران ته هم تللي دي. دوی دغه سیاسي... Читать дальше...
د ترکمنستان یو امنیتي چارواکی وايي، د افغانستان پولې ته نږدې په ماري ښار کې یې د پولهساتو ځواکونو ملاتړ ته د پوځ له یوې اډې ځواکونه ور روان دي. ماري ښار د ترکمنستان د سرحد اباد په ۴۰۰ متري واټن کې پروت دی، هغه ځای چې له افغانستان سره د تګ راتګ اصلي لاره پرې سپره ده. دغه ترکمنستاني چارواکي چې له رسنیو سرهیې د خبرو اجازه نهدرلوده، د ازادې اروپا/ازادي راډیو ته ویلي، افسران، جنګي جېټونه او هليکوپټرې یې پولې ته لېږلي، خو کره شمېر یې نهدی یاد کړی. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه وایي، د ترکمنستان... Читать дальше...
ابزرور ابزرور ورځپاڼې د افغانستان په اړه په یوه مقاله کې دې موضوع ته پام کړی چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل به له بشري لحاظه څومره اغېز وکړي؟ لیکوالې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پرمختګ ته په اشاره لیکلي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د دوی قوماندانانو مخکې له مخکې نجونې له ښوونځيو محرومې کړې دي. د ۹۰مې لسیزې پر مهال طالبانو ښځو ته د کار او زدهکړو اجازه نهورکوله. د مقالې لیکوالې په واشنګټن ډي سي کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن وروستیو خبرو ته پام کړی دی. بایډن... Читать дальше...
د جولای میاشتې ۱۲مه (نن) د ملالې یوسفزۍ په نوم نومول شوې ده. ملالې یوسفزۍ د پښتونخوا د سوات سيمې مينګوره ښار کې د ۱۹۹۷ کال د جولای په ۱۲مه دې نړۍ ته سترګې غړولې دي. نوموړې ۱۵ کلنه فعاله زدهکوونکې وه چې د سوات سيمې د ماشومو نجونو د زدهکړې لپارهيې د ځايي مرستندويو بنسټونو په مرسته خپل غږ پورته کړ. هغه د پوهنې او د نجونو د تعلیم د خپرېدو په برخه کې د سيمې په کچه تر ټولو وړه فعاله کارکوونکې وه چې د همدې کار او فعالیت له امله د وسلهوالو لهخوا د ۲۰۱۲ کال د اکټوبر په ۹مه د یو برید په ترڅ کې په سر سخته ټپي شوه. Читать дальше...